ایلان ماسک په ولسمشر باندې نیوکې سره ستره غلطۍ کړي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس وویل میلیارډر ایلان ماسک په ټولنیزو رسنیو کښې په ترخو او لمسونکو پیغامونو کښې په ولسمشر ټرامپ باندې نیوکې سره ستره غلطۍ کړي ده.
هغه پرون د دنیا د تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک او د تر ټولو قدرتمن کس ډونالډ ټرامپ ترمینځ له عمومي جنجال وروسته هڅه وکړه د ایلان ماسک توندې نیوکې د یوه احساساتي کس په توګه چې ناهیلی شوی دی بې اهمیته وښيي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس وویل هیله من یم چې په نهایت کښې ایلان ماسک مونږ ته بیرته راوګرځي شاید دغه کار اوس امکان ونلري ځکه چې هغه ډیر تند شوی دی.
د امریکا د ولسمشر د مرستیال جی ډي وینس دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ریپبلیکن ګوند نورو غړیو په تیرو څو ورځو کښې له ولسمشر ټرامپ او میلیارډه ایلان ماسک څخه چې میاشتو میاشتو مخکې د یوه بل نږدې متحدان وو او زیات وخت یې هم له یوبل سره تیر کړی دی غوښتي دي چې خپلې اړیکې ښې کړي.
د ایلان ماسک په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې ګڼ شمیر پیغامونه چې په ولسمشر ټرامپ یې نیوکه کوله په داسې حال کښې خپاره شوي چې ولسمشر ټرامپ ایلان ماسک یو ناراضي او لیونی بللی او ګواښ یې کړی د ایلان ماسک له شرکتونو سره به د امریکا حکومتي تړونونه ختم کړي.
ایلان ماسک دغه راز د امریکا د ولسمشر ټرامپ د استیضاح غوښتنه هم کړي ده.
د امریکا ولسمشر ټرامپ چې یو سرزوری او بې منطقه سړی دی هڅه کوي چې د ایلان ماسک له شرکتونو سره د امریکا د حکومتي ادارو ټول تړونونه لغو کړي چې دغه کار به ایلان ماسک ته په میلیارډونو ډالره تاوانونه ورسوي.
ایلان ماسک دغه راز ویلي دي که چیرې ټرامپ سره زما رسندوي او مالي مرستې نه وائ نو د ولسمشرۍ انتخابات نشو ګټلای.