د وږي اتمه نیټه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ-۲
(last modified Wed, 01 Sep 2021 09:35:21 GMT )
Sep 01, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • د وږي اتمه نیټه، له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ-۲

د وږي د میاشتې اتمه نیټه په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ نوموله شوې ده. دا پیښه په ۱۳۶۰ لمریز کال کښې د ایران د ولس د یوشمیر منتخبانو او د نظام د مسئولانو د وژلې د پیښې رایادونکې ده.

د وږي د میاشتې اتمه نیټه په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ورځ نوموله شوې ده. دا پیښه په ۱۳۶۰ لمریز کال کښې د ایران د ولس د یوشمیر منتخبانو او د نظام د مسئولانو د وژلې د پیښې رایادونکې ده.

په دې اړه تاسو زمونږ د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ وړومبۍ برخه په تیرو خپرونو کښې واوریدله او اوس یې له دویمې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو په دې هیله چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/*/*/

د ایران د ولسمشر محمد علي رجايي او وزیراعظم محمد جواد باهنر او د هغوي د څو ملګرو ټرور د هغو ترهګرو اقداماتو یوه برخه ده چې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ او د لویدیځ په جاسوسي او استخباراتي ډلو پورې د پیئلو انقلاب ضده عواملو په لاس، د ایران د تازه جوړ شوي جمهوري اسلامي نظام د ړنګولو په موخه ترسره شوي دي.

مهمه پوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ حقیقي ماهیت څه دی او جرړې یې چرته لټول پکار دي؟

په سیاسي کلتور کښې ټرور ویرې او وحشت په معنا د لاتین له Terror څخه اخیستل شوې او د هغه کس یا ډلې کړچار او عمل ته ویل کیږي چې د ویرې په رامینځته کولو او د زور په کارولو سره خپل سیاسي هدف ته رسیدل غواړي. په فارسۍ یا پښتو کښې هم ټرور د ډیرې ویرې، ترهې او وحشت په معنا دی او ټروریسټ یا ترهګر خپله د ترور عامل یا د ویرې خورونکي، قاتل یا د هغه چا پلوي ته ویل کیږي چې خپل هدف ته د رسیدو لپاره یو کس ووژني یا ویره او ترهه رامینځته کړي.    */*/*/*/*/

ترهګر اقدامات هم د شخصیت د وژلو، حکومتي ترهګرۍ، نړیوالې ترهګرۍ، ایټمي ترهګرۍ او د سایبر ترهګرۍ په شان په مختلفو ډولونو ویشل کیږي. الوتکه تښتول یا هایی جیکنګ، ولجه کول یا برمته کول، ورانکاري، بم ایښودل او داسې نور کارونه د ترهګرو له خوا ترسره کیدونکو کارونو کښې شامل دي.

د شخصیتونو یا کسانو په ټرور کښې هدف دا وي چې خپلو سیاسي اهدافو ته د رسیدو لپاره هغوي له مخې لرې کړې شي یعنې ووژل شي چې داشان يې موخو ته د رسیدو خنډ ختم شي.

ترهګري هم داشان د حکومت د استفادې وړ یې طریقې په توګه استعمالیدې شي. د حکومتي ترهګرۍ اصطلاح زیاتره په نورو هیوادونو کښې د تاوتریخجنو اقداماتو په نیغ په نیغه برابرولو یا د تشددناکو اقداماتو له ترسره کونکو سره په غیرمستقیمې مرستې کښې د بیلابیلو حکومتونو د عمل د بیانولو لپاره کارول کیږي.

د اقداماتو دې ټولګې ته په پام سره د ۱۹۳۴ کال په دسمبر میاشت کښې د ملګرو ملتو جامع شورا د رایو په اتفاق سره یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په کښې ټینګار شوی و چې ټول هیوادونه باید د ترهګرو اقداماتو د مخنیوي لپاره خپل ټول توان وکاروي او په دې لړ کښې له نورو هیوادونو سره هم ملګرتیا وکړي. د یادې کمیټې د کار نتیجه (د ترهګرۍ د منعې او سزا د تړون) تر عنوان لاندې د یو کنونشن په توګه د ۱۹۳۷ کال د نومبر په شپاړسمه نیټه تدوین شوه. دغې مصوبې ترهګري په یو کلي چوکاټ کښې خلاصه کوله. د جنیوا د ۱۹۳۷ کال د موافقې له مخې، د ترهګرۍ مفهوم د یو هیواد یا حکومت خلاف یوازې د فردي اقداماتو په چوکاټ کښې تعریف شو. د دغې موافقې یوازنۍ ځانګړتیا دا وه چې یوشمیر جرمونه یې په مشخصه او مصداقي توګه ټاکل چې د ترهګرۍ په توګه وپیژندل شي.

خو دغه هلې ځلې د دویم نړیوال جنګ په پیلیدو سره د جنګي حالاتو تر اغیزې لاندې راغلط او کومې معلومې نتیجې ته ونه رسیدلې.

*/*/*/*/*/*/

د ملګرو ملتو له جوړیدو وروسته د ترهګرۍ موضوع یوځل بیا د نړیوالو حقوقو په کمیشن کښې مطرح شوه. دغه کمیشن د حکومتونو د حقوقو او دندو په هکله یوه بیانیه برابر کړه. داشان له ۱۹۴۷ نه تر ۱۹۵۵ کلونو کښې دغه هلې ځلې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ۱۱۸۶ پریکړه لیک په تصویبیدو سره چې په تیري او ترهګرۍ پورې اړونده دی، نتیجې ته ورسیدلې.

خو ترهګرۍ بیا هم پراختیا وموندله او لانوي اړخونه یې غوره کړل. ترهګري د ساړه جنګ او یو بل د تاواني کولو لپاره د ختیځ او لویدیځ د دوو سترو قدرتونو ترمینځ د سیالۍ په دوران کښې لاپراخه شوه.

له سوړ جنګ وروسته د نړیوالې ټولنې بدلونونو مختل هیوادونه د سترو قدرتونو او د جنګ د ګټونکو د لاسوهنو تر اغیزې لاندې راوستل او نړیواله ټولنه له نویو ستونزو سره مخامخ شوه په داسې حال کښې چې د ترهګرو اقداماتو د معلومولو لپاره د ملګرو ملتو کوششونه کم اثره شوي وو. دا پیښې له هغو بهیرونو سره چې د صهیونیسټانو په لاس فلسطین د ویشلو په شمول د لویدیځې آسیا د یوې برخې د ټوټې کولو په وختو کښې لازیاتې شوې.

په دغه پړاؤ کښې د زرګونو فلسطینیانو د بې کوره کولو لپاره ټرور او وحشت، سپیرو استعماري او نیواکګري اهدافو ته د رسیدو په موخه نړیوالو ته  د ترهګرۍ یو نوی شکل وښوده. صهیونیسټي ډلو په فلسطینیانو باندې د رعب اچولو هڅه کوله او د (اشترن) او (هاګان) په شان جنایتکارو ډلو بوږنونکو وژلو ته مخه کړه. په دغو وژلو کښې د (دیر یاسین) مشهور قتلِ عام ته اشاره کوې شو.

*/*/*/*/*/*

د صهیونیسټي رژیم له جوړیدو وروسته ترهګري په لا څرګند ډول د نیواکګرو د اهدافو په خدمت کښې راغله. صهیونیسټانو د ډول ډول ترهګرو اقداماتو په کولو او وسله والو بریدونو او ډله ایزو وژلو سره په دغې طریقې عمل وکړ. دغو تحرکاتو په داسې حالاتو کښې پراختیا وموندله چې د ملګرو ملتو ترهګرۍضده پریکړه لیکونو او د ترهګرۍ په ټاکلو او پیژندلو کښې یې کنونشنونو ونه کړې شول دغه اقدامات د ترهګرۍ د مصداق په توګه وغندي.

په دې لړ کښې یوازنې د پام وړ اقدام هغه پریکړه لیک و چې عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۵ کال د ستمبر په یوولسمه نیټه تصویب کړ. په دغه پریکړه لیک کښې، د نړیوالې صلحې او امنیت د ګواښل کیدو په صورت کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د امنیت شورا د رول لوبونې د ضرورت یادونه شوې ده.

خو په عین حال کښې د ملګرو ملتو امنیت شورا تر ۱۹۹۹ کاله پورې ترهګري لاهم په موردي او خاصه توګه غندله. امنیت شورا په دغه کال په وړومبي ځل د ترهګرۍ په هکله د سپارښتنې په توګه یو پریکړه لیک صادر کړ خو د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې پیښې امریکایانو ته یو داسې بیل فرصت برابر کړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادعا په جامه کښې د تش په نامه مخه نیونکو اقداماتو لپاره د امنیت شورا له اجازتنامې ګټه پورته کړي. امریکې په دې لړ کښې وړومبنې ګام په افغانستان باندې ډیر په تیزۍ سره د حملې په کولو او د دغه هیواد په نیولو سره پورته کړ.

خو لږه موده نه وه تیره چې د ترهګرو ډلو په وړاندې د لویدیځ دوه ډوله سیاستونه د القاعدې او داعش تر عنوانونو لاندې د ترهګرۍ د نویو ښکارندو په راڅرګندیدو سره رسوا او په ډاګه شول او ویې ښودله چې لویدیځ له ترهګرۍ سره د مبارزې هیڅ نیت او اراده نه لري.

په حقیقت کښې له ترهګرۍ سره د لویدیځ دوه ډوله او منافقانه چلند د نړۍ په کچه د ټرور او وژلې د دودولو لاره هواره کړه او ترهګري نن سبا د نړۍ د ټولو ولسونو لپاره په یو ګواښ او خطر بدله شوې ده.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی