د ایران د کورني تولید وړتیاوې-۱(د کرهڼې برخه)
(last modified Tue, 10 May 2022 07:03:11 GMT )
May 10, 2022 11:33 Asia/Kabul
  • د ایران د کورني تولید وړتیاوې-۱(د کرهڼې برخه)

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د روان ۱۴۰۱ کال شعار (تولید، پوه بنسټه او کار زیږونکی) نومولی دی. په هم دې لړ کښې مو د کال د شعار په چورلیزتوب سره د پروګرامونو یوه لړۍ برابر کړې ده چې تاسو ته وړاندې کیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د روان ۱۴۰۱ کال شعار (تولید، پوه بنسټه او کار زیږونکی) نومولی دی. په هم دې لړ کښې مو د کال د شعار په چورلیزتوب سره د پروګرامونو یوه لړۍ برابر کړې ده چې تاسو ته وړاندې کیږي. د دې لړۍ په پیل کښې څو پروګرامونه د ایران د تولیدي وړتیاؤ په هکله دي او دا اوله برخه یې د کرهڼې د برخې ظرفیتونو ته ځانګړې شوې ده، هیله لرو چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.

د کرهڼې د برخې اهمیت:

د کرهڼې د اهمیت په هکله ویل کیږي چې دا برخه د یو هیواد د ودې او اقتصادي پرمختګ چلونکی انجڼ دی. د یو هیواد خوراکي سلامتیا او امنیت نیغ په نیغه په کرهڼیزو تولیداتو پورې پیئلی وي. کرهڼه د پایداره اقتصاد یو بنیادي رکن دی. د اقتصادي ترقۍ د چلونکي انجڼ، خوراکي سلامتیا او امنیت او د پایداره اقتصاد د رکن په شمول د ا همیت هم دغو دریو اړخونو ته په پام سره پرمختللي هیوادونه د کرهڼې په برخې باندې جدي تمرکز لري. د زمانې په اوږدو کښې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د اقتصادي پراختیا د بهیر څیړنه راښايي چې پرمختللي هیوادونه په نِسبي مزیتونو باندې په تکیې سره توانیدلي چې د اقتصاد له کورنیو ظرفیتونو او هم په نړیوالو ډګر کښې له موجودو فرصتونو څخه په ډیره غوره توګه ګته پورته کړي او ورته مهال د ترقۍ، پراختیا، د سړي سر عاید د زیاتیدو او د پرمتخګ د نورو ځانګړنو ښه کول تعقیب کړي. د هیوادونو د اقتصادي پراختیا د تاریخي بهیر څیړنه ښودنه کوي چې د نننۍ نړۍ زیاتره پرمختللو هیوادونو کرهڼه د خپلې اقتصادي پراختیا د بیخ بینا د یوې برخې په توګه غوره کړې ده او د دغې برخې له پریمانه وړتیاؤ په استفادې سره توانیدلي چې د نورو برخو د ودې لپاره د مناسبو بنیادونو پر تامینولو سربیره، د نورو برخو پراختیا ته هم لاس پيدا کړي.         

ایران کښې کرهڼیز اقتصاد:

د هیواد په اقتصاد کښې د کرهڼې د برخې اهمیت او هم داشان کوم ظرفیتونه چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کښې لري، یو داسې مهم عامل دی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلې وینا کښې د کرهڼې برخې ته نیغ په نیغه اشاره وکړه. ایران د مختلفې آب و هوا په لرلو سره یو څلور موسمي هیواد دی او د آب و هوا دغه ډول والی د تولید، صادراتو او کار کسب په لړ کښې د هیواد وړتیا ډیره لوړوي.  د ایران غوره جغرافیايي موقعیت او د کرهڼې د برخې د مختلفو محصولاتو د کرلو لپاره یې مختلف قِسمه آب و هوا، په کلیو او د تولید په مرکزونو کښې د مناسب کاري ځواک شتون، د زغفرانو، پستې، درملیزو بوټو او د کرهڼې په برخې پورې د اړوندو خوراکي او لاسي صنایعو د محصولاتو په شان د ارزښتناکو محصولاتو په برخه کښې د خدای ورکړو نسبي مزیتونو شتون د ایران د کرهڼې په برخې کښې موجود مثبت ټکي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د غنمو، د غوړو دانو، چقندرو، مالوچو، د شیدو او غوښې په شمول د مال د صنایعو او چرګو او هګیو، وچو میوو، دالونو، کبانو او د اوبو د نورو محصولاتو او د باغي محصولاتو په شان د نورو برخو په شان مهمو محصولاتو په تولید کښې ډیره پانګونه کړې ده او توانیدلی چې د کرهڼې په برخه کښې واردات ترډیره کم کړي.

د مثال په توګه د ایران اسلامي جمهوریت په کال کښې ۱۴ میلیون ټنه غنم په هیواد کښې تولیدوي او په دغه محصول کښې پر ځان بسیاینې په لړ کښې یې ترډیره سټراټیجک تګ کړی دی. پر دې سربیره اسلامي ایران ځیني کرهڼیز محصولات د ګاونډي هیوادونو په شمول نورو هیوادونو ته صادروي. په هم دې لړ کښې د ۱۴۰۰ کال له پیل نه د لړم میاشتې تر پاې پورې ۵ میلیون ۴ لاکه ۳۱ زره کرهڼيز او خوراکي محصولات له ایرانه صادر شوي دي چې د هیواد لپاره یې ۳ میلیارډ، ۳ لکه او ۴۰ زره ډالر ګټلي دي. مهم ټکی دا دی چې د کرهڼې د برخې مسئولان باوري دي د ایران کرهڼیز صادرات او د اسعارو د راوړولو وړتیا یې، ترڅو چنده زیاته شوې ده.

د کرهڼې په برخه کښې پانګونه سبب شوه چې د ایران اسلامي جمهوریت د خوراکي امنیت په برخه کښې له ډیرې کمې ستونزې سره مخامخ شي. دا چاره په تیره بیا د ایران خلاف د ډونلډ ټرمپ د حکومت د زیات نه زیات دباؤ له سیاست وروسته ښه څرګنده شوه ځکه چې د کرهڼې برخه له هغو څانګو څخه وه چې له بندیزونو ډیره کمه اغیزمنه شوه او په ډیرو برخو کښې له منفي ودې سره سره د کرهڼې په برخه کښې وده ولیدې شوه او منفي تجربه یې نه درلودله.

د هیواد د برنامې او بودجې د سازمان د وخت مشر محمد باقر نوبخت د ۱۳۹۹ کال په مني کښې وویل: په تیرو یو دوو کالو کښې د هیواد اقتصادي وده د تیلو په حسابولو سره منفي وه خو د تیر کال په مني کښې د هیواد اقتصادي وده له تیلو پرته مثبته شوه او دا د کرهڼې په برخه کښې د ۷ فیصدي ودې برکت و. دا وده ښودنه کوي چې د کرهڼې برخه د تولید پراختیا ته د رسیدو لپاره ضروري وړتیا او ظرفیت لري.

د کرهڼې برخه له کابو ۹ فیصده ناخالص کورني تولیده په برخورتیا او په ۱۷.۷ فیصده کار کسب او ۵.۹ فیصده غیرتیلي صادراتو سره د هیواد په ستر اقتصاد کښې مهم ځاې لري. ایران د ۳۷ میلیون هیکټار کرهڼیزو ځمکو، ۱۲۰ میلیونه څاروی، ۸۴.۸ میلیون هیکټاره شنو میدانونو، ۱۴.۳ میلیون هیکټاره ځنګلونو او بډایه جینټکي سرچینو،په شمال او جنوب کښې د ۲ زره ۷۰۰ کیلومیټره سمندري سرحد او سواحلو او کابو د ۴.۲ میلیونو ګټه پورته کونکو د بالقوه استعداد په لرلو، د کرهڼې په برخه کښې د پام وړ علمي او ماهر ځواک او طبیعي سرچینو او بلآخره د آب و هوا له مختلفوالي په برخورتیا سره په ضروري تابیاؤ او غږملتیاؤ سره په سیمه کښې د کرهڼې د هراړخیزې پراختیا یو سمبول بلل کیدې شي. دغو وړتیاؤ ته په پام سره د کرهڼې برخه له هغو څانګو څخه ده چې د اقتصاد د متنوع کولو په سیاست کښې چې په تیلي عایداتو پورې د پيئلتیا کمولو ته اشاره لري، د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د جدي پاملرنې وړ وګرځي.        

یوه مهمه موضوع دا ده چې د ایران د کرهڼې برخه ډیر داسې ظرفیتونه لري چې ورته پاملرنه نه ده شوې او ورته په لاجدي توجه سره اسلامي ایران د کرهڼیزو محصولاتو په وارداتو پورې د پيئلتیا د لازیاتې کمونې په ترڅ کښې د کرهڼې د محصولاتو په یو صادرونکي هیواد بدلیدې شي.

په هیواد کښې داسې نور ډیر مغفول ظرفیتونه شته دي یا د تولید په څرخه کښې نه دي شامل کړی شوې یا د خپل تولیدي ظرفیت په ډیر کم حد کښې دي. د مثال په توګه په آزادو اوبو او سمندرونو کښې د کبانو د تولید ظرفیت د ایران د کرهڼې هغه وړتیا ګڼله کیږي چې پاملرنه ورته نه ده شوې. په قفسونو کښې په ګرمو او تروو اوبو کښې د اوسیدو وړ کبانو یا نورو اوبه ایزو حیواناتو د ساتنې لپاره د هیواد د شمال او جنوب له پراخو سواحلو ګټه پورته کول، له دغو مغفولو ظرفیتونو څخه دي.

د ایران د کرهڼیز جهاد د وزارت د وخت سرپرست عباس کشاورز د د ۱۳۹۹ کال په وري میاشتې کښې په دې خبرې سره چې د هیواد یو بل تاریخي ظرفیت چې پام ورته نه دی شوی، شنې اوبه یعنې د باران اوبه دي، وویل: په ایران کښې د ډیمونو د جوړولو لپاره ۱۰ میلیون هیکټاره ځمکه موجوده ده. کومې څیړنې چې په تیرو څلورو کلونو کښې شوې دي، ښودنه کوي چې په دغو ځمکو کښې پنځه سټراټیجک محصولات تولیدیدې شي. هغه زیاته کړه: په کلي توګه په دغو ځمکو کښې څه باندې ۲.۵ میلیون ټنه اضافي غنم، له یو میلیون ټنو زیات اضافي اوربشې، له ۲.۵ میلیون ټنو زیات د واښو محصولات او له اته لکه ټنو زیات روغني دانې تولید کولې شو.

*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی