عالمان دې خلک د ترهګرو ډلو له اهدافو خبر کړي
آیت ا... مکارم شیرازي په کابل کښې (له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره د همفکرۍ) نړیوالې غونډې ته د یو پیغام په لیږلو سره د داعش ترهګرې ډلې د اهدافو په لړ کښې د اسلامي علماؤ په سپیناوي ټینګار وکړ.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې په ایران کښې د تقلید لوړ مرجع آیت ا... ناصر مکارم شیرازي نن په کابل کښې روانې (له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره همفکري) نومې غونډې ته د یو پیغام په ورلیږلو سره وویل: تکفیري تفکر د داعش په نابودۍ سره نه ختمیږي او دا د اسلام د علماؤ دنده ده چې په خپلو ویناؤ سره ثابته کړي چې افراط پالنه د اسلام د اصولو خلاف ده.
هغه په دغه پيغام کښې زیاته کړې: د تکفیري ډلو ولکه له جنګي نظره په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې ختمه شوې ده او هیله لرو چې په افغانستان کښې هم د دا ډول ډلو ترهګري زر پاې ته ورسیږي.
(له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره د همفکرۍ) نړیواله غونډه د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د سیمې او نړۍ د مختلفو هیوادونو د یوشمیر شخصیتونو او ارګانونو په شتون سره نن د افغانستان په پلازمینه کابل کښې پيل شوې ده.