امریکا په افغانستان کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی
د افغانستان د پارلیمان استازو په خپل هیواد کې دامریکا په سیاستونو نیوکه وکړه.
زمونږ دخبریال د راپور له مخې د افغانستان د ولسي جرګې استازو نن په افغانستان کې د امریکا په کړچار په نیوکې سره وویل امریکا د افغانستان د امنیت د تامین په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د افغانستان د پارلیمان مرستیال مشر همایون همایون وویل له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک یوازې په افغانستان کې د امریکا شتون د مشروعیت ورکولو لپاره و او بل یې هیڅ ګټه نه لرله . یو بل استازي عثماني فراهي وویل امریکا په افغانستان کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په همدې وجه د افغانسان خلک دترهه ګرې قرباني کیږي.
د پارلمان غړو همداراز موافقه وکړه چې د افغانستان د څلور دیرشو ولایتونو له استازو « له بحرانه د افغانستان د ژغورنې» په نوم یو پلاوی جوړ کړي.
دغه پلاوی به دنده ولري د جنګ او تاوتریخوالي د ختمولو لپاره په یوې مشخصې امنیتي طرحې سره د افغانستان له دولت ، د امریکا له سفارت اروپایی اتحادیې ، ملګرو ملتو او مظاهره چیانو سره مذاکرات وکړي.
په تیرو دریو ورځو کې په کابل کې په ترهه ګرو چاودنو کې کابو ۱۳۰ کسان مړه او شپږ سوه ژوبل شوې چې ورپسې دکابل خلکو مظاهرې وکړې.