Aug 02, 2022 12:46 Asia/Kabul
  • کورنۍ وړتیاوې ۱۳

د ایران په اقتصاد کښې د پوه بنسټه تولید موقعیت، اهمیت او پایلې

ګرانو مینه والو لکه څنګه چې خبر یئ د اسلامي انقلاب معظم رهبر روان ۱۴۰۱ لمریز کال د (تولید، بنسټیزې پوهې او کار زیږونې) کال وباله. په هم دې لړ کښې مو د کال د شعار یعنې د کورنیو وړتیاؤ تر عنوان لاندې پروګرامونه چمتو کړي دي. د دې لړۍ په دوام کښې مو په څو پروګرامونو کښې د ایران په اقتصاد کښې د پوه بنسټه تولید د پایلو موضوع څیړل کیږي.

*/*/*/*/*/*

د ایران د اقتصاد په زیان پيژندنه کښې د ټولو کارپوهانو او ماهرانو په باور په وړومبۍ درجه کښې باید په کم مالیاتي ارزښت سره د اومو موادو په خرڅون پورې د ایران د اقتصاد او د حکومت د بودچې پیئلتیا ته اشاره وشي. د دغې ستونزې اصلي جرړه په دغه صنعت کښې او د دې برخې په فعالو شرکتونو کښې د پوهې او ټیکنالوجۍ په کمزورۍ کښې ده چې له بده مرغه سبب شوې تر ځمکې د لاندې سرچینو د شتون په نامه د قوت ټکی، د ایران په اقتصاد باندې د بندیز او دباؤ لپاره په یو اړم بدل شي. هم داشان د هیواد د اقتصاد د کمزورۍ یو بل ټکی د خلاقیت او نوښتونو د کچې ټیټوالی او د اقتصادي برخې د ټیکنالوجۍ کمزوري ده او دا خپله د پردیو د بندیز په وړاندې د هیواد د اقتصاد د کمزورۍ او تاواني کیدو زمینه برابروي. دغې چارې د هیواد اقتصاد او صنعت د بهرنیو ټیکنالوجیو په مصرفونکي بدل کړی دی.

 د دغه ډول زیانونو په پیژندلو سره د هیواد د ستونزو په هواري کښې د پوهې په بې بدیله رول باندې پوهیدلې شو.  پوهه په اقتصادی او اجتماعي بدلونونو کښې یو ډیر اغیزناک ځواک دی او یو عمومي څیز ګڼل کیږي ځکه چې بوهه بې له کمي له نورو سره شریکیدې شي. په عین حال کښې دا د دغه څیز لپاره یو منفرد صفت ګڼل کیږي چې د پانګې او مادي شتمنیو او طبیعي زیرمو په شان د فزیکي شیانو په اپوټه ترې استفاده یې کمیت نه کموي او په ځلونو ترې کار اخیستل کیدې شي.

د اقتصاد په مختلف ډوله کولو کښې د پوه بنسټه تولید رول دومره زیاته دی چې ویلې شو کار زیږونکی پوه بنسټه تولید د اقتصادي ودې په شان به د انقلاب په دویمه چِلّه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سترې اقتصادي سټراټیجۍ په توګه د مقاومتي اقتصاد د عمل د اجرايي کیدو یوه لاره شي. پوه بنسټه اقتصاد د تولید د سرچینو د ګټې سبب کیږي. د تولید د سرچینو د ګټې زیاتیدا د اقتصادي ودې د ډیریدو لامل ګرځي او د مقاومتي اقتصاد د عملي کیدو سبب کیږي. پوه بنسټه اقتصاد د نړیوالې سیالۍ د زیاتیدو له لارې د لګښتونو د کمیدو سبب شوی او دا چاره د اقتصادي ودې د زیاتیدو او د مقاومتي اقتصاد د عملي کیدو سبب کیږي. د ارتباطاتو او اطلاعاتو د ټیکنالوجۍ پراختیا، د اقتصاد په ټولو اړخونو کښې د اطلاعاتو د تبادلې لګښتونه کموي. د اطلاعاتو د تبادلې د لګښتونو کمیدل او د چټکو ارتباطاتو د ټینګښت امکان د اقتصادي فعالانو انګیزه زیاته کړې او دا کار د اقتصادي ودې د زیاتیدو او د مقاومتي اقتصاد د عملي کیدو لاره هواروي. پوه بنسټه اقتصاد د عاید د زیاتیدو سبب کیږي او دا عاید دا زیاتوالی د پوهې لپاره د تقاضا د زیاتیدو لامل ګرځي او بلآخره دا کار هم د اقتصادي ودې او د مقاومتي اقتصاد د عملي کیدو سبب کیږي.

*/*/*/*/*/

نن سبا د اسلامي انقلاب نه په وروسته کلونو کښې د ایران د علمي ودې له پراختیا او د علم په تولید کښې د شپاړسم مقام له ترلاسه کولو او د روزل شوې انساني سرمایې له لرلو سره سره، په ډیجیټل نړیوال اقتصاد او بنسټیزې پوهې کښې د ایران موقعیت مناسب نه دی. په داسې حال کښې چې له ټولو ناخالص کورني تولید څخه د پوه بنسټه تولیداتو ونډه په امریکا کښې ۱۲ فیصده، په چین کښې ۲۷، په جاپان کښې ۱۹، په جرمني کښې ۲۳، کوریا کښې ۲۹ او په هندوستان کښې ۱۶ فیصده ده، په ایران کښې په ناخالس کورني تولید کښې د پوه بنسټه شرکتونو ونډه یوازې نیم فیصده ده.

پر دې سربیره د پوه بنسټه اقتصاد د ځانګړنې یاKEI  له مخې چې د پوه بنسټه اقتصاد د ودې د فیصدۍ له نظره د مختلفو هیوادونو د سنجونې لپاره یو نړیوال معیار دی، د ایران رتبه په دې برخه کښې ۹۴ ده چې حتی د تایوان په شان ځینو وړو آسیايي هیوادونو په پرتله هم کوم مناسب مقام نه دی. په هم دې اساس د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تولید او اقتصاد په برخه کښې پوهې ته د پاملرنې غوښتونکی دی ځکه چې د نړیوال نظام د ودې په حال کښې او د پرمختللو هیوادونو تجربې ثابته کړې ده چې د اقتصاد پوه بنسټه کیدل په اقتصادي ودې کښې یو مهم عامل دی.

د هغو څیړنو له مخې چې په دې وروستیو کښې په ایران کښې د هراړخیزې ودې د حالت په هکله د کار او ټولنیزې هوساینې په وزارت کښې ترسره شوه، څیړنې ښودنه کوي چې د اقتصادي ودې له څلورو عواملو څخه فزیکي سرمایه د هیواد په اقتصادي ودې کښې ترټولو زیاته ونډه لري.

اقتصادي وده په مجموعي توګه د څلورو مختلو عواملو څخه ټاکل کیږي چې په دا ډول دي: فزیکي سرمایه (د تولید او اقتصادي فعالیتو د پيلولو لپاره ابتدايي سرمایه).

د کار ځواک (د کاري ځواک له خوا د ترسره شوي کار د ساعتونو کلنیز اوسط)

انساني سرمایه ( د کار د ځواک اوسط تحصیلات) او

ګټه اخیستل (د تولید د عاید یوه برخه چې د ټیکنالوجیکي پرمختګونو او د تولید د بهیر په شان بهیر کښې د کارول شویو ځواکونو د ثابت پاتې کیدو باوجود زیاتیږي).

*/*/*/*

د ایران په هکله د دغو څلورو مواردو څیړنه ښودنه کوي چې فزیکي پانګه په اقتصادي ودې کښې ترټولو ستره ونډه لري، حال دا چې دغه ونډه د کار د ځواک او انساني سرمایې لپاره ناڅه او د ګټې د عامل لپاره منفي ده. د دغو احصائیو له مخې له ۱۳۹۰ نه تر ۱۳۹۹ کلونو ترمینځ موده کښې د فزیکي سرمایې خاوندانو له اقتصادي ودې ترټولو زیاته ونډه درلودله. په دغو کلونو کښې د اقتصاد د ۴.۴ فیصده متوسطې ودې څخه د فزیکي پانګې ونډه ۹۳ فیصده وه.

هم داشا له دغه اندازه ودې څخه د ګټې ونډه منفي وه او د انساني پانګې او د کار د ځواک خاوندانو هم له ټولې رامینځته شوې ودې څخه ډیره کمه ترلاسه کړې ده. په حقیقت کښې ایران په کلي توګه په  فزیکي سرمایه کښې غالب رول (څه باندې ۹۰ فیصده) رول لوبولی دی او د نورو عواملو ونډه ناڅه او حتی منفي پاتې شوې ده. له دغو مواردو څخه دا نتیجه اخیستې شو چې انساني ځواک په ایران کښې په کمو مهارتونو او کمې ګټې سره د هراړخیزه اقتصادي ودې د نه ترلاسه کیدو یو عامل دی.

پوه بنسټه اقتصاد ته پاملرنه د ایران د اقتصاد لپاره مهمې پایلې لرلی شي هم هغه ډول چې بې پامي به ورته هم منفي پایلې ولري.

*/*/*/*/*/

 

ټیګونه