د خواجه عمري ولسوال ووژل شو
د غزني چارواکي وایي: د خواجه عمري ولسوال له ۷ پولیسو سره یوځای د طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي خبرپاڼې ویلي: ولسوال علي دوست شمس د طالبانو په یو برید کې تیره شپه هغه مهال ووژل شو، کله چې طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ برید وکړ.
د خبر په اساس: یاد برید تیره شپه ۲ بجې شوې او د ولسوال ترڅنګ پکې ۷ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
خو خبرپاڼې ادعا کړې، چې مقابل برید او هوايي بمبار کې ۲۷ طالبان هم وژل شوي دی.
باید وویل شي، چې تیره شپه د غزني جغتو ولسوالۍ هم سقوط وکړ او د جګړو له امله پکې ۳۱ تنه پولیس او اربکیان ووژل شول. د دې ترڅنګ د مرکز اړوند روضې سیمه کې هم طالبانو په عسکرو پراخ بریدونه کړي، چې ۲۷ تنو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.