د  ایران  ددفاعی توانمنیو ځلیدا  او ویاړونه 
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i106330-د_ایران_ددفاعی_توانمنیو_ځلیدا_او_ویاړونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځاي دفاعي توانمنیو د زیاتیدا د لړۍ په  دوام کې  اوس هم د توفان توغندي نومې دفاعي سسټم د نوښت په اړه له مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، یادونه کوو چې د مطلب د اوږدو والي په وجه دغه وینا په دوو برخو کې تاسو ته وړاندې کیږي. هیله ده  د استفادې وړ مو ګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2021 14:10 Asia/Kabul
  • د  ایران  ددفاعی توانمنیو ځلیدا  او ویاړونه 

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځاي دفاعي توانمنیو د زیاتیدا د لړۍ په  دوام کې  اوس هم د توفان توغندي نومې دفاعي سسټم د نوښت په اړه له مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، یادونه کوو چې د مطلب د اوږدو والي په وجه دغه وینا په دوو برخو کې تاسو ته وړاندې کیږي. هیله ده  د استفادې وړ مو ګرځي .

د نوو  او ماډرن جنګونو په ډګر کې ؛د جنګ د ډګر د اصلي ټانک ؛ په څیر د ډول ډول زغروال تجهیزات  او د پلي نظام ډول ډول  پوځي زغرګاډي په یرغلیزو او دفلاعی عملیاتو کې مهم رول لوبوي .

 یو مهم ټکی چې  د ډول ډول زغروالو تجهیزاتوپه بشپړتیا سره ، د توپونو ،لانچرو او  په نهایت کې د  ټينک ضده مختلفو توغندیو په څير  وسلې  هم  له دوي سره  دمقابلې لپاره  پرمخت تللي او عملیاتي شوي دي .  په اوسني وخت کې د ټانک ضده  ماموریتونو ترسره کول،په ټانک ضده توغندیو باندې د سنبالو یونټونو او پرسنلو په غاړه دي . نو ځکه د نړۍ د سترو پوځونو  د پام وړ یو ټکی،د ټانک ضده پرمختللو توغندیو برابرول دي چې د زغروالو تجهیزاتو  او ټانکونو  او بکتر بند ګاډو یا زره پوشو  ګاډو  کې د نفوذ دتوانمنیو سره ،  په  جنګي ډګرونو کې  له  ماډرن ګواښونو سره  دمقابلې لپاهر  لازیات دقت او په لیرې فاصلې په شیشت لګیدونکي  دي .  په دې لړ کې په ایران کې  هم   د تپلي جنګ له وخت راهسې  د ټانک ضده ځاي توغندیو جوړول په  ایجنډا کې شامل شول  چې  دا مهم  د امریکا  د بی جي ایم  ۷۱ ټاؤ نومې ټانک ضده توغندي په  اپوټه  انجینئرینګ سره  عملی شو . ټاؤ نومې توغندی ، چې پر هدف  تر پنځه نوي فی صدي سم  احتمالي شیشت  سره برابر شوی، په تپلی جنګ کې  د اسلام د مبارزانو په لاس کې یوه  ستره بریا پاتې شوي ده . په وروستیو  کابو درو لسیزو کې  د توفان په عنوان سره  د ټاؤ نومې توغندي د ځاي  بیلګې دبشپړ ولو بهیر  دوام موندلی او  د هغو  جوړه شوي تر ټولو وروستۍ بیلګه ئې  توفان اوه  نومیږي  چې  د توفان یو  په نامې سره د لومړنی ماډل په نسبت  د پام وړ پرمختګونه  لري .

           د تپلي جنګ په دوام کې  له یوه  پلوه د بعثي د ښمن  له زغروالو تجهیزاتو  سره  دمقابلې لپاره د ټاؤ نومې توغندي  ډير زیات ضرورت ته په پام سره  او له بل پلوه  د ټاؤ توغندي  په اپوټه د انجنئیریډ شوی پلان په هیواد کې د ځينو امکاناتو او بیخ بینائي تاسیساتو  شتون شروع شو ، او په نهایت کې  د داخلی متخصصانو په  زیار او هڅې سره ، د خیبر نومې عملیاتو  وروسته ، چې د ۱۳۶۲لمریز کال کې  د کب په میاشت کې ترسره شو  او  تر یونیم کال پورې  په کوټلو هلو ځلو سره ،ددغه توغندي  په داخل کې جوړې شوي لومړنۍ نمونه  په ۱۳۶۴ لمریز کال په نیمائۍ  کې جوړه شوه . د جنګ په پړاؤ کې د ایران جوړ شوی ټاؤنومې لومړنی توغندي په پټه وآزمویل شو ،  هغه آزموینه  قانع کونکي نه وه ، خو ځوانو متخصصانو خپلو هلوځلو  ته په  دوام ورکړ او  له یوه کال هم په کمې مودې کې ئې بیا د جنګ په ډګر کې پر عراقي ټانکونو دغه توغندی په بریالیتوب سره وآزموئيۀ. د سپاه پاسدارانو  د وخت  یوه مسئول مقام محسن رفیق دوست د ۱۳۶۶لمریزکال د کب دمیاشتې په یوویشتمه نیټه  په یوه ټيلیویژني پروګرام کې  په شیشت په  دقیق ډول د توغندي د شړلو او لګیدنې  یو لنډ فلم  راوړی ؤ چې په خپرونې سره ئې د ټاؤ نومې توغندي کاپي شوي نمونې لوړکړچار،چې په هغه وخت کې ئې شهیدفهمیده نوم پرې کیښودلی ؤ  اثبات شو،په دې توګه  ټاؤنومې ایراني توغندي  دنمونې جوړول  پيل شول او  ددغه توغندی دځلانده عملیاتي کارنامې ته په پام سره ،  ددې پراختیا او ډول ډول ماډرن انداز سره  تولید او هم د وسلوال ځواک په سطح  ددغه توغندي  کارول په نظر کې ونیولل شول .

Image Caption

 

              د ۱۳۹۳لمریز کال د غبرګولې په اته ویشتمه نیټه ، د ایران ددفاع وزارت  د هوافضا صنائعو د ادارې د  وخت مشر سردار  سید مهدی فرحي  د لومړي ځل لپاره د توفان نومې توغندیو  دنهائي  کیدا خبر ورکړ . هغه د ؛ مځکني ځواک د برلاسه مهماتو ؛ به عنوان سره  په یوه سیمنار کې  ووئیل ، مونږ د ټاؤ نومې توغندي  په هماغه پلیټ فارم  سره ، طوفان توغندي  په اوو مرحلو کې  یعني له طوفان لومړي ډول  رانیولې د طوفان اوه  نومې توغندي پورې  تولید کړي دي او  دغه بهیر دوام لري  او د طوفان نومې توغندي تر  یولس ډولونو پورې  تعریف شوي دي . همداراز  سره له دې چې  د توفان درې ډوله توغندي تر جوړیدا پورې  د ټاؤ نومې امریکائي توغندی ، دبیلګې په توګه مطرح ؤ ، خو له توفان څلور  توغندي څخه ددفاعي متخصصانو  دځانګړو نوښتونو او نویوالو  شاهدان  یوو ،په دې توګه چې ، په بشبړ ډول له مخکيني بهیره ، یعني د ټآؤ دماډل په اساس له حرکت او بهیره واټن واخستل شو او نوي تولیدات، په اوڅاره توګه  او په نوو او زیاتو وړتیاؤ سره خاصومشخصاتوسنبال شول. ایراني ټانک ضده توفان  نومې توغندي په کرتو په داخلی او بهرنیو دفاعی نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي او ددفاعي چارو د کارپيژاندود پام وړ وګرځيدل  او په عین حال کې ، په عراق او سورئې کې د ترهه ګرو ډلو په ضد دپه جنګ کې  د دغو توغندیو په کارونې سره ،  د زغروالو تجهیزاتو او ټانکونو  او دغه راز د  خودکشو ګاډو  دتباه کولو لپاره  چې زیاتره په ټانګ ضده وسپنیزو پلیټونو باندې سبنال شوي ،  له لیرې واټن سره  او  هدف ته  له رسیدا مخکې  په شیشت کې راوستل کیږي .        

Image Caption

 

لومړی توپان:  د تاو توغندي  ځایي بېلګه ده چې په دیارلس سوه اویایم کال کې د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع  وزارت له خوا  په ګڼ شمېر کې  جوړه شوه او توفان ونومول شوه چې په ځینې ځانګړنو کې  تر خپلې بهرنۍ بېلګې زیاته ښه او پرمختللې ده.  په دغه پرمختګونو کې  د درې اشاریه شپږ کلوګرامه  خولۍ،  اتلس اعشاریه  پینځه کلوګرامه وزن،  په پینځه پنځوس میلی میټري  زغره کې د ننوتلو اندازه،  او  له اویا تر دې زره اته سوه پنځوس کلومیټره واټن ، او په سیکنډ کې  تر درې سوه لس میټرو زیات  سرعت ته اشاره کولی شو.  د دغه  توغندي موثره واټن  په ورځ کې درې زره پینځه سوه میټره او په شپه کې د حرارتي   نښه ویشتونکي سسټم  په مرسته  دوه زره پینځه سوه میټره دی او متوسط  سرعت یې  په الوت کې  په ثانیې کې دوه سوه څلوېښت میټره دی.

           دوهم توپان  نومې توغندی هم د غبرګوني چاودیدونکو زغرو د نویو ټانکونو استفادې ته په پام سره ، د توپان دوهم نسل دی چې په دوه پړاویزې خولۍ سره جوړ شوی دی. دوهم توپان،  د خولۍ یا وار هیډ  د یو سیخ په استفادې سره چې قطر یې څلویښت میلي میټره دی، د سیخ د پرانستل کېدو په حالت کې  یو سل پينځه څلویښت میلی میټره  اوږدوالی لري  او که سیخ یې بند وي نو یو سل شپاړس سانټی میټره اوږدوالی لري.  دغه سیخ  په مکانیکي ټیلیسکوپي ډول جوړه شول او  په سر کې یې یوه جنګي خولۍ ځای پر ځای شوې  او له غبرګوني زغرې سره د جنګېدو په  حالت کې،  لومړۍ خولۍ زغره له مینځه وړي او  بیا اصلي خولۍ د ټانک باډۍ ته ننوځي. د توپان دوه کلي وزن  نولس اعشاریه یو کلوګرامه دی ، د څلور اعشاره یو کلوګرام په اندازه جنګي خولۍ  لري او د نفوذ اندازه یې اوه سوه شپېته میلي میټره ده چې  د لومړي توپان په پرتله  اته دېرش اعشاره دوه فیصده زیاته ده . د دغه بېلګې نورې ځانګړنې منجمله نښه ویشتل،  او ګایډنس  د لومړي نسل په شان دی، په تېره بیا  د توپان د دواړو نسلونو په نښه د لګېدو احتمال  پینځه نوي فیصده اعلان شوی دی  دغه  توغندي  په کم واټن سره د شپې هم په هدف د لګیدو وړتیا لري.

(سیماب)

*****************************************