ایران د اونۍ په هینداره کښې
ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! ایران د اونۍ په هینداره کښې تر عنوان لاندې پروګرام سره مو په خدمت کښې یو چې په کښې د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو جاج اخلو
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره سه شنبه د ایران د ولسمشر او د هغه د کابینې د غړو په کتنه کښې د حکومت د یو کلنو توفیقاتو په یادولو سره د اقتصاد د مسئلې د وړومبیتوب په شمول مهمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: د انقلاب په دوران کښې د ولس عمومي راپاریدل، د انقلاب د سترتوب په وړاندې د استکبار حیرانتیا، د نړیوالو زورویونکو دوامدارې دښمنۍ، د صدام د هوايي بریدونو په وړاندې د هیواد او پلازمینې بې دفاع والی، د انقلاب په وړومبنیو کلونو کښې په ټول هیواد کښې د ترهګرو شتون او ناامني، له انقلاب وروسته د مختلفو حکومتونو او پارلیمانونو کړچار، د مقدسې دفاع په حماسې او له دښمنانو سره د مقابلې په نورو جبهو کښې د ولس ټاکونکی شتون او په مختلفو لارونونو او دستورو کښې د خلکو بې دریغه او د ستاینې وړ شتون هغه چارې دي چې د ټولنې په ذهنونو کښې یې یاد تل باید ژوندی ووسي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خلکو د هیلې او اعتماد ژوندی کول د حکومت ترټولو مهم توفیق وباله او زیاته یې کړه: خلک ویني چې حکومت د میدان په مینځ کښې دی او د هغوي د ستونزو د هوارولو او خدمت لپاره په کار او کوشش لګیا دی او دې حقیقت، عمومي امید او اعتماد ترډیره راژوندی کړی دی، البته دغه هلې ځلې په ځینو برخو کښې نتیجې ته رسیدلې دي خو په ځینو برخو کښې تراوسه لازمو نتیجو ته نه دي رسیدلې.
دوي د ایران دا اوسنې یعنې دیارلسم حکومت مسئولیت منونکی وباله او ویې ویل: د بهرني سیاست او کلتور په برخو کښې ښې کړنلارې او د عدالت غوښتنې، له کمزورو څخه د ملاتړ، له اشرافي ګرۍ څخه د ځان ساتنې او له استکبار سره د مقابلې په شمول د انقلاب د شعارونو خیال ساتل د حکومت مثبت ټکي دي.
*/*/*/*/
د ایران خارجه وزارت په هرات ښار کښې د جمعې په ورځ ماسپښین د ګذرګاه په جامع جومات کښې ترهګره حمله په کلکه وغندله.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني د دغې ترهه ګرې حملې د قربانیانوکورنیو ته د تسلیت د ویلو په ترڅ کې د ژوبلو کسانو لپاره د عاجلې شفا دعا وکړه .
ښاغلی ناصر کنعاني په افغانستان کې د ترهه ګرو حملو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به د ترهه ګرې له سپیرې ښکارندې ، تاوتریخوالي ، افراط پالنې او ترهه ګرې سره په مبارزه کې له افغانستان او دهغه له مظلوم ملت سره په څنګ کې ودریږی .
د هرات امنیتي سرچینو تائید کړې چې په هرات کښې د ګذرګاه شریف جامع جومات مخ ته په ننۍ بم چاودنې کښې په یوشمیر لمونځ ګزارو سربیره د جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري له دیارلسو ساتونکو سره یوځاې ووژل شو.
دغه بم چاودنه چې داعش ډلې یې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی د جمعې لمانځه له ترسره کیدا سر په یووخت شوي ده.
د افغانستان ځینو سرچینو د هرات د جمعې ورځې د بم چاودنې د مړو او د ژوبلو شمیر څه د پاسه سل تنه اعلان کړی دی.
د هرات د ګذرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري د طالبانو د حکومت له کلکو ملاتړو او دیني عالمانو وو
*/*/*/*
تهران کښې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ استازي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت یوازنې هیواد دی چې د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.
ناصر ابوشریف زیاته کړه: ټول اسلامي هیوادونه باید د ایران د اسلامي جمهوریت په شان د صهیونیسټي رژیم له نیواکګرۍ سره په مقابل کښې په بشپړه توګه د فلسطین د خلکو ترڅنګ اودریږي.
ابوشریف په دې خبرې سره چې له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول اړیکې ټینګول تیروتنه او غلطي ده، د فلسطین د خلکو په تاوان او د صهیونیسټي رژیم د موجودیت د ساتنې په لړ کښې دي، څرګنده کړه: ټول فلسطینیان په هره سطحه او اندازه د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره د اسلامي او عربو هیوادون د ایکو د ښه کولو مخالف دي.
*/*/*/*/
د ایران د خارجه وزارت ویاند د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو د مسودې د متن په هکله د امریکې د ځواب په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظراتو د لیږلو خبر ورکړ او ویې ویل چې په ورلیږلي متن کښې د مذاکراتو د فاینل کولو په موخه د یوې رغنده کړنلارې لرونکی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوي ناصر کنعاني د تیرې اونۍ د جمعې په سهار وویل چې د امریکې د ځواب له ترلاسه کولو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د ماهرانو ټیم هغه په ځیر سره وڅیړه او د ایران ځوابونه، په مختلفو سویو له څیړل کیدو وروسته تدوین شول او د تیرې جمعې په شپې د اروپايي اتحادیه غږملونکي انریک مور ته وسپارل شول.
د ایران خلاف د ظالمانه او غیرقانوني بندیزونو د لرې کولو په چورلیزتوب سره د ویانا په خبرواترو کښې ګډون کونکي کابو ټول هیوادونه زرترزره د مذاکراتو د جمع بندۍ غوښتونکي دي خو فاینل موافقې ته رسیدل د څو پاتې مهمو موضوعاتو په هکله د امریکې سیاسي فیصلو ته اټال دي.
*/*/*/*/*
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: د ایران خلاف د ملګرو ملتو د وسلو د بندیزونو په ختمیدو سره د ایران د پوځي ملګرتیا د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نشته.
سردار جنرال محمد باقري تیره پنجشنبه په تهران کښې د پاکستان د هوايي ځواک د قومندان ظهیر احمد په کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران او پاکستان اړیکې تل مخ په پراختیا پاتې شوې دي، څرګنده کړه: د دواړو هیوادونو پوځي قومندانانو د اړیکو په پراختیا کښې ځانګړی رول لوبولی دی.
د پاکستان د هوايي ځواک قومندان هم وویل چې اسلام آباد تل له تهران سره د اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی او د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمینځ اړیکې د سفارتکارانو او چارواکو په اړیکو باندې خامخا مثبته اغیزه کوي، هم داشان د ایران او پاکستان ولسونه د دیني او کلتوري اشتراکاتو په وجه یوبل ته ډیر نزدې دي.
*/*/*/*/
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د سیمه ییز پیوستون په پیاوړي کولو کښې د پردیو هیوادونو له لاسوهنې پرته د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د فضا د ښه کولو لپاره د عراق نوښتونه او اقدامات اغیز شیندونکي وبلل
ولسمشر رئیسي وویل: له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو بیا رغول او پیاوړي کول د سیمې د امنیت په ګټه دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کښې د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنه کښې د سیمې د چارو په هکله د بغداد د حکومت د سلامشورو په قدرونې سره وویل د سیمه ییز پیوستون په پیاوړتیا کښې د پردیو له لاسوهنې پرته د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د فضا د ښه کولو لپاره به د عراق اقدامات او نوښتونه اغیز شیندونکي وي.
دایران ولسمشر د عراق په مینځګړیتوب سره د سعودي عربستان او د ایران د خبرو اترو پینځه پړاونه ګټور وبلل او ټینګار یې وکړ چې د پخوانیو موافقو د اجرا په بشپړیدا سره د تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره لاره هواریږي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې په عراق کښې د ثبات او د امنیت ټینګیدل یوازې د هیواد د ټولو سیاسي ګوندونو ترمینځ د خبرو اترو له لارې او د اساسي قانون پراساس او د عراق د ملت د مشکلاتو د ختمیدا لپاره د نوي حکومت د جوړولو په هکله په تفاهم سره رامینځته کيږي وویل په دې اړه مذهبي مرجعیت ډیر مهم رول لري.
د عراق خارجه وزیر فواد حسین هم په دغه کتنه کښې په عراق کښې له ثبات او امنیت او د نوي حکومت د جوړیدا د سیاسي بهیر له بشپړیدا څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د پریکنده او پرله پسې ملاتړونو قدرونه وکړه او د عربستان او د ایران د اړیکو په ښه کولو کښې د عراق د حکومت د رول د لوبولو په دوام ټینګار وکړ او په دې هکله یې یو مفصل راپور هم وړاندې کړ.
*/*/*/*/*
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس دې له سیاسي کړنلارو لرې شي.
حسین امیر عبداللهیان تیره چارشنبه د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره له کتنې وروسته ټینګار وکړ چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس باید له خپل سیاسي چلنده واټن واخلي او یوازې پر خپلې دندې دې تمرکز وکړي.
د ایران د ډیپلماسۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: ایران په نړۍ کښې د صلحه ایزې ایټمي موضوع اصلي لوبغاړی دی او د امنیت د ټینګښت لپاره هرډول مرستې او ملګرتیا ته تیار دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشن دې ته په اشارې سره چې د تهران او ماسکو اړیکې په سمه لاره روانې دي، په مختلفو اړخونو کښې د اړیکو له مخکې نه د زیاتې پراختیا لپاره د ګډو هلوځلو د دوام او پياوړتیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی