د زړونو سردار،د مقاومت ، ولایتمدارئ ، بصریت مکتب
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني د دوهمې کلیزې په مناسبت د لړۍ له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي .
د مرغومې دمیاشتې د نهمې نیټې حماسه،په حقیقت کې د بصیرت ، دښمن پيژندنې او د ولایتمدارئ حماسه ده . دغه ورځ ،د ولسی بصیرت ، خپلواکۍ او عزت بیلګه شمیرل کیږي . شهید جنرال قاسم سلیماني چې د ولایت د مکتب تربیت شوی ؤ ،داسې شجاع ، مدبّرقوماندان او ولایتمدار او بصیر شخصیّت ؤ چې درستو مسئلو ته ئې په ژور انداز سره فکر کاوۀ. د مرغومې د میاشتې نهمه نیټه ، ددغه لوړمقام شهیدا د شهادت له شپو ورځو سره یوځاي کیدا غنیمت ګڼو او د شهیدسلیماني په مکتب کې د ولایتمدارۍ او بصیرت ځانګړنې بیانوو .
دوستانو د مرغومې دمیاشتې د نهمې نیټې حماسه،په حقیقت کې دبصیرت، دښمن پيژندنې او ولایتمدارۍحماسه ده.دغه ورځ د ولسی بصیرت، خپلواکۍاوعزت بیلګه شمیرل کیږي.په حقیقت کې دغه حماسه،د مقدساتو، د عاشورا د غورځنګ او د شهیدانو د وینې د عزت د ساتلو لپاره رامینځةشوې ده . په دغې ورځې د ایران د ولس حماسي شتون ، وښودله چې ولایتمدار ولس تر خپل ژوند قربانولو لپورې و خپل ولی فقیه څخه پیروي او د اسلامی نظام ساتنه کوي .
شهیدجنرال قاسم سلیماني چې د ولایت دمکتب روزل شوی ؤ ، یو مدّبر، شجاع قوماندان او بصیر او ولایتمدار شخصیّت ؤ چې په درستو مسئلو او مشکلاتو ته ئې ، په ژور او ځانګړي نظر سره فکر کاوۀ. د مرغومې دمیاشتې نهمه ددغه لوړمقام شهید د شهادت له شپو ورځو سره یو ځاي کیدا غنیمت ګڼو او په دې اړه درسره غږیږو.
دوستانو قرآن کریم د اسلام دپاک دین دیوه آسماني کتاب او د مسلمانانو او مومنانو د لارې د مشال په توګه ، درست خلک بصیرت او پوهیدا ته بولي او ددغه معرفت آوزار هم برابروي ، په دې معنا چې سترګې ،غوږونه،زړه او نوره درک کونکي قواوې ئې د انسان په اختیار کې ورکړي دي .څو هغه په علم او یقین سره عمل وکړي . بصریت لرونکي د زړه په سترګو سره،پاک او سوچه ژوند ته رسیږي او د حق او حقیقت په اساس پرمخ ځي .

خداوندحکیم ، د حضرت یوسف د کیسې له بیانولو وروسته،او د حق غواړو لپاره ئې د عبرت اخستو په خاطر ، د یوسف سورې په یو سل اتم آیت کې پیغمبر اکرم ته په خطاب کې فرمائيلي دي ؛ قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۸﴾ ؛ووایه،دا د ما لاره ده ،زه او زما پیروکار، او په بشپړ بصیرت سره ، درست خلک دخداي وآخوا ته بولوو ، پاک دی خداي او زه له مشرکانو څخه نه یم ::::
دشهید سلیماني مکتب هم د مقاومت ، بصیرت ، ولایتمدارۍ مکتب دی . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ، په دې باب چې شهید جنرال قاسم سلیماني پځپله یو ارزاښمند او غوره مکتب دی ، د ۱۳۹۸لمریزکال د مرغومې دمیاشتې په اوه ویشتمه نیټه د جمعې لمانځه په خطبو کې ، یعني د دغه شجاع او بزرګوار شهید له شهادته دوه اونۍ وروسته وفرمائيل ؛ مونږ دغه عزیز او سردار شهید ته باید د یوه مکتب ، د یوې لارې او د درس د یوې مدرسې ، په سترګې سره وګورو:::
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په هغې وینا کې چې په ۱۳۹۹لمریزکال کې ئې د مبعث د نیکمرغه اختر په مناسبت کړې ، د مقاومت او بصیرت دوو عنصرونو اهمیّت ته اشاره کړې او فرمائيلي ئې دي ؛ له دښمنانو سره دمخامخیدا لپاره دوه مهم عنصرونه لازم دي . چې ما ئې تل سپارښتنه کړې ده ، بیا هم سپارښتنه کوم ، د ولس په پرګنو کې دوه خصوصیّتونه لازم دي ، یو بصیرت او دوهم صبر او استقامت ، که چیرې دغه دوه عنصورنه موجود وي، نو دښمن هیڅۀ نشي کولی او هیڅ ګوزار یا تاوان نشي رسولی ، او له اسلامی نظام سره په مخامخیدا او مقابلې کې هیڅ وس او بریالیتوب نشي ترلاسه کولی .:::
بصیرت او ژور تفکر ، د شهید جنرال قاسم سلیماني د شخصیّت یو ه ترټولو مهمه ځانګړنه وه ، چې دهغه په درست وګړنیز، ټولنیز او سیاسی ژوند کې ئې څپې وهلې ، داسې بصیرت چې شهید سلیماني ټول ورته دعوت کول او د جنګ په جبهو کې ئې مبارزانو ته حوصله ورکوله ، هماغه د زړه بصیرت او درک ؤ چې دهغو په مرستې سره ئې خداي غواړي فیصلې کولې او داسې بصیرت ئې ترلاسه کاوۀ،چې هغه ئې په هرحال، له خپلې دندې خبراوۀ. لکه څنګه چې خداوندمتعال دبصیرت دغه نور هغو کسانو ته چې په خداي او د هغه پر رسول ایمان لري ، او تقوا خپلوي ، ډالۍ کوي او د حدید سورې په اته ویشتم آیت کې فرمائي ؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيَجْعَلْ لَكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۸﴾ ؛ ائ هغو کسانو ، چې ایمان مو راوړی دی ، تاسو له خدای څخه پروا ولرئ او د هغه پیغمبر ته ګروهمن شئ څو تاسو ته دخپل رحمت دوه برخې درکړي او د تاسو لپاره داسې نور درپه برخه کړي ، چې دهغه په برکت لاره ورسره کچ کړئ او تاسو وبخښي او خداي ډير بخښونکی مهربان دی :::
په سلیماني مکتب کې بصیرت او دښمن پيژندنه، د هغه په ډيرزیات درک، بصیرت او ژور او دقیق نظر کې ځلید.بې شکه دښمن پيژندنه د یوه ملت د ګټو د دفاع او دګواښ د لیریکولو په موضوع کې یو ترټولو چورلیزي بحث شمیرل کیږي .لکه څنګه، هغه اُمتونه چې،له دښمنه د غفلت او د سیاسی او ټولنیز بصیرت او پوهې د نه درلودلو په علت ، د پرَدیو د دسیسو په پيژندګلوۍ کې د هلاکت له برخلیک سره مخامخ شوي دي .. دحضرت امام علی علیه السلام له نظره،هغه څوک چې د خپل دښمن په وړاندې ځان ویدۀ کړي او ورڅخه غافل شي ، د دښمن غافلګیر کونکي چلولونه ئې له خوبه ویښوي .

له سردار قاسم سلیماني سره د استکبار او امریکا د دښمنۍ علت ، د امریکا په وړاندې د هغه کلکې دریدا او له دښمن سره دجدي مبارزې او له همدې دښمن پيژندنې څخه سرچینه اخستله . د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.... د شیهد سردار قاسم سلیماني د د شهادت په دستورو کې پخپلې وینا کې وئيلي؛ امریکایان په سیمې کې هرچرته ځي، د ځان په وړاندې شهید قاسم سلیماني ویني . که سورئې ته ځي، نو قاسم سلیماني و یني ، په عراق ، لبنان ،، په یمن او افغانستان کې او د مقاومت له چورلیز سره اړونده په هرځاي کې د ځان په مقابل کې جاج قاسم سلیماني ویني . اسرائيل هم قاسم سلیماني د ځان په وړاندې ترټولوخطرناک کس ویني ::::
دوستانو د بصیرت ته د رسیدا لاره ،د ولایت نور دی . د سردار قاسم سلیماني وجود په د ولایت له خټې سره اغښل شوی ؤ او هغه پخپل درست عمر کې له ولایته په تبعیّت کې دندې ترسره کړي دي . په حقیقت کې ، هغه تفکر چې سردار شهید سلیماني ئې په اساس تدبیر کاوۀ، د رهبرۍ د ستر مقام د لارښونو او تدبیرونو په اساس ئې بڼه غوره کړې وه . دوي په فیصلې کولو کې د ولایت تابع ؤ ا و له ولایتمدارۍ څخه یوه شیبه ئې هم غفلت نه کاوۀ .
د غه لوړمقام شهید،پخپل وصیّت کې له رهبرۍ څخه د پيروۍ په باب فرمائيلی دي ، له اصولو ساتنه وکړئ،اصول ،یعني ولی فقیه، په تیره بیا دغه حکیم ، مظلوم او په دین،فقې، عرفان ،معرفت کې غوره شخصیّت ، آیت ا... خامنه ای بزرګوار خپل ژوند وګڼئ،د هغه حرمت ، مقدس وګڼئ .ائ زما خویندو او وروڼو ، اسلامی نړۍ تل ر هبرۍ ته اړتیا لري ، له معصومو سره په فقهي ، شرعي چارو کې متصله رهبري، تاسوښه پوهیږئ تر ټولو غوره او پاک عالم دین چې نړۍ ئې ولړزوله ، او اسلام ئې احیاء کړ ، یعني د مونږ لوي او بزرګوار خمینی ،ولایت فقیه ددغه امت یوازینۍ نجات بخښونکی نسخه کړه ، د اسلام د نجات او ژغورنې لپاره د ولایت خیمه یوازې پرې نه ږدئ :::

شیهد قاسم سلیماني د ژوند په درستو مرحلو کې ، دولایت پر مدار چلند کاوۀ او بصیرت او ولایتمداري د هغه دمکتب یوه رابرسیره ځانګړنه وه . هغه، د هغه بصیرت او ولایتمدارۍ په دلیل چې ئې درلود، ځان د خپلې زمانې د امام سرباز ګاڼۀ، او د مسلمانانو پر امنیت او ګټو ئې ډير زیات فکر کاوۀ .
شهید جنرال قاسم سلیماني نه یوازې له استکباري نړۍ سره دمبارزې بیرغوال او بیلګه ؤ ، بلکې د له استکبار سره د مبارزې د تفکر مدعي هم ؤ . هغه د امام خمیني او امام خامنه اي د مکتب یو ممتاز شاګرد ؤ او له استکبار سره په مبارزې کې ئې هیڅ پوله نه پيژندله . له نړیوال استکبار او وحشي ډوله او جنایتکارو داعشیانو سره د مبارزې په ډګرونو کې دهغه شتون ، د اسلامي نړۍ په ضد درستې دسیسې او پانګونې شنډې کړې او مسلمانو مبارزانو ته ئې په ځان دباؤرۍ روحیه ورپوو کړه .
شهید قاسم سلیماني ، یو داسې بې مخینې قوماندان ؤ چې دمقاومت کړن لارې ئې بنیاد ئې کیښود او پخپل ټول توان سره ئې دا لاره پیاوړي کړه . له مقاومت څخه په ملاتړ کې د شهید قاسم سلیماني شتون او رول او د مقاومتي ځواک د روزلو لپاره د هغه هلې ځلې ، د مقاومت پر کارنامې باندې د تائيد د ټپې په څير تل پاتې کیږي او د سلیماني په څير نور شاګردان به وروزي . اوس د شهید قاسم سلیماني دشهادت دوه کاله تیریږي، خو له هغه وخته تر دې دمه په زرګونو نور قاسم سلماني زیږیدلي دي او په زرګونو نور قاسم سلیمانيان هم باید وزیږیږي څو دښمن پوهه شي،چې سیال ئې په دومره آسانۍ سره لاس په سر نه کیږي او د خپلو شهیدانو د وینې غچ به واخلی .
********************
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د زړونو د سردار شیهد جنرال قاسم سلیماني د شهادت دکلیزې په مناسبت د مطلبونو دلړۍ ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي، د تهران ریډیو د درستو کارکونکو له خوا یو ځل بیا د تسلیت او تهنیّت په وئيلو سره مو په نیاؤمن خداي سپارو ،تل ترتله آباد ښاد او سوکاله ووسئ ، او نیکمرغه ژوند ولرئ .
(سیماب )
***********************************************