د سردارسلیماني د شهادت دوهمه کلیزه
د امریکاد پینټاګون د اعلان په اساس د دغې ترهه ګر ې حملې حکم د امریکا د هغه وخت ولسمشر ټرمپ ورکړی وو . سردار سلیمانی د اسیا په لویدیځ کې د داعش په شمول د ترهه ګرو او تګفیری ډلوسره د مبارزې ستره څیره وه .
امریکا د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ ستر جنایت وکړاو په یوه ترهه ګر اقدام کې یې د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک قوماندان سردار قاسم سلیماني شهید کړ .
سردار سلیمانی چی د عراق د دولت په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی وو ، د الحشد الشعبی د ولسی ځواک د نایب مشر ابومهدی المهندس او ورسره نورو اتوکسانو سره یو ځای د عراقب د بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی تیری ګرو او ترهه ګرو ځواکونو په هوتایی حمله کې شهیدان شول .
د امریکاد پینټاګون د اعلان په اساس د دغې ترهه ګر ې حملې حکم د امریکا د هغه وخت ولسمشر ټرمپ ورکړی وو . سردار سلیمانی د اسیا په لویدیځ کې د داعش په شمول د ترهه ګرو او تګفیری ډلوسره د مبارزې ستره څیره وه .
د ایران د ملت دښمنانو ښودلی ده چی خپلو هدفونوته د رسیدا لپاره د سردار سلیمانی له ترور چی د داعش په نابودۍاو د اسراییلو ، عربستان او امریکا د ملاتړوړ ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ستر رول درلوده ، تر په علمي او دفاعي ډګرونو کې د ایرانی پوهانوتر فیزیکی حذفولو له هیڅ جنایت ډډه نده کړی . کله چی امریکا د زیات نه زیات دباو سیاست ماتې خوړلې او د خپلو زور ویونکیو سیاستونو په وړاندې د ایرانی ملت په مقاومت بې اغیزه ولیده ، د امنیتی فشار سیاست پرمخ ونیوه .
د سردار سلیمانی ترور د امریکا واقعی ماهیت په ډآګه کړ .
شهید سلیمانی ، ابومهندس او نور هم ډګره ملګرویې له ترهه ګرۍ ،دښمن ، د داعش له نابودۍ سره د نښتې او په سیمه کې د صیهونیزم او امریکا د ویشلو د نقشو د شنډولو په ډګر کې ستر رول ولوبوه .
د امریکا هدف د سیمې د هیوادونو کمزورول ، دهغو د سرچینو لوټول او د اسراییلو د ناروا رژیم د ژوند د دوام تضمینول دي .
د لبنان ستر شناندې او د البنا ورځپاڼۍ سردبیر ناصر قندیل دسردار سلیمانی د ستر او تلپاتی رول په اړه وایی کله چی په لبنان ، سوریې فلسطین وغیره کې د حاج قاسم سلیمانۍي د اغیزمن ، مهم او ستراتیجیک رول خبره کوو او کله چی په لبنان کې د مقاومت پرضد جنګ او غزې تړانګې پرخلاف د صیهونیست رژیم په پرله پسې جنګونو کې له مقاومت په ملاتړ کې د هغه رول لوبولو ته یوه لنډه کتنه کوو نو یوازې دې نتیجې ته رسو چی حاج قاسم سلیمانی پر داعش د بریالیتوب اتل بلل کیږی .
د جنګ ضد ملی ایتلاف امریکایی ډلې غړې جولومباردو هم دغه ټکی ته اشاره لری چی د داعش ماته په پریکنده توګه په سیمه کې ستر بدلون وو او دامریکا د امپرالیزم د ماتې په معنا دی . هغه د امریکا په وسیله له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د شعارپه تبلیغاتی بللو سره وویل امریکا مدعی ده چی هرځل چی د داعش ترهه ګر له سیمې تښتیدلي دی ، نو هلته امریکایی جنګی اوزارونه پیدا شوی دی . دا یوه تصادفی او اتفاقی موضوع نده ، زیاتره دغه جنګی اوزارونه د عربستان په شان د امریکا د سیمه ایزو متحدینو لخوا داعش ته رسیدلی دي .
لومباردو جوتوی د وسلو په خرڅولو اوکړکیچ په پراختیاکې د امریکا د وسلو جوړونکیو شرکتونو سیاست هیر نکړو . هغو د نښتو او کړکیچونو د دوام له لارې ډیرې ګټې پورته کوي . بی شکه د کړکیچ رامینّځته کول په سیمه کې د امریکا د جیوپولیټیک هدفونو د پرمختګ لپاره دې . دغه د سولې فعال امریکایی د سردار سلیمانی د دغې خبرې په اړه چی د امریکا پخوانی او اوسنی حکومتونه د داعش په بڼه غوره کولو او جنایتونو کې شریک دي ، جوتوی چی په تیرو لسیزو کې امریکا له ترهه ګرو ډلو ملاتړ کړې دی . لومړې په افغانستان کې له اسامه بن لادن په ملاتړ سره او وروسته په سیمه کې د کړکیچ د رامینځته کولو لپاره د ترهه ګرو ډلو په رامینځته کولواو د امریکا د جیوپولیټیک هدفونو د پرمخ بوتلو لپاره . امریکا په یمن کې د عربستان په ټولو جنایتونو کې شریکه او ګناهګاره ده . دا په داسې حال کی ده چی عربستان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهه ګرۍ د پراختیا مسول دې ، خو له بده مرغه امریکایی رسندوې په دې زمینه او همدغه ډول د یمن د جنګ او عربستان د جنایتونو په اړه غلي دي . د سردار سلیمانی په ترورو سره د سیمې ملتونو د سولې په لاره کې یو واقعی مبارز له لاسه ورکړ. سردار سلیمانی له داعش د سیمې د خلاصولو کې په نه ستړی کیدونکی مبارزې او په لویدیځه اسیا کې د ثبات په راستنولو او له دې زیات ځانګړې رول درلوده .
سردار سلیماني د نړیوالو ترهه ګرو سازمانونو په وړاندې له سوریې په دفاع کې چی د امریکا او عربستان د شیطانی رژیمونو په وسیله ملاتړ کیده ، په لومړنۍ کرښه کې وو . هغه همداراز په دمشق کې د حضرت زینب (س) د حرم په دفاع کې ډیره مرسته وکړه . د سردار سلیماني د عمر وروستی کلونه له داعشی ترهه ګرو سره د نښتې په ډګر کې تیر شول چی د عراق دیرې سیمې یې نیولي او ډیر عراقیان یې قتل عام کړی وو .سلیمانی د کردمیشته سیمې په شمول د عراق د شمالی سیمو په ازادولو کې یو اصلی پلانونکې وو .
سردار سلیماني د سایکس –پیکو شیطانی موافقه وشلوله او د سیمې د نقشې په بدلون سره یې داسې کار وکړ چی د مقاومت ځواکونو له لبنان نیولی تر فلسطین ، سوریې او عراق یوه بل ته لاسونه ورکړل . حاج قاسم سلیمانی او یاران یې وتوانیدل هغه ترهه ګرۍ چی د امریکا په وسیله پلان او ملاتړ شوی وه ،ماته کړی او دښمنان یې ناامیده کول او دښمنانو دا حس کړه چی باید هغه په بزدلانه شکل ترور کړی او دغه ترور هم د هغو ماهیت جوت کړ .
د صیهونیسټ رژیم د پوځی استخباراتو سازمان پخوانی مشر تامیرهیمن په وروستیو کې په دغو ترهه ګرو عملیاتو کې د تل ابیب د رول خبر ورکړ او ویې ویل اسراییلو په دې زمینه کې رول لوبولې دې .
هغه د سردار سلیمانی ترور په دغه څوکۍ د خپل شتون په پړاو کې له دومهمو او پام ترونونو د یوه ترور په توګه یاد کړې دې . هغه وویل چی بل مهم ترور د جهاد اسلامی غورځنګ د یوه مشر بها ابوالعطا ترور وو .
دغه ترهه ګر اقدام د ډیرو سیاستوالانو او نړیوالو نظر خاوندانو غبرګون راوپاروه او د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان د ترور په اړه په ډیرو نړیوالو خپرونو کې ډیر مطلبونه ولیکل شول . په بل پروګرام کې به د دغه جنایت د نورو اړخونو په اړه درسره خبرې وکړو .
پای