د امريکې اوطالب ډلې د موافقې د لاسليک وخت بيا وځنډېد
د امريکې اوطالب ډلې د موافقې د لاسليک وخت بيا وځنډېد
له طالب ډلې سره نزدې يوې سرچينې د دغې ډلې او امريکې ترمېنځ د موافقې د لاسليک وخت د ځنډېدو خبر ورکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د طالب ډلې يو پخواني مشر سيد اکبر آغا او له دغې ډلې سره نزديو کسانووويل، طالبان د موافقې لاسليکولو ته چمتو دي خو امريکنيان دغې موضوع ته بې پامي کوي.
د افغانستان د شورای عالي راه نجات مشر زياته کړه، په اوس حال کښې امريکنيان زياتره د اېشيا د لويديځ موضوعاتو ته پاملرنه کوي او د صلحې د موافقې د لاسليکولو په فکر کښې نه دي.
اکبر آغا زياته کړه تر هغه وخته چې په سيمه کښې تاوتريخوالي کم نه شي د امريکې او طالبانو ترمېنځ د موافقې لاسليکېدل لرې ښکاري.
د امريکې او طالبانو خبرېاترې له مياشتو راهسې دوام لري او د موافقې د لاسليکېدو د وخت د نزدې کېدو په اړه د امريکائي چارواکو بيا بيا د نظر د څرګندونو باوجود تراوسه داسې څه موافقه نه ده حاصله شوې.
ځينې وائي چې د امريکې او طالبانو ترمېنځ بنيادي اختلافات هم هغه شان لاينحل پاتې دي.