ایران د اونۍ په هینداره کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i121428-ایران_د_اونۍ_په_هینداره_کښې
د مهربان او بخښونکي الله په نامه او تاسو ګرانو لوستونکو ته د سلامونو په ویلو سره، دا دی یوځل بیا د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د څیړنې له پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، په دې هیله چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 24, 2022 15:14 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

د مهربان او بخښونکي الله په نامه او تاسو ګرانو لوستونکو ته د سلامونو په ویلو سره، دا دی یوځل بیا د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د څیړنې له پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، په دې هیله چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ

 

د  انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره چارشنبه د مقدسې دفاع د دوران د جنګیالیو د درنښت په دستورو کښې زیاته کړه: له مقام غواړي او د قدرت له لیوني صدام څخه د نړیوالو قدرتونو د هراړخیز ملاتړ سره سره، جنګ د «انقلاب د خودجوشه قدرت، د امام خمیني(رح) د ډیرې اغیزناکې مشرۍ او د ایران د ولس د ځانګړو او ویاړمنو خصوصیاتو» د دریو عناصرو په سیوري کښې له یو پریکنده او ستر ګواښ څخه په یو ستر فرصت بدل شو.

د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان مقدسه دفاع یوه هیجاني، معناداره او د هیواد د روان او راتلونکي وخت لپاره یوه ګټه وره پيښه وبلله او د لویدیځ له خوا له تپلي جنګ څخه خپرو شویو اسنادو او مدارکو ته په اشارې سره یې زیاته کړه: په ایران باندې د جنګ تپل د اسلامي انقلاب بریا ته د نړیوالو سلطه پالو طبیعي غبرګون و او د ایران د ولس انقلاب، یوازې د یو پیئلي او فاسد نظام ماتې او امریکې او استکبار ته یو پړاویز او موقته ګوذار نه و بلکې د سلطۍ د نظام  امپراطورۍ ته ګواښ و او د لویدیځ او ختیځ مستکبرانو په دغه ګواښ باندې په ژورې پوهیدا او د صدام په لمسولو او راپارولو سره د ایران په ولس باندې جنګ مسلط کړ.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د ایران خلاف د تپلي جنګ هدف له امریکې څخه د نه ویریدو او د نړیوالې توکمپالنې او ظلم په وړاندې د اودریدنې او مقاومت په شمول له امریکې څخه د نه ویریدو په شمول نورو ولسونو ته د ایران د ولس د خبرو او پيغام د انتقال مخنیوی وباله او زیاته یې کړه: د یو خپلواکه او الهام بخښونکي سیاسي نظام راڅرګندیدل هغه هم په یو داسې هیواد کښې چې د امریکې د هیلې، تکیې او طمعو او لالچ یو ټکی ګڼل کیده، د امریکې او سلطه ګرانو لپاره له سره د زغملو وړ نه و، په دې وجه د کودتا، په طبس باندې د حملې او د قومونو د راپارولو په شان ناکامو تحرکاتو وروسته یې د ایران په ولس باندې یو هراړخیز جنګ راوتپه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په مختلفو سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو کښې د مقاومت له اصل څخه استفادې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د مقدسې دفاع په دوران کښې ثابته شوه چې د دښمن د ګواښونو په وړاندې د هیواد ساتنه او دفاع یوازې د مقامت له لارې ترلاسه کیږي.

د وږي د میاشتې ۳۱ یا د ستمبر ۲۲  نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د عراق د بعث رژيم د تپلي جنګ د پیلیدو کلیزه ده چې ورسره د سپيڅلې دفاع اونۍ پیلیږي او د  او د تلې تر ۶ پورې دوام لري.

*/*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ د خالي یا شنبې په ورځ د حسیني اربعین په مناسبت د محصلینو د عزادارۍ په دستورو کښې وویل: د اربعین د لاریون معجزه ناکه پيښه له هیڅ بشري سیاست او تدبیر سره د عملي کیدو وړ نه ده او دا د خدای لاس دی چې په دې سترې ځلا سره زیری ورکوي چې زمونږ مخې ته پراته لاره روښانه او د وهلو وړ ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ځوانانو پاک او مؤمن زړونه دعا او موعظې ته د کیفیت بخښنې او د الهي هدایت د زیاتیدو لامل وبلل او زیاته یې کړه: د اربعین دستورې چې د حضرت سید الشهدا لوړ بیرغ دی، سږ کال د تاریخ له بل هر پړاؤ نه په ډیر پرتم او برم سره ترسره شول.

*/*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره چارشنبه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په اووه اویایمې غونډې کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د الهي ډالۍ په توګه د عدالت ټینګښت ته ګروهنه د ټولو په وجود کښې شته، وویل: ایران د عدالت له نړیوال کیدو ملاتړ کوي ځکه چې عدالت، وحدت رامینځته کونکی او ظلم، جنګ جوړونکی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د بشریت لپاره د ګډ برخلیک قائل دی وویل داسې هیواد چې د عدالت ادعا کوي خو د ترهګرو ملاتړی ووسي باید له بشریت ، ازادۍ او عدالت شرم وکړي؛ له بشري حقوقو بره د ملتونو حقونه دي کوم چې په اسانۍ سره د سترو قدرتونو لخوا تر پښو لاندې کیږي.

هغه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې  موجودو  کسانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د عکس په ښودلو سره ټينګار وکړ د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په جنایت باندې عادلانه قضايي غور له انسانیت سره خدمت کول دي.

ولسمشر رئیسي وویل: د سیاسي اخلاقو زوال او د یواړخیز پالونکو ناروا اقداماتو بیمار ډوله ودې د انسان د لوړتیا مخې ته سترې ننګونې راولاړې کړې دي او له نویو نړیوالو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د څواړخیزپالنې په چوکاټ کښې او د الهي انبباؤ د راوړو اصولو په بنیاد له پیوستون پرته بل انتخاب نشته.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نیویارک ته په سفر کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې پر ګډون سربیره، د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون، د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د اروپايي شورا له مشر شارل میشل، د اروپايي اتحادیې له غړو او هم داشان د سویټزرلینډ، بولیویا، فنلینډ، صربیا او نایجیریا له ولسمشرانو او د پاکستان، عراق، جاپان او آرمینیا له وزیراعظمانو سره هم جلاجلا ملاقاتونه وکړل.

رئیسي هم داشان د مهمو نړیوالو رسنیو د خبریالانو په شتون سره یوې خبري غونډې کښې په ګډون سره د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو په هکله وویل: یوې منطقي او عادلانه موافقې ته رسیدل د باور جوړونکو او ډاډه کونکو ضمانتونو په وړاندې کولو، د څارنې د ادعايي مسائلو د دوسیو په بندولو او د ایران خلاف د بندیزونو په پایداره ختمونې سره ممکن دي.

*/*/*/*/*/*/

د ایران لمونځ ګزارو او د ولس بیلابیلو پرګنو د اسلامي ایران په بیلابیلو ولسوالیو او ښارونو او په پلازمینې تهران کښې د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته په هیواد کښې د وروستیو  بلواو، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکو اقداماتو پرضد لاریون وکړ.

د دغو لاریونونو په پاې کښې د ګډوډۍ د رامینځته کونکو اقداماتو او د دیني  سپیڅلتیاو د سپکاوي او د فتنه ګرو کسانو د غندلو لپاره د ایران د خلکو د سترو مظاهرو په پاې کښې یو پریکړه لیک هم ولوستل شو چې د بلواګرو ورانونکي اقدامات پکښې غندل شوي .

د تهران ښاروال علیرضا زاکاني ویلي چې د وروستیو ورځو په ګډوډیو کښې د اور وژنې ۲۳ ګاډو ته تاوان رسول شوی او هم داشن ۴۳ بسونه او ۵۴ تمځي یا سټیشنونه هم د اعتراض په پلمه وران کړې شوي دي.

هم داشان یوشمیر پولیس ماموران چې د عمومي اموالو د خرابي د مخنیوي لباره لاس په کار شوي وو، د غلبلي جوړونکو په لاس شهیدان شوي دي.

په هم دې لړ کښې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکې او اروپايي اتحادیې مداخله غواړي دریځونه وغندل او دغو هیوادونو ته یې سپارښتنه وکړه چې له فرصت طلبۍ او د بشري حقوقو له مقولې څخه له اوزاري استفادې ډډه وکړي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ: کوم هیوادونه چې په ټوله نړۍ کښې د جنګ جوړونې او تشدد په اوږدې مخینې سره پيژندل شوي دي، داسې وجاهت او مشروعیت نه لري چې نور د بشري حقوقو په هکله موعظه کړي.

*/*/*/*/*/

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: ایران له هر ډول جیوپالیټک بدلون او د سیمې د سرحدونو له بدلون سره مخالف دی.

حسین امیر عبداللهیان او د آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایرامف تیره جمعه په نیویارک کښې د وروستیو دوه اړخیزو اړیکو او د قفقاز سیمې د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران خارجه وزیر په دغه ملاقات کښې په قفقاز سیمه کښې د بدلونونو په هکله ځینو رپورټونو او شواهدو ته په اشارې سره، له هر ډول جیوپالیټک بدلون او د سیمې په سرحدونو کښې له بدلون سره په پریکنده او څرګند مخالفت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان جمهوریت د دواړو هیوادونو له چارواکو سره په صلاح مشورو کښې د هغوي ترمینځ په صلحه ایزه توګه د اختلافاتو د هواري لباره مرستې ته تیار دی.

*/*/*/*/*

او د ایران د محصلینو د شطرنج ملي ټیم د ۱۹ پواینټونو په ګټلو سره د نړۍ اتل شو. په دغو سیالیو کښې د پولینډ ټیم په اتلس نیمو او د جرمني ټیم په اوولسو پواینټونو سره په ترتیب سره په دویم او دریم نمبر شول.

دغه سیالۍ د یوې اونۍ په موده په بیلجیئم کښې ترسره شوې.

*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی