Sep 21, 2022 14:06 Asia/Kabul
  •   د سپيڅلی دفاع  اونۍ،د سپيڅلی دفاع کلتور ،مولفې او ځانګړنې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سپيڅلي دفاع  د اونۍ په مناسبت له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    د ۱۹۸۰کال په ستمبر کې په ایران  د عراق دبعثي رژيم  دتیریګریو د کلیزې په شپو ورځو کې یوو،هغه تیري چې  دایرانیو ښځوسړیو او ځوانانو په کلک مقاومت او حماسه پنځونې سره  دایران د ولس په زاړه تاریخ کې یوه زرینه پاڼه ده .په ایران اته کلن تپلی جنګ،له نړیوال استکبار سره د مبارزې او آزاد ژوند لپاره د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران دولس د اتحاد او خوځښت  دوهمه څپه ئې په ځان پسې درلوده.په اته کلنې سپيڅلی دفاع کې ، د شرافت،ایمان،عشق،شجاعت،تدبیر او سرښیندنې په څير ارزښتونو او دجنګ ډيرو زیاتو تراخو پيښو ورائښت وموند.اته کلنه سپيڅلي دفاع،د هغه ملت سرښیندنې میړنتوب  اوتل پاتیکیدونکی حدیث دی چې د خپل اسلامی ټاټوبي  او انقلاب  او مکتب ددفاع په لاره کې ئې د میړنتوب او شهادت لوړې څوکې فتح کړې او داسلامی انقلاب دښمنان ئې خپلو موخو ته په رسیدا کې ناکامه کړل.ایران دعراق دبعثي رژيم  له تیریو سره په مقابلې کې بریالی شو څوپه ایمان،د حضرت امام خمیني په څير په رهبرۍ ،د جنګ د نوو رودوپه ایجادولو،د جنګ په ډګرونو کې د ولس پراخ شتون او د دوي بې خرته ملاتړونوباندې په تکیې سره،دبعثي رژيم تیریګر پوځیان  له خپلې خاورې وشړي او خپلو سپيرو موخو ته دعراق د جنایتکاردیکتاتور صدام  درسیدا خنډ شي. اته کلن تپلی جنګدساړه جنګ د پړاؤ او دوو قطبي نړیوال پړاؤ  د جنګونو د کم ساري او استثنائي  جنګ  په توګه دی .یو  داسې جنګ چې  ددنیا د وخت دوه زبرځواکونه په یوې جبهې کې سره مټ په مټ شول  او په بشپړ ډول په یوه خوله ئې  د عراق له بعثي رژيم صدامه ملاتړ وکړ.له ایران سره دعراق دبعثي رژيم  اته کلن جنګ،په تعریف، راپنځيدا،کیفیّت او طبقه بندۍ  او انګیزې کې، له نورو جنګونو سره فرق درلود.البته ،د ایران او عراق جنګ،د حق او باطل جنګ ؤ. ځکه جنګ پر ایران وتپل شو،خو دجنګ تپلو ،ایران تسلیمیدا ته مجبوره نه کړ،بلکې د ایران ولس په خداي باندې په توکل سره د تیریو په وړاندې په میړنتوب او شجاعت سره مقاومت وکړ.

Image Caption

 

        دجنګونو په پیل کې ،لوري دجنګیدا لپاره بشپړ یا نسبي چمتووالی لري، په داسې حال کې چې ایران د اسلامی انقلاب  له بریالیتوبه  نولس میاشتې وروسته دجنګ میدان لپاره  ذهني او عملی چمتووالی نه درلود.په سپيڅلی دفاع کې د ایرانیو مبارزانو انګیزه،کومه مادي انګیزه نه وه،بلکې  دوي یوازې دخداي د رضا لپاره له خطرې سره ډغره وهله . همدغه عنصر،په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې د دوي دبریالیتوب علت شمیرل کیږی.  دجنګ کیفیّت  د دودو جنګونو له کیفیّت سره  توپیردرلود،ځکه ددغه جنګ په یوه لوري کې،داسې مبارزان وو، چې په ترټولو کمو امکاناتو سره ئې  ددرستې نړۍ په مقابل کې مقاومت وکړ. پر دې سربیره له دغه جنګه د ولس ملاتړ، حیرانونکی ؤ. د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت امام خمینی معني روح ډير زیات خلک دجنګ ډګر ته کاږل.دمبارزانو توقع او امید نه پیسې وې او نه مقام، بلکې یوه شرعي او الهي دنده وه . ددغه جنګ ترټولو مهمه ځانګړنه پر خداي باؤر ؤ. پر خدای توَکل لامل شو څودنړۍ دنورو پوځونو په اپوټه ، د ایران مبارزان خپلې درستې شیبې  خداي تعالی ته متوجه کړې او د خاورې د فتح کولو دنورو پوځي سټراټژیو په اپوټه  د لومړني هدف په توګه نه ،بلکې د ثانوي هدف په توګه  ورته وګوري او دا موضوع د بشریّت په درست تاریخ کې بې مخینې ده. حضرت امام خمینی دمبارزانو دغې ځانګړنې ته په اشارې سره  فرمائي ؛یوازې په خداي ایمان درلودل او داسلام په لاره کې له شهادت سره عشق او د سرښیندنې او قربانۍ روح ،ددوي د نابرابر جنګ آوزار وو:::  د اسلامی انقلاب ستر لارښود په یوه ځاي کې فرمائي؛هغه څه چې  د مونږ ملت ئې بریالی کړ،په خداي ایمان او له شهادت سره عشق ؤ.د ایران ملت هیڅ شی نه درلود،ایمان ئې درلود او دغه ایمان دوي پر ټولو قدرتونو برلاسه کړل؛ هو!که خداي،دهرکار چورلیز وګرځول شي او دهغه رضا دچارو سرمشق شي، نو بې شکه په ځان پسې بریالیتوب ډالۍ کوي، لکه څنګه چې قرآن کریم  کې فرمائي ؛ولا تَهِنو ولا تَحزَنو وَ اَنتُم الاعلوَن  اِن کُنتُم مومنینٔ او سست نه شئ(مه ویریږئ) او غمجن نه شئ او تاسو برلاسه ئۍ که ایمان مو راوړی وي. په  خداوندمتعال ایمان اواعتقاد ؤ چې د ایران مبارزان ئې د وینې تر وروستي څاڅکي پورې سرښیندنې ته اړباسل.::

Image Caption

 

           د اته کلنې  سپيڅلی دفاع  یوه بله ځانګړنه، دعراق دبعثي رژيم له پوځ سره  چې د ختیځ او لویدیځ دواړو زبرځواکونو ئې بشپړملاتړ کوۀ،د ایرانیو مبارزانو په ډغرې کې د حضرت امام حسین علیه السلام دپاڅون او دعاشورا د واقعې  اغیزې وې.ممکنه ده ووئيل شي،د اسلام په تاریخ کې  د مبارزې په پیړیو پيړیو کې،د اسلامی انقلاب د حرکت په څير هیڅ یو انقلاب او حرکت او د دحسیني کربلا او عاشورادانقلاب په شبیه د سپيڅلی دفاع صحنو په څير هیڅ یوه صحنه نشته . د مقدسې دفاع په جبهو کې په زرګونو نښو نښانو نن  ته دعاشورا  له پرون سره پيوند ورکوۀ او کربلا بوئ ټولو ته رسوۀ.په شعارونو،وصیت نامو،عملیاتو،دعملیاتو په نامو،دعملیاتو په شپو ، لیکونو،پر قبرونو په لیکنو او د جبهوپه درستو مظاهرو او ځلاؤ کې یو فکر ترسترګو کیږي چې ددغو دوو تاریخي قطعو ترمینځ حیرانونکی پيوند او د مطالعې وړ پیوند پکې موندلی شو.  په دې زمینې کې څیړنې او مطالعې  او ددغو مشترکاتو نښې نښانې،نه یوازې  دعاشورا د فرهنګ حیات  او اغیزشیندنې او راپنځیدا بیانول او انځوریدا،بلکه د اسلامی انقلاب او د سپيڅلي دفاع د کلونو تقدس،سلامتیا،عظمت ،پاکوالي او لوړتیاده .په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې مبارزانو هرڅه  له کربلا سره سنجول او دکربلاپه هیندارو کې ئې تر ټولو ورکوټي هینداره ، علی اصغر رانیولې دعاشورا تر ټولو ځلیدونکي هیندارې حسین (ع)پورې  ئې ځانونه پکې لیدل. دهغو بوډاګانو څیرو  چې په جبهو کې جنګیدل، د حبیب ابن مظاهر  ننداره ئې وړاندې کوله . زلمیان له حضرت قاسم سره تشبیه کیدل، سرداران  له حضرت ابوالفضل او ځوانان له حضرت علی اکبر سره .په هغو لیکونو کې چې له جبهې به خپلو کورنیو ته رسیدل، د زینب بی بی په څير د صبر سپارښتنې پکې ترسترګو کیدې،حتی په توغندوي حملو او بمباریو کې شهید ماشومان له علی اصغر سره تشبیهۀ کیدل.په اسلامی انقلاب کې په تیره بیا دسپيڅلی دفاع په اتکلن پړاؤ کې  مهم ټکی، هغه شباهت دی چې  دحضرت امام خمینی او مبارزانو او خلکو،له حضرت اباعبدالله او له عاشورا او کربلا سره دجنګ دجبهو سره  لیدو.شاید په یوه مشهور او ساده شعار کې یعني ؛ نهضت ما حسینیه، رهبر ما خمینیه؛  یعني زمونږ غورځګ حسینی دی او زمونږ رهبر خمینی دی: دغه مفهوم او لطیف نظر پکې نغښتی وي.دا چې امام خمیني پخبله د پیغمبر له کورنۍ ؤ او دهغه سیرت،لاره او خبرې هماغه خبرې او روده تعقیبوله، یو داسې تصویر او باور، په ذهنونو کې انګازې کولې. حضرت امام خمیني،په کرتو  دحضرت امام حسین علیه السلام له یارانو سره د مبارزانو ،شهیدانو ،خلکو او جبهو شباهت او  دعاشورا غورځنګ ته ،اشاره کړې وه .

Image Caption

 

          مبارزانو هم په همدغه شان باؤرونو سره ځانونه په هماغې لارې کې لیدل. دسپيڅلی دفاع یو شهید دخپل وصیّت په یوې برخې کې لیکي؛څه عجیبه جاذبه ده چې مونږ  ئې ګرَمو او پَستو بسترو راپورته کړي یو و او په عشق او ولولې سره ئې د جنګ ډګر ته راوستلی یوو څو سختیانې او مشقتونه وزغمو او دمعشوق د وصال د شوق په خاطر د خپل ځان تر قرباني کولو پورې مقاومت وکړو؟په رښتیا  چې دغې ښکلا او پرتم ته ټول هک بَک پاتې دي .هغه ځلا او عظمتونه چې دمونږپاسدارانو، دمبارزې په صحنو کې پنځول او دغه ټوله قرباني او سرښیندنې چې  علت ئې دا دی چې له مادي او دنیوي معیارونو سره  ارزول کیږي، اوس هغه چې دمونږ منطق  د معنویَت او عشق منطق دی  اولکه د مشال،ویلۀکیږي او رڼا ډالۍ کوي. ا وس مونږ د جنګ له جبهو اوسنګرونو له دننه اعلان کوو چې د مونږ دزمانې دحسین( امام خمینی) د ؛هل من ناصِرینصُرني ؛ چغه مو واوریدله او په عاشقانه لبیک وئیلو سره  دشهادت میدان ته مو ودنګل،ددې لپاره څو خداوند دهغه اولیاؤ سره  دیوځاي کیدا توفیق راپه برخه کړي :

       د سپيڅلی دفاع  یوه بله مهمه ځانګړنه د اسلامی انقلاب دستر لارښود او ددرستو قواؤ ستر قوماندان حضرت امام خمینی بې بدیله رول ؤ، رهبري چې پخپل معنوي ګفتار سره  ئې داسې روحي انقلاب او بدلون  راوپنځوۀ چې د انسان انسانیّت ئې په یوه بل ډول نندارې ته وړاندې کړ او د خپلو انسانانو خالق جوړشو او پخپل قلم او مسیحائي روح سره ئې شهیدان جوړ کړل او دهغوي بیلګه شو.د حضرت امام خمینی دا هنر چې  پخپلو تعلیماتو سره ئې جنګ ،د خاورې له جنګه ، عقیدې په جنګ بدل کړ، دمقدسې دفاع یوه مهمه ځانګړنه ده . ارواښاد امام جنګ د هغې عقیدې جنګ بالۀ چې هیڅ جغرافیا او مرز او پوله نه پيژني  او ددیني او مذهبی فکر په اساسد کفر اوشرک تر شتون پورې دوام ورکول کیدلی شي ،لکه چې فرمائي؛مونږ اوس  د خپل دین لپاره جنګیږو. دخاورې لپاره جنګ نه کوو، مونږ  هرکله چې جنګ تمام شي ،په ورین تندي سره ، دعراق درست ملت په غیږې کې نیسو او نور جنګ نه لرو. د مونږ جنګ دا سلام او کفر ترمینځ جنګ دی ،نه دیوه هیواد له بل هیواد سره جنګ،::::  ددغه تفکر له امله وه چې  د ارواښاد امام خبرې حجت وې.یو وخت په شیعه مکتب کې له ولی فقیه څخه اطاعت ، د پیغمبر د اطاعت په لړ کې مطرح کیږی، د رهبرۍ په یوې اشارې سره،دجنګ ډګرونه ،په آګاهانه او او پخپلې مرضۍ سره له ټاکل کیدا سره مخ کیږی  چې له عادی حده ورآخوا نتیجې ئې ترلاسه کیږي.حضرت امام خمیني دیوه مقتدا او دشهیدانو دبیلګې په توګه، په ټولنې کې د بسیحي تفکر د فرهنګ د احیاء او دشهادت غواړي ځواک دلارښونې او قوماندانۍ  عظیم رول په غاړه درلود.

            په مختلفو قومونو،کلتورونو،ژبو او مذهبونو سره ایران،په اته کلنې سپيڅلی دفاع کې،دتاریخ په اوږدو کې یوه بې مخینې ملی انسجام او وحدت ته ورسید.درست ایران د حضرت امام خمینی په رهبرۍ سره په خودجوش او یوموټي ډول ، دباطل په ضد دحق دجنګ صحنې ته دیوه واحد مقصد لپاره لاړ او دغه اتحاد لاښه اولازیات هماغه شان باقي پاتې دی اودا  د جنګ  له برکتونو وو. په ځونانو باؤر، د مقدسې دفاع یوه څرګنده ځانګړنه ده. ددنیا په  هیڅ یوه ځاي کې  مو نه دي لیدلی چې  عام خلک په دومره پراخه او اغیز شندونکي ډول  دجنګ ډګر کې حاضر شي . خو په مقدسې دفاع کې یو دیارلس کلن بسیجي رانیولې تر اویا کلن بسیجي پورې پخپل کلک هوډسره د عقیدې ددفاع لپاره  جنګ ته ودنګل  او نړۍ ئې له هیواده ددفاع لپاره له دغو درستو لوړو انګیزو څخه هکه بکه پاتې کړه . دهغه کلتور یوه بله ځانګړنه چې  اته کلن جنګ ئې سپيڅلی کړی، د هغوآزادي غواړو ملتونو او هیوادونو لپاره  بیلګه ګرځيدل دي چې  نه غواړي، د ستمګرو او ظالمانو ترسلطې لاندې ژوند وکړي او  په نړۍ کې د ظلم خلاف  مبارزه او د اسلام غوښتې ښکارنده ژوندئ شوه .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه