د لړم دیارلسمه، له استکبار سره د مبارزې ملي ورځ (اوله برخه)
د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د مناسبتونو او پيښو په کال هینداره کښې له استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده. دا ورځ د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې د دریو مهمو او برخلیک جوړونکو پیښو رایادونکې ده چې په مختلفو پړاؤنو کښې رامینځته شوې دي.
د ۱۳۴۳ لمریز کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه امام خمیني(رح) جلا وطن کړی شو، بیا د ۱۳۵۷ کال د لړم په میاشتې کښې د شاه په ځپونکي رژیم باندې له معترضو محصلینو څخه یوشمیر ووژل شول او ورپسې د ۱۳۵۸ کال د لړۍ د میاشتې په دیارلسمه نیټه د امام خمینې د لارې منونکو محصلینو د امریکې د جاسوسۍ ځاله (سفارتخانه) تسخیر کړه او دا ورځ د یادو دریو تاریخي پیښو بنیاد وګرځیدله. د دغو درې واړو پيښو ګډه ځانګړتیا، د استکبار په وړاندې اودریدل دي.
د ۱۳۴۳ کال د لړم د دیارلسمې نیټې په پیښه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د امریکې د استکباري سلطې خلاف یو حرکت کښې په یوې ایشوا کونکې وینا کښې چې په ایران کښې د کیپیچولیشن قانون په اعمالیدو باندې په اعتراض کښې یې وکړه، د ایران په ولس باندې د امریکې د سلطې مخالفت ته راپورته شو.
د کیپیچولیشن جرړه په استعمار کښې ده او استعمارپالو هیوادونو به دغه قانون په سلطې لاندې کمزورو هیوادونو باندې ورتپه. د امام خمیني دغه رسوا کونکی اعتراض د هغوي د نیول کیدو او بلآخره یې ترکیې ته د جلاوطن کیدو سبب شو.
د محصل په ورځ یعنې د ۱۳۵۷ کال د لړم په دیارلسمه نیټه هم یوه ډله محصلین چې د تهران پوهنتون په لور په تګ سره یې نیت درلود چې د محصلینو په ملتیا د خپل اعتراض غږ د ټولو غوږونو ته ورسوي خو د شاه د رژیم د ځپونکو ځواکونو له برید سره مخامخ شول.په دغې خونړۍ ځپنې کښې ۵۶ تنه شهیدان شول او سلګونو نور زخمي شول او دغه ترخه ورځ د زده کونکي ورځ ونوموله شوه.
هم داشان په تهران کښې د امریکې د جاسوسۍ د ځالې تسخیرول هم له نړیوال استکبار سره د مبارزې په لړ کښې یوه بله مهمه پیښه ده چې د ۱۳۵۸ کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نیټه د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې ثبت شوه.
په تهران کښې د امریکې د سفارت له نیول کیدو کابو اووه میاشتې مخکښې د ځینو بیلتون غواړو ډلو په مشرۍ د ایران د لویدیځ په سرحدي سیمو کښې یوشمیر نښتې وشوې چې اسناد یې بیا وروسته د امریکې په سفارتخانې یعنې د جاسوسۍ په ځالې کښې وموندې شول.
په تهران کښې د امریکې د جاسوسي اقداماتو او په کسانو او ادارو کښې یې د نفوذ د پلانونو ایشواکیدو وښودله چې د انقلابي محصلینو اقدام په ایران کښې د امریکې د ولکې او استکبار په وړاندې یو طبیعي غبرګون و چې د خلکو او انقلابي ارګانونو ملاتړ یې هم په ځان پسې درلود.
د امریکې د جاسوسي ځالې نیول په تهران کښې د واشنګټن د عملیاتو د پلانولو د یو مرکز پر ړنګیدو او د هغې د ډیرو طراحیو او دسیسو د ناکامه کولو سربیره، په سیمه کښې د امریکې د نفوذ په سیاست او امنیتي معادلاتو کښې هم موثر وو. د دغه انقلابي حرکت اهمیت دومره زیات و چې امام خمیني(رح) په یو پيغام کښې دغه خوځښت له وړومبي انقلاب نه ستر، دویم انقلاب ونوموه.
د معترضو محصلینو دغه حرکت د امریکایانو قهر راوپاروه او هغوي چې د خپلواکي غواړي او آزادي طلبه ولس یې نه شو درک کولې، د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف یې په یولړ اقداماتو لاس پورې کړ. داشان وو چې د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه له استکبار سره د ایران د ولس د مبارزې په سمبول بدله شوه او د ایران په تاریخ کښې د تل لپاره پاتې شوه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې لړ کښې په یوه وینا کښې وفرمایل: د ایران د اسلامي جمهوریت ټوله خبره چې د استکبار دنیا یې اندیښمنه او په قهر کړې ، مقاومت ته بلنه ده. د امریکې او د نورو تیري ګرو قدرتونو د دخالت او شرارت په وړاندې مقاومت او په اسلامي تعلیماتو باندې په تکیې سره د اسلامي دنیا د راتلونکي برخلیک په لاس کښې اخیستل. طبیعي خبره ده چې امریکا او ملګري یې د مقاومت د عنوان په وړاندې په حساسیت اخته دي او د اسلامي مقاومت له جبهې سره یې ډول ډول دښمنیو ته ملا تړلې ده.
د تیرو څلورو لسیزو په دوران کښې امریکې د ایران د خلکو خلاف یواړخیز قهري اقدامات ترسره کړي دي. په ایران باندې د حملې لپاره د عراق له بعث رژيم څخه پراخ ملاتړ او د اته کلن جنګ ورتپل، په ایران کښې د ترهګرو ډلو د اقداماتو لپاره بودجه، د ایران د سرحدونو ناامنه کول او د قومي شخړو لمسول او د ایران خلاف د ډیرو بې مخینو اقتصادي او درملیزو بندیزونو لګول، د هغو اقداماتو یوازې یوه برخه ده چې د ایران د تاواني کولو په هدف سره اجرا شوې ده.
خو د امریکې غلیمانه سیاستونه یوازې د ایران خلاف نه دي. لویدیځه آسیا هم په دې کلونو کښې د امریکې د لاسوهنو ډګر پاتې شوی دی. امریکې په سیمه کښې په ټوټې کونکو پلانونو او طرحو او د القاعدې په شان ترهګرو ډلو په جوړیدو او له داعش او ځینو نورو ترهګرو ډلو څخه په ملاتړ سره یې هڅه کړې ده چې په سیمه کښې سیاسي او امنیتي معادلات بدل کړي او د سیمې په هیوادونو باندې خپله ولکه وروتپي. د امریکې د سیاست نتیجه فقر او بې وزلي او د سیمې د هیوادونو ترمینځ جنګ دی او په حقیقت کښې امریکا خپله د سیمې د ډیرو ستونزو او ناامنیو او اخلافاتو لامل ده.
امریکایانو په ۲۰۰۳ کال کښې د عراق له نیواک وروسته په ډیر زیات لګښت سره یو پیچلې پروګرام اجرا کړ. د امریکې هدف په سیمه کښې د پوځي شتون ترڅنګ د (کلتوري او ټولنیز نفوذ) په دوو موضوعاتو متمرکز شو او په دې لړ کښې د امریکې اوږدمهاله سټراټیجک اقدامات، د پوځي ولکې ترځنګ په نرمو انتخابونو باندې متمرکز شول. امریکایانو هڅه وکړه چې د سیمې د هیوادونو په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کښې د بدلونونو بهیر د خپلو سیمه ایزو اهدافو او پروژو په لاره کښې مدیریت کړي.
بالکل په هم دغه هدف سره وو چې د داعش پروژې او په سیمه کښې د امریکې د ملاتړ وړ ترهګرو خپل ترټولو مهم هدف د عراق او سوریې د پیوستون او یووالي ختمول وټاکه.
خو لویدیځې آسیا د خپل تاریخ په اوږدو کښې ډیرې لوړې ژورې تجربه کړې دي. هغه تجربه چې د اروپايي استعمارګرانو د تفرقه اچونکو سیاستونو له پړاو نه واخلې په یوویشتمې پیړۍ کښې د امریکې د سلطه لټونې تر نوي دورانه پورې پیښې په کښې شاملې دي. خو دا تجربه ښودنه کوي چې په سیمه کښې استکباري سیاستونه ډیر دوام نه شي موندلې. په حقیقت کښې د امریکې ستره غلطي، په محاسباتو کښې د هغوي تیروتنه وه. امریکایانو په کراتو ښودلې ده چې د ولسونو له تاریخه او د هغوي له استکبار ضده مبارزو څخه سمه پوهه نه لري او دغه بې خبري تل د هغوي د کمزورۍ یو ستر ټکی دی.
امریکې په هم دې وجه د ویتنام په شان سترو جنګونو کښې سختې ماتې وزغملې خو له خپل تیر وخت نه یې عبرت وانه خیسته.
ګرانو مینه والو د دې بحث په دوام کښې به د دې لړۍ په راتلونکې برخې کښې د سیمې د ولسونو د استکبار دښمنۍ د بهیر د اهمیت ځیني نور اړخونه وڅیړو نو ترهغې درنه اجازه غواړو، د خدای په امان
*/*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی