د نادر طالب زاده وفات
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i115678
د ایران مشهور مستند جوړونکی، پروډیوسر، د ټیلیویژن اینکر او کوربه او د سینم لوبغاړی او ډایریکټر نادر طالب زاده د جمعې په ورځ یعنې د غويي د میاشتې په نهمه نیټه د ۶۹ کالو په عمر کښې وفات شو
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2022 09:16 Asia/Kabul
  • د نادر طالب زاده وفات

د ایران مشهور مستند جوړونکی، پروډیوسر، د ټیلیویژن اینکر او کوربه او د سینم لوبغاړی او ډایریکټر نادر طالب زاده د جمعې په ورځ یعنې د غويي د میاشتې په نهمه نیټه د ۶۹ کالو په عمر کښې وفات شو

ارواښاد طالب زاده په تیرو څو لسیزو کښې په صادقانه او خالصانه توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري او هنري ارمانونو په لاره کښې ډیرې هلې ځلې وکړې. نو په دې لیکنه کښې  د دوي ژوند او فعالیتونو ته یوه کتنه کوو.

" نادر طالب‌زاده اردوبادی " د ایران د ټیلیویژن اینکر او ډایریکټر او د (افقِ نو) د نړیوال کانفرنس منشي او هم داشان د عمار نومې فلم فیسټیول منشي و. هغه په ۱۳۳۲ لمریز کال کښې په تهران کښې زیږیدلی و او په ځوانۍ کښې د زده کړو په موخه امریکې ته لاړ.

طالب زاده له رانډولف میکن پوهنتون څخه د انګریزۍ ادبیاتو په څانګه کښې د ګریجویشن او له کلمبیا پوهنتون څخه یې د سینما د ډایریکټرۍ په څانګه کښې د ایم، فِل ډګري ترلاه کړه. خو د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب سره هممهاله ایران ته راستون شو او د مستند فلم په جوړولو سره یې د ایران په ټیلیویژن کښې هنري فعالیت پيل کړ. د هغه له فعالیتونو څخه د فلم جوړونې د ښوونې په اسلامي مرکز کښې تدریس او د اسلامي کلتور او ارشاد د وزارت په سینمايي څانګه کښې د تحقیقاتو او څیړنو د مرکز مدیریت ته اشاره کولې شو.

هغه په ایران کښې څه موده له CBS  چینل سره همکاري کوله خو د ایران په هکله د لویدیځو رسنیو د کوریج په طریقې باندې اعتراض کښې یې ورسره کار پریښوده. هغه به د امریکې په رسندوي سیاستونو باندې پرله پسې نیوکې کولې او د ایران په تیلیویژن کښې یې د سینمايي او رسندوي کارپوه په توګه شتون درلود.

" بشارتِ منجی "  د نادر طالب زاده په ډایریکټرۍ د جوړ شوي سیریل نوم دی. دا سلسله واره ټي وي ډرامه د اسلام او عیسائیت ترمینځ د ګډو زمینو په اساس جوړه شوې او د حضرت عیسی علیه السلام د ژوند حالات بیانوي. طالب زاده په دغه سیریل سره وتوانیده چې خان د کلتور او ټیلیویژن په خاوندانو کښې مطرح کړي او په دغه سیریل کښې فعالیت د هغه لپاره یوه کامیابه تجربه وګرځیدله. هغه د بشارتِ منجي نومي سیریل نه علاوه په ۱۳۸۴ کال کښې د (مسیح) فلم ډایریکټري هم وکړه.

*/*/*/*/*/*

نادر طالب زاده چې د بوسنیا په جنګ کښې یې ګډون کړی و، له ډیرې مودې راهیسې د امریکې د بندیزونو په لسټ کښې شامل و. دوي چې کوم مستند فلمونه جوړ کړي دي په هغو کښې یې هڅه کړې چې د امریکې د حکومت حقیقي څیره او د دغه هیواد په رسنیو کښې یې دروغ ایشوا کړي. د هغه له مستندونو څخه په امریکا کښې جوړ کړي (ساعتِ ۲۵)، په بوسنیا کښې (خنجر و شقایق)، په صربیا کښې (رویش در آتش)، په جرمني کښې (بیدادِ خاموش)، په هندوستان کښې (ره آورد هند) او په اروپا کښې (جهان در انتظار) ته اشاره کولې شو.

سره له دې چې مرحوم طالب زاده زیاتره د ډایریکټر په توګه پیژنو خو هغه په نورو برخو کښې هم کار کړی دی او پر ډایریکټرۍ سربیره یې په سینما او ټیلیویژن کښې د لیکوال، پروډیوسر، تدوینونکي، مجري یا اینکر، کیمره مین او اداکار یعنې لوبغاړي په توګه هم فعالیت کړی دی. "مسیح" ، "تویی که نمی شناختمت " ، " لاله " او " دست های خالی "  هغه سینمايي فلمونه دي چې په جوړولو کښې یې ملګرتیا لرلې ده.

د " عصر "  په نامه پروګرام د ایران په ټیلیویژن کښې د هغه یو ډیر مهم فعالیت او کار ګڼلی شو، دا هغه پروګرام و چې د استکبار دښمنه شخصیتونو د راغونډولو لپاره یوه کړۍ او ارتباطي پل و او دا هغه هدف و چې نادر طالب زاده یې له کلونو راهیسې په تکل کښې و او په خپلو ډیرو فعالیتونو کښې به یې تعقیبوه.

البته طالب زاده دغه هدف په "کنفرانس افق نو"  کښې هم تعقیبوه، په هغه کانفرنس کښې چې وړومبې د (هالیووډ ازم) په عنوان سره پيل شو خو بیا یې د نوم په بدلولو سره د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه ځیني شخصیتونه راغونډ کړل او په ټولې نړۍ کښې یې د صهیونیسټانو د حقیقي څیرې بیانولو ته مخه کړه.

**/*/*/*/*/*/*/*

خو د عمار فلم فسټیول د طالب زاده ډیر مهم فعالیت ګڼلی شو، دا هغه فسټیول و چې د ګمنامو ځوانانو د فعالیت لاره یې هواره کړه ترڅو د کسانو پر روزنې سربیره د سینما او ټیلیویژن دنیا ته د هغوي د پیژندګلوۍ لاره هم هواره کړي. هغه د دغه فسټیوال په هکله وايي: تل مو غوښتل چې کومې تجربې مې په ایران او غرب کښې ترلاسه کړې دي هغه ځوانو فلم جوړونکو ته منتقلې کړم، هغو ځوانانو ته چې نه دي توانیدلي په سمه رسندوي لاره ورسم شي. عمار فلم فسټیول وتوانیده چې دا کار په ټول ایران کښې ترسره کړي او کله چې فال او قرعه زما په نوم ووتله نو په شوق سره مې ومنله.

د عمار فسټیول ولسي نمایش په خلکو ولاړ غورځنګ دی چې په کښې د ګټه ورو و مهمو فلمونو په عمومي نمایش سره له یوې خوا د ټولنې کلتوري حالات ښه کیږي او له بلې خوا د انقلاب د سینما له تولید نه تر مصرف پورې څرخه پیاوړې کیږي. د دغه فسټیول ترټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې هر کس له خپلو حالاتو سره سم په کښې ګډون کوې شي او په کښې ونډه وال فلمونه د کار په ځاې یا تر لاسرسۍ لاندې ځایونو او اجتماعاتو کښې او یا حتی په کور کښې نندارې ته وړاندې کیدې شي.

د دغه سینمايي فسټیول د اصلي سیالۍ په برخه کښې داستاني چوکاټونه، مستند، انیمیشن، نماهنګ، ټیلیویژني پروګرام او فلمنامه یا سکرپټ شاملیږي. د عمار فلم فسټیول یو د پام وړ ټکی (فیلمِ ما) یا ( نهضت مردمی تولید محتوا) دی چې په کښې عامه خلک په هر ډول کیمرې یا حتی د موبایل په کیمرې سره د خپل ژوند د چاپیریال له پيښو فلم جوړولی او په سیالۍ کښې برخه اخیستلې شي.

تراوسه د عمار فلم فسټیول ۱۲ پړاؤنه ترسره شوي دي او طالب زاده چې د دغه هنري کار منشي و، په دې هکله ویلي دي: د نرم جنګ او تفکر په برخه کښې (عمار) یو داسې ځاې و چې ښه وځلیده. د عمار په وضاحت کښې باید ووایم چې د اسلامي انقلاب ساتونکي په کښې راغونډ شوي دي او د اسلامي انقلاب هویت په کښې ځاې کړې شوی دی.    */*/*/*/*/

دغه مستند جوړونکی او ډایریکټر د امریکې په رسندوي سیاستونو باندې دائمي نیوکه کونکی و او باوري و چې هالیووډ د سینمايي آثارو په جوړولو سره هڅه کوي چې له ایران او ایرانیانو څخه یوه غلطه څیره وښايي. هغه په یوه مرکه کښې ویلي دي: ترټولو مهمه مسئله ې په دې لړ کښې موجوده ده، هغه هراړخیزه دباونه دي چې په ایران باندې راوړی شوي دي. له دویم نړیوال جنګ راهیسې د ایران خلاف د امریکې له خوا دا ګواښونه او بندیزونه تل لګیدلي دي. په زړه پورې دا ده چې دغه ټول دباؤونه یوازې د هغو اټکلونو او ګمانونو په وجه دي چې هغوي یې د ایران په هکله کوي، مثلاُ دا چې فکر کوي ممکنه ده ایران له ایټمي انرجۍ څخه صلحه ایزه استفاده ونه کړي او داسې نورې خبرې....

مونږ دغو ګمانونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوو او له نیکه مرغه ایران د دې ټولو بدماشیو په وړاندې ولاړ دی. خو هغوي د خپل هیواد یا حتی د نورو هیوادونو د خلکو لپاره د دغه بندیزونو د توجیه کولو په موخه له غولونکو لاروچارو ګټه اخلي. د (آرګو) په شان فلمونو جوړول هغه یوه لاره ده چې هغوي ورسره د خلو په ذهن باندې د اغیزې کولو هڅه کوي.

نادر طالب زاده د هالیووډ سینما په هکله وايي: هالیووډ یوازې یو صنعت نه دی بلکې یو سټراټیجک پوځي سیستم دی. د مثال په توګه په هالیووډ کښې هغه زیاتره فلمونه چې د ویتنام له جنګ وروسته جوړ شوي دي، له جنګ وروسته د امریکایانو د ماته خوړلې روحیې د راستنولو او په هغوي کښې د یو ډول نوستالژیک حس د رامینځته کولو لپاره دي. هالیووډ سینما یو داسې پیاوړی او جذبونکی اوزار دی چې نن سبا بیخي له مخکښې نه په ټاکل اهدافو سره په یو څپه جوړونکي لښکر بدل شوی دی او له ډیرو جذابو او خوښو لوبغاړو په استفادې سره له سینما څخه د سیاسي اهدافو په لړ کښې په ډیره اغیزناکه توګه کار اخلي.

*/*/*/*/*/*

(نرم جنګ) هر ډول هغه رواني او تبلیغاتي اقدام ته ویل کیږي چې هدف یې ټولنه یا ډله ده او له سخت یعنې پوځي جنګ سره یې ستر توپیر، له نښتې او پوځي وسلو استفاده نه کوي دي. په نرم جنګ کښې له تبلیغاتي او اعتقادي وسلو کار اخیستل کیږي تر څو د دښمن په عقایدو، کلتور، سیاست، احساساتو، ګروهنو، کړچار او فکري ځانګړنو باندې اغیزه وشي.

له دې امله چې دښمن د تجربې په بنیاد پوه شوی دی چې د نظام او عامه افکارو بدلول اوس د پوځي جګړې او زور په شان طریقو سره په هیڅ توګه نه عملي کیږي، د نرم جنګ پلانولو ته یې مخه کړې ده. هغه جنګ ته چې ډول ډول طریقې لري او د عوامو په غولولو سره ورو ورو مخته ځي. نرم جنګ له ماډرن اوزارو ګټه اخلي او انټرنیټ او سایبري فضا په روانو حالاتو کښې د نرم جنګ اصلي چاپیریال ګڼل کیږي.

ارواښاد طالب زاده باور درلود چې له نرم جنګ سره د مقابلې لپاره وړومبې باید د دغه ډول جګړې ځانګړتیاوې وڅیړلې او وپیژندلې شي. هم داشان باید رسنیو ته باید له مخکښې نه زیاته توجه وکړو او کورني او نړیوال عامه افکار د بهرنیو رسنیو په دروغو خبر کړو.

هر ولس او هیواد د نرم قدرت ځینې سرچینې لري چې پيژندل او او پياوړي کول او منظمول یې د یوې جامع طرحې له مخې په یو فرصت بدلیږي او د نرم جنګ د پلانونکو په دښمنانو باندې د حملې سبب کیږي. هغه باوري و چې په ایران کښې د نرم قدرت سرچینې (اسلامي آیډیالوجي)، (د رهبرۍ د نفوذ قدرت)، (حماسه جوړونې) او (له حکومت سره د ولس وفاداري) ده چې توانیدلې د لویدیځ او صهیونزم د هراړخیز یرغل په وړاندې د ایران د ولس ساتنه وکړي.

*/*/*/*/*/*/

او په پاې کښې د دې ټکي یادونه ضروري ده چې ارواښاد طالب زاده خپل هنري ژوند له اسلامي انقلاب او د هغه له ارزښتناکو مفاهیمو سره تړلی و. د مقدسې دفاع په سینما سره وځلید او د مستند، د فکر د تولید او د انقلابي او د فکر خاوندو انقلابي ځوانانو په کشفولو کښې مخکښ او موثر و.

نادر طالب زاده د اسلامي انقلاب د آرمانونو د بیانولو په لاره کښې له نه ستړي کیدونکي مجاهدت وروسته د سږ کال د روژې په وروستۍ جمعه یعنې د قدس له ورځې سره هممهاله، د ۱۳۴۱ هجري شمسي کال د غويي د میاشتې په نهمه نیټه د زړه د ناروغۍ له امله د تهران په یو روغتون کښې وفات شو. د قدس له ورځې سره د هغه د سفر په یو وخت والی چې د نړۍ د ټولو آزادي غواړو او مجاهدانو لپاره د مقاومت چورلیز دی، د فلسطین د آرمان په لاره کښې د دغه نه ستړي کیدونکي مبارز د یوه عمر په مجاهدت باندې یو تایید دی.

نوم او یاد دې تل ژوندی وي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی