د ولسمشرۍ انتخابات،د ولس د زیاتره ګډون اهمیّت
(last modified Tue, 15 Jun 2021 12:59:22 GMT )
Jun 15, 2021 17:29 Asia/Kabul
  • د ولسمشرۍ انتخابات،د ولس د زیاتره ګډون اهمیّت

 د  تهران دپښو خپرونې خوږو مینه والو  په دې شیبو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ د انتخاباتو ترسره کیدا ته څو ورځې پاتې دي . ددغو انتخاباتو د کا ندیدانو  له رسمي اعلانه وروسته د انتخاباتي کمپاین په پیلیدا سره،سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو  خپل انتخاباتي فعالیتونه اوج ته رسولي دي څو د انتخاباتو فضا لا ګرمه او ولولناکه کړي .

  دغه سیالۍ  البته  د معمول په اساس ،کړچارونو او د پروګرامونو اونظرونو  د وړاندې کولو په کرکتنې او نیوکو سره  یوځاي دي چې له مختلف اړخونو له یوه پلوه  د صالح ک اندید له ټاکلو سره مرسته کولی او له بل پلوه  کاندیدان د ولس غوښتنو ته د ځواب وئيلو لپاره  لاپیاوړو پروګرامونو  وړاندې کولو ته  هڅولی شي .

له دې اړخه،د انتخاباتو د ډګر لپاره،په تیره بیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو  په باب ، یوه تر ټولو ولولناکه  او جاذبه صحنه ،د رایو په صندقونو او مرکزونو کې  د خلکو پراخ ګډون دی .

 په ایران کې  انتخابات،د ولسمشرۍ د اورګان ،پارلیمان، درهبرۍ دخبرګانو د شورا پشمول چې د رهبرۍ د ټاکلو مسئولّیت  د ضرورت په موقعه په غاړه لري ، د نظام په درستو حساسو  او سترو برخو کې او همداراز د ښارونو او کلو د  اسلامی شوراګانو د جوړولو لپاره ترسره کیږي.

               په دیني ولسواکه نظام کې،د خلکو اراده او غوښتنه له یوه خاص شان او منزلته برخمنه ده  او د اسلامی جمهوري  حاکمیّت د راپنځیدا او  دوام لامل دی . په اسلامی نظام کې   خلک انتخابوي ، فیصله کوي ، او د هیواد د اداره کولو برخلیک  د خپلو ټاکل شوو استازو په وسیله په اختیار کې لري . نو ځکه  په اسلامی نظام کې د خلکو  رول ته په پام سره ، دانتخاباتو په مختلفو پړاؤنو کې د دوي دګډون اندازې ته تل پام او ورباندې ټينګار شوی دی .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په انتخاباتو کې د  خلکو  د پراخ ګډون د ضرورت او دهغه د ځائيګي په باب فرمائي ؛ د مونږ هیواد  د خلکو په رایو تکیه کوي،علت ئې داچې دملت دښمنان  اودغه ټاټوبي ته د تمه دارو سترګو غړونکي  په وروستیو څو کلونو کې  نه دي توانیدلي  کوم تاوان ورسوي ، ، په مختلفو ډګرونو کې د ولس پراخ ګډون او کلکه اراده او ولولناک  شتون دی .

د هیواد په برخلیک کې  ګډون پر دې سربیره چې د هیواد د مدیریّت په ټاکنې او اداره کونې کې رول لري،د دښمنانو د دښمنیو او په شنډولو کې ئې هم تر ټولو ستر رول لوبوي .

 دغه ټينګار ښئ چې د ایران په اسلامی جمهوری نظام کې د ټاکل شوي ډیموکراسۍ بیلګه چې د اسلام په پاک دین کې ریښه لري،خلکو ته کوم  آوزاري نظر نه لري  او د الهي او انساني  ارزښت  په درستو سیاسی مرحلو او ټولنیز ژوند  کې ورته ډير اهمیت  ورکوي .

د سیاسی چارو یو کارپوه او تکړه شناندی صالح اسکندري وائي،د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پر حق  پال او دنده لرونکو کړچارونو مشتملې زیاتره  سیاسی او اقتصادي انګیزې   لامل کیږي ،  رای ورکونکي  د رایو په مرکزونو کې شتون پیدا کړي .

په همدې اساس ، په ایران کې ددینی ولسواکۍ په ماډل کې خلک  په سیاسی ډګر کې او د اسلامی جمهوری نظام لپاره په انتخاباتو کې په ګډون سره  دمقبولیّت په رامینځة کونې کې په بشپړ ډول آزاد دي  او لومړنۍ  او وروستۍ خبره کوي .

                په کویت کې  یو غوره لیکوال او رسندوئي فعال میثم محمد جوشي په دې باب یوه جالب ټکي ته اشاره کوي او وائي؛د ایران اسلامی جمهوری ډيموکراسي  دعربو هیوادونو د ډيموکراسۍ په وړاندې   دبیانولو وړ نه ده  او ایرانیان  په آزاده توګه او له کوم مشکل پرته  پر خپلو مسئولانو نیوکې کولی شي .  دعربو هیوادونو خلک  له بده مرغه  یوازې د غاښونو په کلینیکونو کې  خپله خوله خلاصولی شي، او دنظام په ضد  دهیڅ ډول نیوکو  او اعتراض حق نه لري .

 له دغه واقعیّت سره سره  په هرو انتخاباتو کې چې  په ایران کې ترسره کیږي ، غرضي رسندوئې، ددغو انتخاباتو  په ضد دروغجنې فضا جوړونې پیلوي . دغه تالی څټي او پيّلي  او غرضي رسندوئې  البته ښې پوهیږي ،چې   په انتخاباتو کې د ایران د ولس  پراخ ګډون  په لویدیځي آسیا سیمې کې  بې مخینې او په نړۍ کې بې ساری دي . 

پراخ او مختلفو مشارکتونه او ګډون ،  په حقیقت کې د بدغواړو  او دښمنانو  د دسیسو په وړاندې د اسلامی نظام  دخوندي ساتلو لپاره سټراټژیکه ذخیره  ده . له دې امله  په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون سویه، په ایران کې د قدرت په یوې مهمې مولفې بدله شوې ده  او په بله معنا،که لازیاته روښانه ووئيل شي،په انتخاباتو کې  لازیات ګډون،د ایران لپاره د ؛امنیت او  اقتدار ؛دوې مهمې مقولې ډالۍ کوي  او  ددوي اوسنۍ سویه به  هماغه راز لا لوړه وساتي .

د  ایران د روحانیّت د ټولنې  یا د جامعه روحانیّت د  ګوند ویندوي غلام رضا مصباحي مقدم  ټينګار کوي ، مونږ ډير زیات ، د ښه انتخاب لپاره  له محدود مشاکرت سره مخالف یوو .ما په کرتو دغه دریځ غوره کړی  او وئیلي مو دي،چې د جامعه روحانیّت مبارز غورځنګ  دخلکو له لاپراخ ګدون سره  پخلا دی . په حقیقت کې  دجامعه روحانیّت  نظر ، کوم ګوندي   نظر نه دی ،بلکې هماغه ملی نظر دی .

             د ایران دپوهنتونونو  یو تکړه استاد او سیاسی فعال تجفقلي حبیبي  هم باؤري دی چې  په ایران کې انتخابات  د هیواد د اداره کولو لپاره یو اصلي رکن دی  او دا ولس دی چې  په  انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره دخپل راتلونکي ته ډير اهمیّت ورکوي . په هرحال دا خلک دي چې د فکري ،اقتصادي او سیاسی لیدتوګو په باب  او البته  دخپل راتلونکي لپاره  په انتخاباتو کې په ولولناک او پراخ شتون سره  فیصلې کوي . . د ایران د خلکو لپاره دا  موضوع  چې  دهیواد راتلونکی د کومو سیاسی شخصیّتونو په لاس کې ورشي ، ډير زیات اهمیّت لري .

 په ایران کې د انتخاباتو تجروبه ښئ چې  د  اسلامی جمهوری  نظام بنیاد  له هماغه پیله   پر انتخاباتو او په دغې مهمې پیښئې کې د ولس  پر پراخ ګډون  دریدلی دی . ددغه ګډون او حاضریدا اهمیّت  حتی که  د یوه خاص سیاسی بهیر له ناکامۍ سره  یو ځاي هم شي ، د هرې انتخاباتي سټراټژۍ  په سر کې  راځي .  هغه احترام او ارزښت چې  په ایران کې د دینی ولسواکۍ باندې په مشتمل نظام کې  د خلکو او ګوندونو ته ورکول کیږي ،د اسلامی جمهوری نظام او  ولس په ملګري کولو او یو ځاي کولو کې نښلونکي یوه همیشنۍ کړۍ  ده . له دې امله  په اسلامی جمهوری نظام کې انتخابات ،داخلی او بهرنیو حساسیّتونو ته په پام سره ، یوازې د یوه کس او یوه لوري راي نه دی ، بلکې  په هیواد کې درست سیاسی سسټم او نظام ته راي ورکول دي .

 د ا یران په اسلامی جمهوریت کې  د خلکو د سیاسی نظم ټينګیدا ،  دخلکو پر  رایو په تکیې او  د رایو په مرکزونو کې د خلکو په هوښیار او ځير شتون سره توانیدلی دی،دډول ډول  دسیسو،جنګونو ،ترورونو او بندیزونو په وړاندې  وکړي .تجروبې همداراز  ښودلې ده،چې دغه ګډون  اندازه  هرکله  کمه شوې ده،له دې ورتیر چې  کوم کاندید غوره شوی ،دباؤنه  لازیات شوي دي .

 د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سید علی خامنه اي په تعبیر  درست ولس و کاندیدان ،حکومت او چارواکي  باید  دانتخاباتو په قدر پوهه شي ، ځکه چې  د پراخو ،ولولناکو،ځوږ پورته کیدونکي  او تاند او سالمو  او له امنیته برخمنو ا نتخاباتو ترسره کیدا،د اسلامی جمهوری نظام  لپاره یوه ذخیره ده  او  ورته ډير زیات  خوندیتوب ورکوي .

په حقیقت کې په انتخاباتو کې دخلکو  د ګډون اندازه به،په نړیوال نظام کې  د ایران سیاسی قدرت او اقتدار زیات کړي،ځکه انتخابات،د هیواد په سیاسی ډګر کې د خلکو د  شتون  یو حقیقي او عیني ځاي دی  او همدغه  پراخ ګډون او شتون د اسلامی نظام او خپل برخلیک په باب لوبونکی رول او  همدغه پراخ ګډون،د سرزورو او زیات غواړو په وړاندې د دریدا لپاره یو محکم او پیاوړی اساس  دی .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه