افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i85982-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کښې
د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پیښو د څیړنې اونیز پروګرام
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2019 08:57 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پیښو د څیړنې اونیز پروګرام

په سر کښې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځینو مهمو پیښو سرټکي:

د مولانا فضل الرحمان له اقداماتو سره د پاکستان پیپلز پارټۍ مخالفت، افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو د ادارې د مشر سفر، په ننګرهار کښې د داعش په ماتې باندې د افغانستان ټینګار، د افغانستان پوځ ته د خرابو امریکايي چورلکو ورکول، د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د کړکیچنیدو په هکله خبرداری، د دغو ټاکنو د رایو له بیاشمیرنې سره د افغانستان د مشرانو جرګې مخالفت، له هیواده د وتلو لپاره د پاکستان د حکومت له شرط سره د نواز شریف مخالفت، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا له خوا د ولسمشر اشرف غني د استعفا او یوځل بیا د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه او د عمران خان له خوا د کرتارپور اقتصادي کوریډور له افتتاح کولو د هندي سیاستوالانو قدرونه د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

*/*      د پاکستان پیپلز پارټۍ ویلي چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر فضل الرحمان او د هغه پلویانو ته په سند صوبه کښې د مظاهرو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

د سند د اطلاع رسونې صوبايي وزیر او د پیپلز ګوند جګ پوړي غړي سعید غني وویل: د فضل الرحمان او د هغه د کسانو په لاس د سړکونو بندیدل په اصل کښې د خلکو د ژوند ګډوډول دي او صوبايي حکومت د دې کار مخالف دی.

جمعیت علمای اسلام فضل څانګې چې د پاکستان د حکومت خلاف د اعتراضونو په وړومبي پړاؤ کښې د وزیراعظم عمران خان د څنګته کولو په لړ کښې خپلې موخې ته ونه رسیدو شو، استعفا ته د عمران خان د مجبورولو لپاره یې د اعتراضونو دویم پړاؤ ته مخه کړې ده.

فضل الرحمان چې دوه اونۍ مخکښې یې د پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په ځینو ښارونو کښې د حکومت خلاف مظاهرې پیل کړې وې، په خپلې ناکامۍ باندې په داده کیدو سره یې له معترضانو وغوښتل چې کورونو ته ستانه شي او د مظاهرو لپاره د دویمې بلنې په اعلانیدو سره دې یوځل بیا سړکونو ته راووځي.

د جمعیت علمای اسلام فضل څانګې مشر په داسې حال کښې د مظاهرو وړومبی پړاؤ پاې ته ورسوه چې په دغو اعتراضونو کښې د شتون او ګډون لپاره یې د هیواد د پياوړو سیاسي ډلو او ګوندونو په تیره بیا د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) ملاتړ ترلاسه نه کړی شو.

د سند صوبې په سړکونو باندې جمعیت علمای اسلام ګوند ته د مظاهرو د اجازې د نه ورکولو په هکله د دغې صوبې د اطلاع رسونې د وزیر دریځ ښودنه کوي چې پیپلز ګوند د پاکستان له حکومت سره په مخالفت کښې د فضل الرحمان د طریقې مخالف دی، نه غواړي چې هغه ته په سند کښې د مظاهرو کولو اجازه ورکړي ځکه چې ځايي چارواکي د اعتراضونو او مظاهرو په دوام کښې د نښتې د رامینځته کیدو او په خطر کښې د خلکو د ژوند له لویدو اندیښمن دي.

د حکومتي ضده مظاهرو په لړ کښې له مولانا فضل الرحمان سره د پیپلز او مسلم لیګ نواز په شان د پاکستان د دوو سترو سیاسي ګوندونو مخالفت سبب شو چې دغه مظاهرې مخالفانو ته د امتیاز د نه ورکولو په لړ کښې د واکمن تحریک انصاف ګوند په دریځ هیڅ اغیزه ونه کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

*/*      تیره اونۍ د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو مشر د افغانستان له چارواکو سره د ملاقات لپاره کابل ته لاړ.

د آيي، ایس، آيي مشر فیض حمید چې د پاکستان د مرستیال خارجه وزیر سهیل محمود په ملتیا کابل ته تلی، د افغانستان له یوشمیر لوړرتبه چارواکو سره یې کتلي او د سیمې د وروستیو مهمو بدلونونو، د افغانستان د صلحې د مذاکراتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کښې د پاکستان د استخباراتو د ادارې له خوا په دغه هیواد کښې د خپل سفیر په وربلل کیدو نیوکه وکړه او له دغه کاره یې اندیښنه وښودله.

د کورني او بهرني سیاست په ډګر کښې د پاکستان د یو حساس او بانفوذه مقام په توګه افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو د ادارې د مشر سفر او هغه هم په داسې حالاتو کښې چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کښې خړپړوالی له تاریخي کشالو په تیره بیا له ډیورنډ کرښې واخلې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره تر مبارزې او د صلحې تر بهیره اوښتی او مهم بلل شوی دی.

د پاکستان د حکومت او خلکو له نظره د دغه هیواد یو اصلي چیلنج د دغه هیواد د بدلونو او مسائلو په وړاندې د پاکستان د استخباراتو د ادارې د سیاست نه روڼوالی دی.

د هم دې ملاحظې په وجه دي چې د پاکستان آيي، ایس، آيي په دې وروستیو کلونو کښې تل د ترهګرو له خوا په افغانستان کښې د ورانونکو عملیاتو په ترسره کولو تورنه پاتې شوې حال دا چې د اسلام آباد چارواکو دغه ډلونو دریځونه په کراتو رد کړې دي.

پر دې سربیره د پاکستان حکومت او اطلاعات د افغانستان د صلحې د بهیر په وړاندې په دوه ډوله کړنلارې تورن دي او پر طالب ډلې د اغیزناکو ظرفیتونو سره سره خپل دغه اوزار د ثبات او ارامښت د ټینګښت لپاره له کابل سره د مرستې په لړ کښې نه کاروي.

د تیر کال د پارلیماني انتخاباتو په بهیر کښې د عمران خان له وزیراعظم جوړیدو وروسته د هغه د اعلان کړو دریځونو له مخې د افغانستان په حکومت او ولس کښې دا هیله رامینځته شوه چې واکمن تحریک انصاف د اسلام آباد د حکومت په سټراټیجۍ کښې په جدي بدلون سره د شفافو سیاستونو په غوره کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرستې په ترڅ کښې د بین الافغاني خبرواترو د رامینځته کیدو مرسته وکړي. په تیره بیا دا چې عمران خان له وزایراعظم جوړیدو وروسته په خپل وړومبي خبري کانفرنس کښې له ګاونډیانو په تیره بیا افغانستان سره د خپلو شخړو په ختمولو او ورسره په ځانګړو اړیکو ټینګار وکړ.

په داشان حالاتو کښې افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو د ادارې د مشر سفر د یو باور جوړونکي ګام په توګه په افغانستان کښې له ترهګرۍ او افراط پالنې سره د مبارزې او هلته د صلحې د ټینګیدو په لړ کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د یو نوي پړاؤ پیلامه ګرځیدی شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

*/*      د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست د دغه هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د داعش ترهګرې ډلې د ماتې خبر ورکړ.

مسعود اندرابي د ننګرهار ولایت د پولیسو د نوي قومندان د پیژندګلوۍ په دستورو کښې وویل: اچین ولسوالي د داعش ترهګرې ډلې له شتونه بیخي پاکه شوې ده.

هغه په دې خبرې سره چې اچین ولسوالي په ننګرهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یو اصلي او مهم مرکز و، زیاته کړه: دغې ماته خوړلې ډلې په تیرو څو کلونو کښې په ننګرهار ولایت کښې ډیرې خونړۍ حملې پلان کړې وې.

د ننګرهار ولایت په ځینو برخو کښې د داعش د ماتې په هکله د افغانستان د داخله وزارت د سرپرست ویناوې چې په دغه هیواد کښې د یادې ترهګرې ډلې د شتون ترټولو اصلي سنګر ګڼل کیږي، که څه هم له داعش سره په مقابله کښې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د مثبت کړچار نښه کیدی شي خو دا ګمان هم کیږي چې له داعش سره په مقابله کښې د بریاؤ په لړ کښې د هغه څرګندونې له سیاسي اهدافو او انګیزو سره هم ملې دي.

داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو کلونو کښې په افغانستان کښې خپل فعالیتونه زیات کړل داشان چې د ننګرهار ولایت په مرکزیت سره د دغه هیواد ختیخ د یادې ډلې د سیمه ایزې اډې په توګه یادیږي.

البته د داعش فعالیتونه یوازې د افغانستان تر ختیځه محدود نه دي او دغه ډله د هیوادو په نورو سیمو کښې هم وژونکي ترهګر اقدامات ترسره کوي.

دې ټکي ته په پام سره چې د افغانستان حکومت له کلونو راهیسې د دغه هیواد په ښارونو او کلیو کښې له طالب ډلې سره په مبارزې اخته دی او د هغوي ترمینځ جنګ لاهم جاري دی، د ناامنۍ د رامینځته کولو او د خلکو د وژلو له لارې د افغانستان د بدلونونو ډګر ته د داعش ترهګرې ډلې رسیدو له افراط پالنې سره د مقابلې لپاره د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو مخې ته پراته چیلنجونو زیات کړې دي.

له مختلفو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د حکومت ستونزو او چیلنجونو او د دغو ډلو د کنټرولولو لپاره د انساني ځواک، تجهیزاتو او امکاناتو په برخه کښې موجودو محدودیتونو ته په پام سره د ولسي ځواک له وړتیا استفاده او له ترهګرو ګواښونو سره په مبارزه کښې د ملګرتیا او ګډون لپاره د هغوي منظمول د افغانستان د وسله والو ځواکونو یرغلیزې وړتیاوې زیاتولی شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*