د امریکا جنګي الوتکو پرون بیا په یمن بریدونه وکړل
(last modified Sun, 23 Mar 2025 23:47:03 GMT )
Mar 24, 2025 04:17 Asia/Kabul
  • د امریکا جنګي الوتکو پرون بیا په یمن بریدونه وکړل

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن رسنیو په صعده ولایت باندې د امریکا د نویو هوايي حملو خبر ورکړ.

د یمن د المسیره ټیلي ويژن خبریال په یوه راپور کښې په صعده ولایت باندې د امریکا نویو بریدونو ته په اشارې سره وویل د امریکا جنګي الوتکو د یمن په شمال کښې په صعده ولایت باندې دوې(۲) حملې وکړې.

دغه حملې وروسته له دې وشوې چې د امریکا جنګي الوتکوی پرون سهار هم د یمن په صعده ولایت کښې په سحار او  کناف سیمو باندې بریدونه کړي وو.

د امریکا دغه حملې په داسې حال کښې کیږي چې د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون په یوې بیانیې کښې د نیواکي فلسطین په یافا سیمې باندې د  عملیاتو او د هغو د بریالیتوب او په تل اویو کښې په بن ګوریون هوايي ډګر کښې د الوتکو د تګ راتګ د بندیدا خبر ورکړ.

هغه وویل د یمن ځواکونه په سور سمندر کښې د امریکا د ټرومین د جنګي الوتکو له وړونکي جنګي  بیړۍ او یوشمیر نورو کشتیو سره نښته وکړه.

امریکا له انګلستان ، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اسرائیلو د نیواکګر او ظالم رژیم تر ټولو ستره ملاتړي ده.

امریکا او اروپايي هیوادونه د صهیونیسټ رژيم د ژوندي پاتې کیدا سبب ده ګڼي دغه رژیم به اوس وخته له مینځه تللی و.