د کابل په مظاهرو کې اوه کسان مړه لس ژوبل شوې دي
په کابل کې د مظاهرو د وژلو شمیر اوه کسانو ته ورسیده .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان خلکو نن په دغه هیواد کې د پراخو ناامنیو او په کابل ښار کې تیره چارشنبه د بوږنوونکې چاودنې په اعتراض کې مظاهرې وکړې چې په مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله اوه کسان مړه او کابو لس ژوبل شول.
مظاهره چیانو د مړه دې وي امریکا او مونږ عدالت او امنیت غواړو شعارونه ورکول او د ولسمشر اشرف غني او اجرایی مشر عبدالله عبدالله د استعفا غوښتنه یې کوله .
معترضانو همداراز د دولت له خوا د حقانی ډلې د ترهه ګرو بندیانو د اعدام غوښتنه کول او ویل یې چې تر څو هغوي پانسي نه شي په افغانستان کې به کراری را نه شي او په افغانستان کې د امنیت د تامین یوازینۍ لاره د جنایتکارانو سزا کول دي.
تیره چارشنبه د کابل په دپلمات میشته سیمه کې او ملي امنیت او بهرنیو سفارتونو ته نزدې په بوږنوونکې چاودنه کې کابو سل کسان مړه او څلور سوه ژوبل شول.
په دغه حمله کې د ایران سفارت ، د ایرنا خبري اژانس او د ایران د ریډیو ټیلي ویژن دفتر ته هم تاوان ورسیده .
داعش ترهه ګرې ډلې د دغه حملې پړه په غاړه اخستې ده .