په بغلان کښې پراخ امنیتي عملیات شروع شوي دي
د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارې د بغلان ولایت د بشپړې تصفیې لپاره د پراخه عملیاتو د شروع کېدو خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د رپوټ له مخې،دغه پراخه عملیات د وړمې شپې له نیمایي څخه له «ډنډ شهاب الدین»،«ډنډ غوري»او «کیله ګي» له درې استقامتونو شروع شوي دي. د ملې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه عملیات به د وسله والو طالبانو له شتون څخه د بغلان ولایت تر بشپړې تصفیې پورې دوام ولري. ملې دفاع وزارت وایي چې له دې وړاندې په بدخشان،تخار او کندز ولایتونو کې هم پراخه عملیات په لاره اچول شوي وو چې په پایله کې یې زیاتې سیمې او اراضۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي. د خبرپاڼې څخه په نقل، په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د مهمو کسانو،قومندانانو او نومول شويو ولسوالانو په ګډون لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. د بغلان، کندز، بدخشان او تخار ولایتونه له هغو ولایتونو څخه دي چې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو طالبانو د نښتو او ډله ایزو بریدونو شاهد وو.