په سیمې کې دتل پاتې امنیت مولفې، د رهبرۍ له نظره
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د تل پاتې امنیت د مولفو نومې لړۍ له ننني شپاړسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
دوستانو په نړیوال ډګر کې د امریکا بشری ضد اقدامات تل هم د جمهوری غواړو او هم د ډيموکراټانو د واکوالۍ په پړاؤنو کې موجود دي .البته د ډیموکراټانو په واکوالۍ کې ئې له سیاسی دخالته ماډل د جمهوری غواړو په واکوالۍ کې په پوځي دخالت بدل شوی دی .
امریکا البته له لاسوهونکو اقداماتو او د سیمې پر ملتونو د خپلې نفوذ د تپلو لپاره له پوځي قدرته له استفادې سره سره ، نن سبا له ځوړتیا او ښکاره ناکامیو سره لاس او ګریوان شوې ده . له تیرو څو لسیزو سره په پرلته کې د امریکا د قدرت لاکمزوری کیدا او د هغو غاښ ماتونکو ځوابونو په وړاندې په سربداله کیدا سره چې په سیمې کې امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د مقاومت له بهیره ترلاسه کړي دي او د ایران په ضد دامریکا د څلويښت کلنو شرارتونو ماتې،امریکا د قدرت د ځوړتیا او د هغو سختو ځوابونو او ګوزارونو د نتیجې ښودنه کوي،چې د امریکا سخت آوزاري قدرت ته وارد شوي دي .
په تیرو څلورو لسیزو کې،متحده ایالاتو،د ایران په ضد ډيرغلیمانه اقدامات کړي دي . په ایران باندې حملې ته د عراق دبعثي رژيم لمسول،د اسلامی انقلاب ضد عناصرو او ترهه ګرو ډلو ټپلو څخه ملاتړونه او د ایران د پولو ناکراره کول او داقتصادي جنګ پر دوام ټينګار ټول هغه اقدامات دي چې ایران ته دګوزار د ورکولو او دسیمې دناکراره کولو په موخې سره ئې ترسره کړي دي . دغه اقدامات،البته په نهایت کې د امریکا په تاوان ختم شوي دي او نن سبا ئې آثار او نښې نښانې ، حتی د امریکا د ټولنې په داخل کې هم رابرسیره شوي دي .
دمګړۍ دامریکا پنځه اتیا فی صدي شتمنۍ او قدرت د یوه فی صدي کسانو په لاس کې دی او دوي غواړي ، خپلې غوښتنې پر نورو وتپي او ځیني په دغه بهیر اعتراضونه لري،او هڅه کوي،چې دغه سسټم بدل کړي او په همدې چوکاټ کې د وال سټریټ دنیولو د غورځنګ په څير د غورځنګونو د راپورته کیدا او د اعتراضونو د خوریدا شاهدان یوو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په خپلو ځينو ویناؤ کې د امریکا د خباثتونو او سیاستونو د ناکامۍ پر حتمي کیدا،د امریکا د ځوړتیا د عواملو پر تاریخي کیدا او د نړیوال قدرت له ډګره د امریکاپه بې درکه کیدا باندې ټينګار کړی دی .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي په یولړ څرګندونو کېددې واقعیّت په بیانولو سره چې امریکا له هغه وخته تردې دمه هیڅ بدلون نه دی کړی،فرمائيلي دي؛هماغه شرارت،هماغه د لیوۀ په شان دړل،هماغه دنړیوالې دیکتاتورۍ د رامینځةکولو لپاره هڅه،او هماغه بې حده سلطه غواړی خوئ ،اوس هم په امریکا کې موجود دی،البته وحشي توب او سپين سترګیتوب پکې لازیات شوی دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې له غړو او دغه راز د اسلامی ریډیوګانو او ټيلیویژنونو د ټولنو له غړوسره په لیدوکاتو کې ، د امریکایانو دنقشې درې اصلي بهیرونه بیان کړل ، یعني د سیمې د هیوادونو تریمنځ داختلاف د رامینځةکولو سیاست، په اسلامی هیوادونو کې د کلتوري او اقتصادي نفوذ سیاست او په مسلمانانو کې درز اوتفرقې اچولو سیاست.
د دښمنانو دغه چلندونه او دسیسې دهغه تاریخي واقعیّت ښودنه کوي ، چې د امریکا قدرت او شتمنۍ هیڅکله هم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره نه دي کارول شوي .تیر وخت او اوسمهال پړاؤ دهمدغه واقعیّت ښودنه کوي .
د امریکا تاریخ ، د نړۍ دملتونو په ضد له جنایتونو اولاسوهنو ډک دی .په څه دپاسه دوه لکه شل زره کسانو په وژلو سره د جاپان د هیرشیما او نګاساکي په بمبارولو کې له ایټم بمه استفاده،له ۱۸۴۶کاله رانیولې تر ۱۸۴۸ کلونو پورې په مودې کې په میکسیکو جنګ کې دجنګي جرمنونو جنایتونه،چې د څه دپاسه لس زره کسانو دوژلو سبب شول ،په ۱۸۹۹کاله رانیولې تر ۱۹۹۲۶کلونو پورې په مودې کې په فلیپین کې په جنګ کې جنګي جنایتونه چې څه د پاسه دوه لکه کسان ئې قرباني کړي او همداارز په لکونو کسانو قرباني کولو سره له ۱۹۹۵۵ کاله رانیولې تر ۱۹۷۵ پورې په کلونو کې د ویتنام په جنګ کې بونونکي جنایتونه د ارمیکا د لاسوهنو د تاریخ ځيني برخې دي .
د امریکا یانو د بوږنونکو جنګي جنایتونو په دوام کې خبره دلته نه ختمیږي، بلکې هماغه راز دوام لري،په ګوانتانامو او ابوغریب ویرونکو او وحشتناکو زندانونو کې غیر انساني جنایتونه او د امریکا پر ټولنې د واکمنو بې عدالتیو او توکمپالنو باندې د ولس د اعتراضونو خونړۍ ځپنې د امریکا ځيني نوره چلندي ځانګړنې دي .
اوس دنیا ښه پوهیږي،چې امریکا د ډيرو جنګونو عامله او لامله ده او د خپلو نارواؤ ګټو لپاره ئې پر سیمې ناکراري او بې ثباتي تپلې ده . امریکا دغې موخې ته د رسیدا لپاره هره ورځ په یوې نوي پلمې او ټاکنې او موضوع پسې ده څو خپل غلیمانه کړچارونه ، چلندونه او زیات غوښتنې ، د بشری حقوقو څخه د ملاتړ او دترهه ګرۍ سره دمبارزې او د امنیت د رامینځةکولو په څير د ادعاګانو په برغولي پټې کړي .په د اسې حال کې چې په سیمې کې د بې ثباتیو او ناکراریو او د نړیوالې سولې اوا منیت په ضد د ګواښونو د زیاتیدا یو علت ، د متحده ایالاتو یو اړخیز پالنه ،پوځي لاسوهنې او د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتوهنې دي .
نن سبا لویدیځ او دهغو متحدان په داسې حال کې دانساني کرامت او بشری حقوقو ډنډورې وهني،چې په ډاګه او په روښانه ډول د سورئې ، عراق او یمن ترهه ګرو ته د مالی اوسلوالو مرستو دلیږد خبره کوي ، چې له امله ئې په دغو هیوادونو کې د دوي په لاس په جنایتونو کې داخلی جنګونه راپورته شوي او پکې په لسګونو زره خلک وژل شوي او په میلیونونو نور کډه په سر شوي دي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددې موضوع په بیانولو کې دې ټکي ته اشاره کړې چې امریکا ځيني شیان د نړیوالو معیارونو په توګه معرفي کوي، په هغو کې دا چې د امریکا ګټې پکاري دي په درستې نړۍ کې رعایت شي، که نه نو ،له امریکا سره په زرګونو کلومیټرو لیرې واټن هم که ولري ، نو بیا هم ورپسې ورشو او خپلې ګټې به تامین کړ و، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه د افغانستان او عراق پوځي نیواک هم یو همدغه اقدام دی چې دامنیت درامینځةکولو په پلمې سره پیل شوی ، البته نه یوازې په سیمې کې د امنیت دټينګیدا سبب شوی نه دی، بلکې په دغو هیوادونو کې د لکونو عامو خلکو د وژلو ډ کډوالۍ دسیل د راپورته کیدا ، دافراط پالنې د ودې او ناکراریو د زیاتیدا سبب شوی هم دی او دغه هیوادونه ئې د ویشل کیدا له بلا سره مخ کړي دي .
د یاد شوو مسئلو ټولګه ښئ امریکا،په سیمې کې دبې ثباتۍ د رامینځةکولو او د دغه هیواد د سیاسی او پوځی قدرت څخه د ورانکارې استفادې اصلي عامله ده .
تجروبې ښودلې ده،چې د پرَدیو له لاسوهنې پرته د سیمې د هیوادونو ملګرتیا او تعامل ،په سیمې کې د تل پاتې امنیت د ټينګیدا اصلی شرط دی. څرګنده ده ، اقتصادي، سیاسی او امنیتی ملګرتیاوې هم هغه مهال خوښې نتیجې ته رسیږي،چې د سیمې هیوادونه د سیمې د برخلیک لپاره پخپله فیصله وکړائ شي . د ایران له نظره، په هرې سیمې کې د تل پاتې امنیت د ټينګیدا لپاره یوه تر ټولو کارنده او اغیزشیندونکي روده،له ګډو ګواښونوسره د مقابلې او د بې ثباتیو د زمینو د له مینځه وړلولپاره د هیوادونو په زیات مشارکت او ملګرتیا مشتملوترتیباتو رامینځةکول دي .
**********************
دوستانو ددغه مطلب وخت هم دلته پاي ته رسیږي ،نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو، باید ووایو چې د تهران پښتو خپرونې دانټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAT.COM/PS درسره نوټ کړئ او له خپلو نورو ملګرو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه ویب پاڼې تر ټولو وروستي او تازه سیمه ایز او نړیوال خبرونه ، تبصرې، راپورونه ،مرکې،نور ډول ډول روغتیائي،سپورټي،ټولنیز او عجبیه خبرونه او دغه راز دیني،کلتوري ، اقتصادي او ټولنیز مطلبونه هم لیدلی او آوریدلی شئ ، خپل هرکله راشه پروګرام آوریدل هم مه هیروئ ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،د ځان او د صحت خیال ساتئ،بریالی ژوند درته له پاک خدايه غواړو .
(سیماب)
***********************************************