په مرکزي غزې کښې یولس نور فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/radio/event-i151482-په_مرکزي_غزې_کښې_یولس_نور_فلسطینیان_شهیدان_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی نن په مرکزي غزې کښې په څو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په بریدونو کښې یولس نور فلسطینیان شهیدان شول.
(last modified 2024-08-18T10:27:22+00:00 )
Aug 18, 2024 14:52 Asia/Kabul
  • په مرکزي غزې کښې یولس نور فلسطینیان شهیدان شول

زمونږ خبریال راپور راکړی نن په مرکزي غزې کښې په څو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په بریدونو کښې یولس نور فلسطینیان شهیدان شول.

په الاقصی شهیدانو روغتون کښې طبي سرچینو وویل په دیر البلح ښار باندې د اسرائیلو په یوه برید کښې اوه فلسطینیان شهیدان او څو نور ژوبل شول.

دغه راز څلور نور فلسطینیان په مرکزي غزې تړانګه کښې په نصیرات کډوالو کیمپ باندې  د اسرائیلو په یوې بلې حملې کښې شهیدان شول او څو نور ژوبل هم شول.

عیني شاهدانو وویل چې د اسرائیلو توپونه چې د غزې تړانګې په ختیځ کښې دیره دي  په مغازي او بریج کیمپونو او په دیر البلح سیمو سختې ‌ډزې کوي.

بل خبر دا چې د غزې په جنوب کښې یوه قبر کیندونکي نجي ابو خاطب(Najy Abu Hateb)وویل په غزې کښې هره ورځ سلګونو مړي خاورو ته سپارل کیږي او د مړیو د ښخولو لپاره اوس هیڅ ځای نشته.

هغه وویل زه شپه ورځ قبرونه کندم او ستړی شوی یم.

دغه قبر کیندونکي وویل زه غواړم چې دغه جنګ زر ختم شي.