افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې
په افغانستان کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په کابل کښې د شیعه علماو د شورا له غړیو سره په کتنه کښې د نوي هجري لمریز کال او د روژې د مبارکې میاشت د مبارکۍ په ترڅ کښې د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د شیعیانو د تعامل روده مثبته وبلله او دغه کړچار یې د افغانستان د ټولنې د پیوستون او کوټلتیا په لړ کښې وباله .
تیره اونۍ په افغانستان کې د ایران سفیر او د اسلامي ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي د طالبانو له حکومت سره د شیعیانو د تعامل روده مثبته وبلله. هغه د افغانستان د شیعه علماو د شورا له غړیو سره کتنه او خبرې کړي دي.
په افغانستان کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي په کابل کښې د شیعه علماو د شورا له غړیو سره په کتنه کښې د نوي هجري لمریز کال او د روژې د مبارکې میاشت د مبارکۍ په ترڅ کښې د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د شیعیانو د تعامل روده مثبته وبلله او دغه کړچار یې د افغانستان د ټولنې د پیوستون او کوټلتیا په لړ کښې وباله .
د تیر کال په مرغومي میاشت کې هم قم او نجف ته د افغانستان د شیعه عالمانو د شور ا پلاوی په کتنه کی دایت ا... سیستانی په شمول لوړ رتبه مجتهدانو د پلاوی غړیو ته سپارښتنه وکړه چی شرایط ایجابوی چی شیعیان د مینې ، مودت او ګوزارې کولو لاره پرمخ ونیسی او د طالبانو له حکومت سره سوله ایزه کړن لاره غوره کړی تر څو د خلکو حقوق تعقیب کړې شي .
د افغانستان شیعیانو تل د افغانستان په بدلونونو برخلیک ټاکونکې اغیز درلودلی دی او څه د پاسه یونیم کال کی چی طالبان په افغانستان کې بیا قدرت ته رسیدلی دی شیعیانو له هغو سره د تعامل په ترڅ کې ښودلی ده سوله ، امنیت او د افغانستان پرمختګ د چارو په لومړیتوب کی دي . په دې منیځ و میان کې په کابل کې د اسلامی ایران سفارت په ډیرو هلوځلو سره کوشش کړی دی په افغانستان کې د شیعیانو د حقوقو د ضایع کیدا مخه ونیسی او په عین حال کی طالبانو هم د ایران له سفارت سره په ملګرتیا سره وښودله چی د شیعیانو حقوقو ته درناوی کوی .
په عین حال کې د شیعیانو تمه د طالبانود حاکمیت له لوری د مدنی ، حقوقی او احوالیه په شمول د هغو د ټولو حقوقو رعایتول دی .
تیره اونۍ په کابل کې خونړۍ چاودنه وشوه . د ملګرو ملتو امنیت شورا د کابل د وروستۍ ځانمرګې حملې په غبرګون کښې، ترهګري په افغانستان او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ترټولو جدي او ستر ګواښ وباله. په کابل کښې د افغانستان د خارجه وزارت د ودانۍ مخې ته د داعشي ترهګرو د دوشنبې ورځې په حمله کښې ۶ تنه مړه شوي او د یو ماشوم په شمول ۱۷ نور ژوبل شول چې زیاتره ملکي وګړي وو. په دغې ودانۍ باندې دوه میاشتې مخکښې هم د داعش له خوا خونړۍ ترهګره حمله شوې وه. د ملګرو ملتو امنیت شورا غړو په یوې ګډې خبرپاڼې کښې د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د دوشنبې ورځې ځانمرګي حملی په غندلو سره ټینګار وکړ چې ترهګري په ټولو شکلونو او ډولونو کښې په افغانستان او نړۍ کښې د صلحې او امنیت لپاره ډیر جدي ګواښ دی.
د امنیت شورا غړو همداشان د دغو ترهګرو اقداماتو له عاملانو، پلانوونکو، مالي مرسته کونکو او ملاتړو د ځواب غوښتلو او د هغوي د محاکمه کولو وغوښتنه وکړه.
د ملګروملتوامنیت شورا غوښتنه کړی ده چی درست هیوادونه د دغې شوراد پریکړه لیکونو او نړیوالو قوانینو لندې د خپلو ژمنو سره سم په فعاله توګه له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره ملګرتیا وکړی ځکه چی هر ډول ترهه ګر اقدام د هغه له انګیزې چی ورتیر شو ، په هر ځای کی ، هر وخت او د هر چا له لوری چی ترسره شوی وی ، مجرمانه او د نه منلو وړ دې .
بی شکه دا په افغانستان کې د ترهه ګرۍ په غندلو کې د امنیت شورا لومړنۍ بیانیه نده خومهم ټکی دا چی امریکا د امنیت شورا د دایمی غړۍ په توګه په ډیره ښه توګه په افغانستان کې د ترهه ګرو فعالیتونو په اړه پوهه لری خودا چی ولې دا حملې دوام لري ، په افغانستان کې د امریکا په شپیرو هدفونو پورې اړه لري چی له ترهه ګرو ډلو په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامونو د اجرا د اړم او اوزار په توګه نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم استفاده کوی .
د افغانستان د لومړی وزیر سیاسی مرستیال د ملګروملتوله استازۍ سره په کتنه کې د دغه هیواد پرضد د نړیوالو بایکاټونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چی بایکاټونه د کابل او نړیوالې ټولنې د تفاهم خنډ دي . د ریاست الوزراء د دفتر سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي سره د کتنې پر مهال وویل چي بندیزونه د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تفاهم مخه نیسي. په دې کتنه کي محمد عبدالکبير له افغانستان سره د ملګرو ملتو د بشري مرستو د ستاينې په ترڅ کي وويل چي دغه مرستې بايد په سياسي مسايلو پورې اړه ونه لري.
د ریاست الوزراء د دفتر سیاسي مرستیال دې ته په اشارې سره چي افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د فعال تعامل غوښتونکی دی له ملګرو ملتونو وغوښتل چي له افغانستان سره تفاهم ته له رسیدو مخکي دغه بندیزونه لیرې کړي. د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړه چي طالبانو د رسمي پيژندګلوۍ لپاره ټول شرایط پوره کړي او باید د نړۍ له لوري په رسمیت وپیژندل شي.
که څه هم نړیوالې ټولنې تراوسه په افغانستان کې د طالبانو واک په رسمیت ندې پیژندلې خو دغې ډلې هم په دې اړه کوم جدی اقدام ندی ترسره کړې او د دغې ډلې کړچار هماغه راز د سیمې او نړیوالې ټولنې له تمو سره زیات واټن لری چی د افغانستان د مشکلاتو د خینې برخې په اواری کی مهم خنډ حسابیږي . د افغانستان د سیاسی مسایلو کارپیژاندې محمد حسین جعفری په دې باره کی وایی طالبان په افغانستان کې بیا قدرت ته له رسیدا وروسته د دغه هیواد د مشکلاتو د اواری ژمنه وکړه خوپه عمل کې یې د ځینو سیاستونو په غوره کولو سره خنډونه رامینځته کړل چی په دغه سیاستونو حتی په اسلامي هیوادونو کې هم نیوکې وشوې . طالبانو د میرمنو په وړاندی په دغه ډول سیاستونو سره نړیوالو ټولنو په تیره بیا امریکا ته لازمه پلمه ورکړه چی د افغانستان د مظلومو خلکو پرضد خپلو ناځوان مردانه بایکاټونو ته دوام ورکړي .
په تیره اونۍ کې پاکستان له مختلفو بدلونونو او پیښو سره مخامخ وو . د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په یوه ټویټ کې د اروپایی اتحادیې د ترهه ګرۍ د مالی تامین او منی لانډرینګ په خطرکې دهیوادونو له لیسټه د دغه هیواد له لیری کولو هرکلی او ټینګار وکړ چی دغه موضوع د پاکستان د بهرنی تجارت موضوع اسانوی .
د تیر کال په اکتوبر میاشت کې له خړ لیسټه د پاکستان د نوم په ویستلو کې دfatf له اقدامه وروسته ار وپایی اتحادیې هم ورته اقدام ترسره کړ . پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون میاشت د ایف اې ټی ایف د خړو هیوادونو په لیسټ کې شامل شوی چی د تیر کال په اکتوبر میاشت کې له دغه لیسټه لیرې شو . په عین حال کی پاکستان هماغه راز له ډیرو اقتصادي مشکلاتوسره مخامخ دی ،په دې ډول چی هماغه راز د خپلو مالی چارو د تامینولو لپاره بهرنی پور ته اړتیا لری . له دې امله دا احتمال چی د خړو هیوادونو له لیسټه د پاکستان د نوم ویستل دغه هیواد ته د نړیوالو مالی اورګانونو زیات پام زمینه برابره شی ،. له ذهنه لیرې نده .
تیره اونۍ د پاکستان د پوځ سمندری ځواک د دغه هیواد دسمندری ځواک د قوماندان امجد خان په شتون سره په یو لړ دستوروکې له مځکې هوا ته د توغندی پلیټ فارم وازمویه . د پاکستان سمندری ځواک د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ دغه ازمښت د هیواد د سمندری ځواک د وس او ظرفیتونو د زیاتولو او پیاوړی کولو په هدف ترسره شوی دی . د پاکستان سمندری ځواک تیر کال هم د عمان سمندرګی د شمال په ازادو اوبو کې د کشتۍ ضد څو توغندی ازمویلی وو . پاکستان د ایټمی خولیو د وړلو په وړتیا سره د بالستیک توغندویو د تولید په زمینه کی ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړی . دغه هیواد د بابر ډول ډول کروز توغندي لري چی له مځکې او سمندر هدف په لور توغول کیدلې شي .
همداراز تازه د رعد په نوم د کروز توغندی ډیر پرمختللې مادل پوځ ته سپارل شوی دی چی له جنګی الوتکې په هدف د توغول کیدا وړتیا لری .پاکستان او هندوستان په هند براعظمګی کې دوه ایټمی او دودیز سیالان دي چی د یوه بل په وړاندی په دوامداره توګه د خپل پوځی او دفاعی قدرت په زیاتولو سره سیمه د ساړې سولې له شرایطو سره مخامخ کړی ده ، په دې ډول چی هند او پاکستان د خپلې بودجې مهمه برخه دفاعی او پوځی چارو ته بیلوی چی د اسیا په جنوب کې د بی وزلۍ د زیاتیدا او پراختیا سبب کیږی .
د پاکستان څلور خبریالان او رسندوئي فعالان چې ایران ته په سفرراغلي دي،د ایران داسلامی جمهوریت حقیقتونه ئې د بهرنيو رسندویو دمنفی تبلیغاتو او پروپیګنډو په بشپړ اپوټه وبلل.
د پاکستان د پيښور د خبریالانو د ټولنې مشر ملک ارشد عزیز،د آج ټيلیویژني چینل د ادارې مشره میرمن فرزانه علي،د کسوټي خپرونې دډيجیټلی برخی مسئول اسد خان او د بل نیوز ټيلیویژني چینل خبریال آصف شهزادبیګا دایرنا خبری آژانس د دفتر په لیدو سره ، یوه بل ته د ایران او پاکستان د واقعیّتونو درسولو په موخې سره د رسندوئي ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.
د پاکستان دغو خبریالانو همداراز د ایران د خلکو میلمه پالنه او په زړه پورې چلند وستایۀ او وې وئيل چې د ایران اوسني واقعیّتونه له هغه څه سره چې بهرنۍ رسندوئې ئې دایران او ایرانیانوپه ضد خپروي ،بشپړ توپیر لري. دوي همدرااز په مختلفو ډګرونو کې په تیره بیا د ایران د ملت په ضد دلویدیځ له بندیزونوسره سره ، دساینس او ټیکنالوجۍ په برخې کې د ایران پرمختګونه ډير مهم وبلل. دغو خبریالانو همدرااز د دواړو هیوادونو د رسندوئي ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره د دلچسپۍ په ښودلو سره هیله وښودله چې ددواړو هیوادونو د رسندوئي پلاؤ راشه دیرشه د ددواړو لورو د لاښې پيژندګلوۍ او درک او هم په مختلفو زمینو کې د دواغړو هیوادونو د مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا سبب شي.
د پاکستان د پيښور د خبریالانو د ټولنې مشر ملک ارشد عزیز،د آج ټيلیویژني چینل د ادارې مشره میرمن فرزانه علي،د کسوټي خپرونې دډيجیټلی برخی مسئول اسد خان او د بل نیوز ټيلیویژني چینل خبریال آصف شهزاد دایرنا خبری آژانس د دفتر په لیدو سره ، یوه بل ته د ایران او پاکستان د واقعیّتونو درسولو په موخې سره د رسندوئي ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.
د پاکستان رسندوی پلاوی په تهران سربیره قم ، اصفهان او کاشان ښارونو ته هم سفر وکړ .
پای