کتابونه د علم باغونه (۲۶)
په ایران کی د کتاب جوړونې دود ډیره زاړه مخنیه لری ، د تر ټولو زوړ روایت په اساس د اوستا کتاب د غوا په سینګار شوی چمړې په زیړو اوبو سره لیکل شوی وو چی د نامه تنسر ،د مسعودی په مروج الذهب او تاریخ طبری کی دغه راپور نقل شوی دی
د ایران د تمدن یو ځلانده هنر چی د هغه ډیرې ظریفې جلوې د دغه ټاټوبی د خلکو د ذوق د کمال ، پوهې او علم د دود ښودنه کوی ، د کتاب جوړولو او کتاب ښایسته کولو هنر دی . د ایرانی خطی نسخو کې د کتاب ښکلی کولو سره اړونده د هنری اثار ټول د ایران دپرمختللی تمدن ګواه دی .
په ایران کی د کتاب جوړونې دود ډیره زاړه مخنیه لری ، د تر ټولو زوړ روایت په اساس د اوستا کتاب د غوا په سینګار شوی چمړې په زیړو اوبو سره لیکل شوی وو چی د نامه تنسر ،د مسهودی په مروج الذهب او تاریخ طبری کی دغه راپور نقل شوی دی . په پینځمې پیړۍ کې د ثعلبی په لیکنه زرتشت په بلخ کی یو کتاب ګشتاسب شاه ته راوړ چی هغه یې د دولس زره غواګانو په چمړې ولیکه او هر ټکی یې په چمړې پوخ ولیکه او پکې سره زر واچول .
له اسلامه مخکې د ایرانیانو اثار په ډول ډول خټین او د کاڼو لوحونو ، د غواګانو او وری په چمړو او کله هم د ونو په پوستکو ، په زاړه حصیری کاغذ یعنی پاپیروس او دې ته ورته شایانو لیکل شوی دی . په هغه وخت کی قلمونه د لرګی یا وسپنې وو او له بانس هم استفاده کیدله .
د حمزه اصفهانی په لیکنه له سکندر وروسته د ملوک اشکانی په ورځو کې د تجومو ، طب ، فلسفې ، کرهڼړې علومو کی د دغه ټاټوبی اویا کتابونه یونانی او قبطی ته ژباړلی وو . په مینځنی اسیا او نسا په سیمه کې د لرغون پیژاندو هلې ځلې او همداراز د اورامان د ځینو قبالو موندل کیدا او په پارتی ژبه په چمړې او لوحونو لیکل شوی ځینې اسناد ټول له اسلامه مخکې پړاونو کې د ایرانیانو د کتاب جوړولو او لیکلو په مخنیې ګواهی ورکوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په مصر ، بین النهرین او لرغونی ایران کی ترلاسه شوی ټول تاریخی اسناد ښی چی کاتبانو د موادو له جنس په ژور درک سره مطلبونه په دې ډول لیکل چی د ټکیو او حروفو اندازه ، د سطرونو اندازه ، د هغه فاصلې او حتی د لکیرو شمیر له یوه بل سره غږمله او په تناب کی وی .
داسې ښکاری په ایران کی د اشکانی او ساسانی پړاونو کې کتابونه په ننۍ شکل او له کاغذ او چمړې په استفادې سره تولید کیدل . په ساسانی پړاو کې کتاب ډیر دود وو او د شاپور جندی مدرسه د کتاب د تولید یو مرکز بلل کیده .
د ایرانیانو له اسلام راوړلو وروسته مختلفو دولتونو د خپل عظمت د ښودلو په تکل کی شول چی د لرغونی ایران په ورته پرتمین دربارونه رامینځته کړی . دغه بهیر د غزنویانو او سلجوقیانو په پړاو کې زیات شو او دا دوې لړۍ که څه هم ترک توکمه وې ، خو ایرانی کلتور لپاره ځانګړی اهمیت ته قایل وو او د هغه د ودې لپاره یې زمینه برابره کړه . په دغه پړاو کې د خواجه نظام المالک په شان د پیاوړیو کسانو په همت د ډیرو کتابتونونو په جوړولو سره د کتاب سینګارولو د هنر لپاره زمینه برابره شوه .
خو په ایران کی د کتاب سینګارولو د هنر اوج په تیموری پړاو پورې اړه لری . د تیموریانو د دربار شرایط او هنر ته د هغو ډیر پام د کتاب ښکلی کولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړه تر دې حده چی په دغه پړاو کې خطی نسخې تولید څو برابره شو . د غه پړاو یو ارزښتمن کتاب د بایسنقری شاهنامه دی چی د هرات په کتابتون کی تولید شو .
د بایسنقری شاهنامه د شاهنامه فردوسی د نګارهدار زاړه نسخه ده چی د هنری ارزښتونو او کتاب ښکلی کولو له نظره ډیر اهمیت لری . دغه ارزښتمن او نفیس کتاب د هرات په مکتب کی ۲۲ نګارګری لری او په ۸۳۳ قمری کال کی برابر شوی دی . دغه اثر اوس د ګلستان ماڼي د میوزم په کتابتون کې ساتل کیږی او د یونسکو د نړیوالې حافظې په پروګرام کی د ایران له لوری د نښې په توګه ثبت شوی دی .
««««««««««««««««««««««««««««««««
ومو ویل چی له لومړیو اسلامی پیړیو کتاب جوړول اړو کتاب ښکلی کول د مسلمانانو د پام وړ وو او کاتبان له اقتصادی او رسمی امتیازاتو برخمن وو . وراقان په ایرانی ټولنه کی پیژندل شوی صنف وولکه څرنګه چی په زاړو فرهنګنامو کې د کتاب او کتاب ښکلی کولو په اړه سرفصلونه پرانیستل شوی او هغو په اړه بشپړه معلومات راوړل شوی دی .
د کتاب جوړونې او کتاب ښکلی کونې مهارتونه په پینځو مهارتونو ولاړ دي لکه د کاغذ برابرول ، د مرکب یا سیاهۍ برابرول ، خط او خوشنویسۍ ، جلد جوړول او د کتاب ښکلی کول او تذهیب
کاغذ د دوهمې هجری پیړۍ په لومړۍ نیمایی کی په خراسان کی د چینی بندیانو په وسیله جوړ شو او په چټکتیا سره په خراسان او نورو اسلامی ټاټوبیو کی دود شو . دغه تجارت تر دې ځایه ورسید چی د اسلامی نړۍ په تجارتی او صادراتی شیانو کی شامل وو . په اسلامی تمدن کې کتاب او کتابت ته دوامداره اړتیا سبب شوه چی په مینځنیو پیړیو او له هغه وروسته د تیموریانو ، صفویانو پتړاونو کې کاغذ ګرانو د کاغذ د تولید په زمینه کی ښکلتیا اړخونو ته پام وکړ او ډول ډول هنری او الوان کاغذونه یې تولید کړل .
د څلورمې قجری پیړۍ یو عالم ابن ندیم د الفهرست په کتاب کی د کاغذ له ۶ ډولونو چی په هغه وخت کی مشهور وو ، خبره کړی ده . په دوی کی یو کاغذ ، خراسانی کاغذ دیب چی د بنی امیه یا بنی عباس په پړاو کی معمول شوی دی . خراسانی کاغذ د سلیماتنی ، طلحی ، نوحی، فرعونی ، جعفری او طاهری په شان په څو ډولونو ویشل کیده .
مسلمانانو ډول ډول سیاهۍ ، لیقه ، پنسل او رنګینی سیاهۍ پیژندلی او ازمویلی وی . په تر ټولو زادو اسلامی متونونو کې د داسې سیاهۍ خبره کیږی چی یو اجزا یې یاقوت وو او د کاغذ د لمجنیدا په بڼه کی نه خرابیده .همداراز په مینځنیو پیړیو کی د داسې سیاهۍ زکر شوی دی چی د طاووس د وزرو په شان رنګا رنګ وو . د کتابت د اسبابو او اوزارو په زمینه کی دا ټول شیان د پخوانیانو د غور او فکر ښودنه کوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
خط او د خوشنویسي مهارت په کتاب جوړولو کې یو مهم عنصر دی چی ډیر اړخونه لری . په اسلامی ، ایرانی کلتور کی خط ډیر زیات اهمیت لری . اسلامی خوشنویسي او له هغه مخکې ایرانی خوش نویسي د هغه د جوړونکیو ټولو عناصر او اجزاو ترمینځ انډول رامینځته کوی .
جلد جوړول او تجلید د کتاب او کتاب جوړولو یو بل ضروری فن بلل کیږی او اسلامی ټولنو ترمینځ د کتاب جوړولو سره اړونده هنرونو په شان یې وده او ترقی کړی ده . پعه اسلامی نړۍ کې صحافانو ډول ډول جلدونه جوړ کړی او له لرګی ، چمړې ، کپړې او کاغذ یې ډول ډول ډیر نفیس او هنری جلدونه جوړول . جلد جوړولو او صحافی ته د کتاب جوړونکیو پام سبب شو چی د کتاب سینګارولو په تاریخ کی ډول ډول جلدونه جوړ شی . لکه د لرګی ، روغنی و ساغری ، سوخت ،د چمړې بوم سوزنی ، په صدف سره پړوښل شوی جلدونه ، ضری ، قلمکار او داسې نور . په دغو کی ځینې جلدونه د جلد جوړولو په تاریخ کی د سترو او نفیسو نمونو په توګه د نړۍ په میوزمونو کی ساتل کیږی .
خو وروستې مورد تذهیب یا سینګار دی . نقاشی ، انځور ګری ، اذین بندۍ او په کلی ډول په ایران او اسلامی نړۍ کی د کتاب جوړونې سره اړونده ټولې ښکلاوی او سینګارونه معمول او پیژندل شوی وو چی د تذهیب په نوم مشهور شوی دی . په فنی کتابونو کی د دغه هنر راز راز نمونې لغتنامې ، طبی اثار ، طبیعت پیژندنې او همدراز کرهنې او هغه سره اړونده موضوعاتو ، همداراز ادبی او د شاعرانو د دیوانونو په کتابونو کی کارول شوی او له تیر وخته پاتې اثار د تاریخ په اوږدو کې د ایرانی هنرمندانو د شتون ښودنه کوی .
پای