د ایران خارجه وزیر وویل زه ډیپلوماټ یم او زما ماموریت سولې ته رسیدلي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان له المنار ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې زه ذاتا ډيپلوماټ یم او زما دنده د سولې لاس ته راوړل دي وویل باور لرم چې د ډيپلوماسۍ کړکی هماغه راز خلاص دی او د خبرو اترو له لارې د حل لارې د پیدا کولو لپاره حقیقي امکان شته.
د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران د یورانیمو پخول د خپلو ساینس پوهانو یوه تر ټولومهمه بریا ګڼي او هیڅکله به ترې تیر نشي وویل د یورانیمو پخول زمونږ د طبي او د صنعي ضرورتونو د پوره کولو لپاره اړین او ضروري دي.
هغه وویل د ایران ځینو ساینس پوهانو د دغه بریا د تحقق په لاره کښې خپل ژوند ورکړی دی او مونږ به هیڅکله د یورانیمو له پخولو شاتګ ونکړو.