د افغانستان تکړه لیکوال او کارپوه وحید مژده ووژل شو
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړو هم د وحید مژده وژله یوه لویه علمي او ژورنالیستي ضایعه ګڼلې او له امنیتي ارګانونو یې غوښتې چې د خبریالانو او کارپوهانو د سر ساتنه وکړي.
د افغانستان تکړه لیکوال او کارپوه وحید مژده ووژل شو
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت افغان رسنیو ته وویل چې د کابل ښار د اومي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په وحید مژده برید وشو چې پکې هغه شهید شو.
د رارسیدلو راپورنو سره سره نامعلومو وسله والو موټر سيکل سپرو، د افغانستان د سیاسي مسایلو په شناندي وحید مژده چې د طالبانو د ډلې پخوانی غړی هم و د خپل کور په خوا کې ډزې وکړې.
ویل کیږي چې د مژده خپلوانو هغه شفاخانې ته وړی دی. طالبانو ته نزدې سرچینو په وحید مژده حمله تایید کړې خو په دې وژله کې یې د دغه ډلې لاسلرنه رد کړې ده او حکومت یې د هغې مسوول ګڼلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندویي نصرت رحیمي وویل چې وحیده مژده هغه وخت چې جومات ته د لمانځه لپاره روان و د روسیې سفارت ته نزدې د دوو موټر سیکل سپرو له خوا په ډزو وویشتل او شهید شو.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړو هم د وحید مژده وژله یوه لویه علمي او ژورنالیستي ضایعه ګڼلې او له امنیتي ارګانونو یې غوښتې چې د خبریالانو او کارپوهانو د سر ساتنه وکړي.
وحید مژده په ۱۳۳۲ کال کې د افغانستان په شمال بغلان کې په یوې باسواده کورنۍ کې زیږیدلی و او په ۱۹۷۷ کال کې یې د کابل د اقتصاد له پوهنځي لیسانس اخستی و.
هغه له کمیونیسټي کودتا وروسته پاکستان او ایران ته هجرت وکړ او د جهاد په سیاسي پوځي او فرهنګي برخو کې فعال و او په وسله وال جهاد کې یې هم برخه اخستې وه. له هغه په مختلفو جهادي خپرونو کې ډیرې مقالې او شعرونه پاتې دي
هغه د رباني د حکومت په وروستیو کلونو کې کابل ته راغی او په خارجه وزارت کې مشغول شو، د طالبانو له راتګه وروسته یې پینځه کاله په همدې وزارت کې د طالبانو لپاره کار وکړ. هغه د طالبانو په دوره کې د افغانستان او پنج سال سلطه طالبان په نوم کتاب هم ولیکه.
وحید مژده له تهران ریډیو سره له پخوا راهسې نزدې اړیکې لرلې او د هغه مرکې همیشه له تهران ریډیو خپرېدې. تهران ریډیو د هغه وژله غندي او د افغانستان خلکو او ژورنالسټي ټولنې او کورنۍ ته یې تسلیت وایي.