افغان ولسمشر په دغه هیواد کې دشیعه سنی په وحدت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i50452-افغان_ولسمشر_په_دغه_هیواد_کې_دشیعه_سنی_په_وحدت_ټینګار_وکړ
د افغانستان ولسمشر په کابل کې له شیعه سني علماوو سره په ګډه غونډه کې ټینګار وکړ : ترهه ګري د افغانستان د خلکو او بشریت ګډ دښمن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2017 13:45 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر په دغه هیواد کې دشیعه سنی په وحدت ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر په کابل کې له شیعه سني علماوو سره په ګډه غونډه کې ټینګار وکړ : ترهه ګري د افغانستان د خلکو او بشریت ګډ دښمن دی.

 

 زمونږ د خبریال د راپور له مخې محمد اشرف غنی په دغه غونډه  کې چې نن د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه وویل مذهبي تفرقه په دغه هیواد کې هیڅ ځای نه لري.

 د افغانستان ولسمشر په کابل کې په الزهرا جومات وروستۍ ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره چې شپږ کسان پکې ووژل شول وویل داعش تکفیري ډله  دشیعه سني تر مینځ د تفرقې اچول او د اسلام د څیرې داغي کول غواړي خو په دغه هڅه کې به ناکامه شی.

 په دغه غونډه کې شیعه سني عالمانو هم د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اسلام دښمنان به خپلو سپيرو موخو ته ونه رسیږي.

د افغانستان شیعه سنی عالمانو تیره یکشنبه هم په کابل کې په ګډه خبري غونډه کې د شیعه سني په وحدت او یووالي ټینګار کړی و او ویلې یې وو:  په نړۍ کې د شیعه سني مذهب د پيروانو سوله ایز ژوند یوه بیلګه ګڼل کیږي او له همدې امله ځینې د هغې په خرابولو پسې دي. هغوي ټینګار وکړ اجازه نه ورکوو چې  د اسلام دښمنان او ترهه ګر په جوماتونو په حملو سره  په افغانستان کې مذهبي جنګ پیل کړي.