په افغانستان کی د داعش پراختیا
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i86107-په_افغانستان_کی_د_داعش_پراختیا
د امریکا او طالبانو د خبرو اترو نتیجه به په افغانستان کی د ثبات او امنیت ټینګیدا نه وی ، بلکې په دغه هیواد کی به د ګواښ او ویرې د عناصرو په ظاهری ځای پر ځای کیدا سره افغانستان هماغه راز ناامنه وی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2019 09:11 Asia/Kabul
  • په افغانستان کی د داعش پراختیا

د امریکا او طالبانو د خبرو اترو نتیجه به په افغانستان کی د ثبات او امنیت ټینګیدا نه وی ، بلکې په دغه هیواد کی به د ګواښ او ویرې د عناصرو په ظاهری ځای پر ځای کیدا سره افغانستان هماغه راز ناامنه وی

نیویارک ټایمز د ملاعمر له مړینې وروسته هغه د طالبانو د وحدت بخښونکی مشر په توګه یاد کړ او ویې لیکل له افغان دولت سره د سولې مسله د طالبانو ډلې ترمینځ درز اچونکی موضوع ده چی د هغې د کمزورتیا سبب کیږی .

فرانس پریس خبری اژانس هم د افغانستان د طالبانو د راتلونکی په اړه په راپور کی ولیکل ملاعمر د طالبانو په متحد ساتلوکی مهم رول درلود ځکه چی د دغې ډلې غړی باوری دی هغه د طالبانو اقداماتو ته روا والې وربخښه .: له دې امله د داسې کس مړینه د طالبانو لپاره هغه ګوزرا وو چی په دغه ډله کې یې سخت اختلافات رامینځته کړل ، هغه هم په داسې حال کی چی د افغانستان دننه د داعش د حملو پراختیا نوی شرایط رامینځته کړی وو . د طالبانو د سرغنې  ملاعمرپه مړینې سره که څه هم د کویتّ شورا له اوږدو او جنجالی بحثونو وروسته وتوانیده ملا اختر منصور د هغه د څای ناستی په توګه انتخاب کړی  او هغه هم د حقانی شبکې مشر سراج الدین حقانی او د طالبانو قاضی القضات هیبت ا... اخوندزاده خپل مرستیالان وټاکل  تر ځو د مخالفانو په وړاندی خپل موقعیت پیاوړې کړی . په عین حال کی اختر منصور وتوانیده د طالبانو په لیکه کی له ژور درز مخنیوې وکړی  او درې ډلې جوړې شوې .

«««««««««««««««

لومړنۍ ډله د ملا منصور تر مشرۍ لاندې ، دوهمه د ملاعمر د زوی ملا یعقوب تر امر لاندې او دریمه ډله هم د ملاعمر د پخوانی مرستیال ملا برادر د ملاتړو ډله وه . له دې چی ورتیر شو ، د ملاعمر د مړینې له رسمی اعلانه مخکې د فدایی محاذ تر نوم یوه ډله له ملاعمر سره د دغې ډلې د سرغنې غازی حمزه له کتنې د ملا اختر منصور د منع کولو د خپګان په دلیل له طالبانو جلا شوه او بیا وروسته یې د ملاعمر د مړینې خبر خپور کړ . حمزه همداراز ملامنصور د ملاعمر په قتل تورن کړ . په حقیقت کی ویلې شو چی غازی حمزه په طالبانو کی د قدرت جنګ د دغه تور په مطرحولو سره پیل کړ . خو د افغانستان د ملی رفاه ګوند عمومی منشی محمد حسن جعفری د قدرت دغه جنګ په افغانستان کی د وهابیانو د پیاوړتیا لپاره د عربستان د هلوځلو له امله بللی دی او وایی چی په افغانستان کی د عربستان د استخباراتو لاس وهنه او د هغه پایلې په بشپړه روښانه دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««

په ۲۰۱۵ میلادی کال کی په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر او ملاعمر مرستیال طیب اغا د استعفا اعلان چی د ملاعمر د مړینې د پټو ساتلو په اعتراض کی یې دا کار کړی وو ، د طالبانو د ویشلو احتمال زیات کړ . ځینو سرچینو پر طالبانو د ملاعمر د مړینې اغیزې له هغه څه زیاتې وبللې چی په لومړیو کی فکر کیده . د دغه جاج سموالې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د نوی ډلې د موجودیت اعلان څرګند کړ . په هر حال دا چی د ملا عمر مرګ طالبان کمزوری کړل ، د شک ځای نشته .

««««««««««««««««««««««««««««

د طالبانو په موقعیت د ملاعمر د مړینې د یوې مهم پایلې په بیانولو کی ویلې شو چی دغې موضوع په افغانستان او سیمه کی د طالبانو د بهرنیو ملاتړو د سټراټیجیکو طرحو پرمخ بوتلل اسانه کړل . د طالبانو پر ځای د داعش راوستل په دغو طرحو کی یوه طرحه ده چی په افغانستان کې به پرې ډیر باور لری  او په دې زمینه کی د پاکستان رول هم زیات ګڼی . دغه لیدتوګه په دو ډلو یعنی مینځ لاری او اورپکی طالبانو ویشل کیدا احتمال زیات ګڼی .

په کابل کی د پوځی مسلو کار پیژاندی عتیق ا... امر خیل طالبان په دو برخو ویشی ، یوه ډله چی د خپلو عقیدو په اساس له دغې ډلې سره یو ځای شوی دی او بله ډله چی د مالی سرچینواو قدرت د ترلاسه کولو لپاره په دغه ډله کی شاملیږی  او جنګیږی ، دغه ډله په افغانستان کی د سولې له موافقې سره دومره موافقه نده ، ځکه چی خپلې ګټې په جنګ او ناامنۍ کې وینی او د طالبانو د همدغو کسانو له داعش ترهه ګرې ډلې سره دیو ځای کیدا احتمال زیات دې چی د افغانستان لپاره به ستر خطر وی .

««««««««««««««««««««««««

خو ځینې کارپوهان که څه هم د طالبانو لپاره ویشل کیدا ته قایل دی ، خو دوی ټول طالبان اورپکی بولی . محمد محقق په دې باور دې چی طالبان د هغه په خاصه معنا کی د سیمې په اساس په پاکستانی او افغانی طالبانو ویشل کیدلې شی  او د سیاسی ډلې په توګه هم په حقانی طالبانو او ملاعمر طالبانو ویشل کیدلې شی .

خو دا چی طالبان په دو ډلو مینځ لارو او اورپکو طالبانو وویشل شی ، ګمراه کونکی دی ځکه چی د دغې ډلې د فکری بنسټونو په اساس  سخت لاریتوب د دغې ډلې د ذاتی هویت نه انکاریدونکی برخه ده .

««««««««««««««««««««««««««

خو له دې سره سره چی د افغانستان د سیاسی مسلو ځینې کارپیژاندی په طالبانو کی د یوې سوله غواړی ډلې په شتون ټینګار لری . په دوی کی یو شناندی د پاکستان مشهور لیکوال او څیړاندې احمد رشید هم شامل دی چی کلونه کلونه یې په افغانستان یک ژوند کړې دې او له جهادی ډلو سره په ارتباط کی دی او د طالبانو په اړه یې څو کتابونه لیکلی دی . هغه د طالبانو ترمینځ د سولې د یوې لابی خبره مطرح کړی ده او هغه په طالبانو کی یوه حقیقت لیدونکی برخه بولی چی دغې نتیجې ته رسیدلی ده چی د افغانستان په اوسنیو شرایطو کی د اسلامی امارت بیا رغاول ممکن ندی  او د طالبانو د پاتی کیدا لپاره  له دولت سره خبرې اترې بهترینه لاره ده . د دغه پاکستانی څیړاندی له نظره  هغه ډله چی ملاعمر ته وفاداره پاتی شوی ده ، د طالبانو له دغې ډلې سره اړه لری ، که څه هم هغه طالبان په دو ډلو یعنی مینځ لاری او اورپکی نه ویشی .

««««««««««««««««««««««««««

له دغه ډول نښو نښانو دا څرګندیږی چی په دو ډلو مینځ لارو او اورپکو طالبانو ویشل اصالت نلری  او طالبان د خپلو دریځونو له پلوه یوه لایډیالوجیکه او یو موټی ډله ده او د سیاسی دریځونو او د هغې د قبیله ای پیوندونو  له نظره د ویشل کیدا وړتیا پیدا کوی . په داسې اخیستون سره ده چی د پاکستان او امریکا رول او د هغو سټراټیجیکو هدفونو طالبان په مصنوعی توګه په مینځ لارو او اورپکو بدل کړی دی . ځینې دا عقیده لری چی په مینځ لارو او اورپکو پاندې د یوې ترهه ګرې ډلې بیلولد عمومی افکارو د غړولو لپاره د پاکستان او لویدیځ  تاکتیک دې او په حقیقت کی له افغان دولت سره د جنګ دوام یا د خبرو اترو بحث د امریکا د سی ، ای ، اې او د پاکستان د ای ، ایس ، ای لخوا ټاکل کیږی .

«««««««««««««««««««««««««

له دې مخکې چی پاکستان ، طالبان په دو ډلو مینځ لارو او اورپکو وویشی ، امریکا هم داسې ویشل په نظر کی درلودل او  او په دې باور وه چی له مینځ لارو طالبانو سره خبرې کیدلې شی او له اورپکو طالبانو سره باید وجنګیږی . په دې ډول لیدل کیږی په داسې حال کی چی د سیمې د کارپیژاندو له نظره په دو ډلو د طالبانو ویشل ذاتی اصالت نلری خو د امریکا او پاکستان حکومتونو له نظره طالبان په دو ډلو یعنی اورپکو او مینځ لارو طالبانو ویشل کیدلې شی . د اخیستونونو د دغه توپیر  علت له دې زیات چی د طالبانو له ایډیالوجیک حقیقت سره اړه ولری ، د هغو د ملاتړو له سیاسی هدفونو سره ارتباط لری .

«««««««««««««««««««««

له دغو ویشلو سره سره په عمومی ذهنونو کی دا پوښتنه هره ورځ پخیږی چی په افغانستان کی کوم کسان په داعش کی جذبیږی . د دغې پوښتنې په ځواب کی په کابل کی د پوهنتون استاد محمد ابراهیمی وایی په ۲۰۱۴ میلادی کال کی چی په افغانستان کی داعش ډلې بڼه غوره کړه د طالبانو خینې غړی له دغې ډلې سره یو ځای شول ، اوس هم له ذهنه لیری نده چی د امریکا او طالبانو د موافقې له امله د دغې ډلې یوه بله برخه هم په داعش کی شامله شی . د هغه په وینا د داعش مهم ماموریت په افغانستان کی د فرقه ایزو او مذهبی جنګونو رامینځټه کول دی . له دې امله که طالبان واقعا هماغه ډول چی ادعاکوی ، ځان یوه ملی ډله بولی ، باید اجازه ورنکړی چی دغه جنګ ته لمن ووهل شی ، ترهه ګره او فرصت غواړی داعش ډله چی د خپلو ملاتړو د ګټو د تامینولو په پلمه د افغانستان په تباه کولوپسې  ده ، خپلو سپیرو هدفونو ته ورسی .

«««««««««««««««««««««««««««««

په هر حال د لندن ټایمز ورځپاڼۍ په شمول د  ځینو لویدیځو خپرونو او کارپیژاندوله خوا د دغو راپورونو خپرول چی د امریکا او طالبانو په موافقې پسې به د طالبانو ډیر کسان له داعش سره یو ځای شی ، ښی چی د امریکا او طالبانو د خبرو اترو نتیجه به په افغانستان کی د ثبات او امنیت ټینګیدا نه وی ، بلکې په دغه هیواد کی به د ګواښ او ویرې د عناصرو په ظاهری ځای پر ځای کیدا سره افغانستان هماغه راز ناامنه وی . دا هغه لاره ده چی امریکا حتی له طالبانو سره د خبرو اترو له درولو وروسته هم تعقیبوی . په حقیقت کی د افغانستان لپاره د امریکا پلان شوی سیاست دی چی له هغه مرکزی اسیا ، روسیې ، چین او ایران ته د ترهه ګرۍ د ټرانزیټ لپاره د پل په توګه استفاده وکړی .

«««««««««««««««««««

پای