نوښتونه ۶۱
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i124556-نوښتونه_۶۱
عزیزانو لکه څرنګه چي پوهېږئ مونږ په دغه خپرونه کې په تېره اوونۍ کې په ایران او په نړۍ کې په  اقتصادي، فرهنګي، روغتیایي او ټکنالوجۍ ډګرونو کې د نویو لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکوو.
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Dec 07, 2022 10:29 Asia/Kabul
  • نوښتونه ۶۱

عزیزانو لکه څرنګه چي پوهېږئ مونږ په دغه خپرونه کې په تېره اوونۍ کې په ایران او په نړۍ کې په  اقتصادي، فرهنګي، روغتیایي او ټکنالوجۍ ډګرونو کې د نویو لاسته راوړنو په هکله تاسو ته معلومات درکوو.

په وروستیو اوونیو کې د ایراني ماهرینو له لورې د کرونا ضد کووبرکت او سپایکوژن واکسن د تائید په هکله راپورونه په نړیوالو علمي نشریو کې خپاره شول.

په دې هکله یو راپور د نیچر په علمي نشریه کې چاپ شوی دی، راپور کې کرونا ضد واکسن په جوړولو کې د ایراني ساینس پوهانو هلې ځلې څېړل شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي چي ایران هیله من دی چي د کورني واکسن په مټ کرونا ته ماته ورکړي، همدارنګه راپور کې د ایران په پاستور انستیتو کې د وایروس پېژندنې د څانګې له مشر ډاکټر کیهان آزادمنش څخه مرکه اخیستل شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوی چي ایران په مینځني ختیځ کې له هغو محدودو هیوادونو په ډله کې راځي چي د واکسن د تولید له ظرفیت څخه برخمن دی او په دې لړ کې جدي هلې ځلې کړي دي، راپور کې راغلې چي په ایران کې د کرونا ضد په لسو واکسنونو کار روان دي خو یوازې له یو ډول ایرانی واکسن څخه کار اخیستل شوی دی او له هیواده بهر د ایرانی واکسن په هکله معلومات ډېر کم دي.

د نیچر علمې نشریې د بیوټکنولوژی له ماهر ډآکټر کیهان آزادمنش سره په مرکه کې، په ایران کې د کرونا وایروس د وبا د اثراتو او په هیواد کې د کرونا ضد تولید شوي واکسنونو په هکله خبرې شوي دي، د دغه ایرانی ډاکټر په وېنا، په ایران کې د کرونا ضد تولید شویو واکسنو کې یو د پاستور کواک واکسن دی چي د پروټین ټکنالوجۍ پر بنیاد د ایران د پاستور انستیتو او په کوبا کې د فاینلی موسسې په همکارۍ سره جوړ شوی دی.

دغه واکسن په ایران کې د استفادې جواز تر لاسه کړی دی، څو نور نوی ترکیب پروټیني واکسنونه هم د کلینیکل ټرایل پړاوونو کې دي، همدارنګه د mRNA د ټکنالوجۍ پر بنیاد د کرونا ضد په یو واکسن او د آدنووایروس په دوو واکسنونو او د شري د ناروغي په واکسن هم کار روان دی او په خپلو لومړنیو پړاونو کې دی.     د ډاکټر کیهان آزادمنش په وېنا، د (هوم ایمن زیست فناور) بیولوژیکل شرکت په دوو واکسنونو کار کوي، په یوه واکسن کې د شری له وایروس څخه د پایې په توګه د یوه ژن د معرفي کولو لپاره ګټه اخلي چي هم حجراتو ته د ننوتلو مخه نیسي او هم يې د زیاتېدو او تکثیر مخنیوی کوي.

دغه واکسن په تهران کې د بیوسان فارمد د شرکت له لوري تولید کیږي، بل واکسن چي لا زیات هیله بخښونکی دی، په آدنووایروس کې د پروټئین له سنبلې څخه کار اخلي، هغه څه چي د اسپیوټنیک واکسن په دوهم ډوز کې کارول شوی دی.

د دغه ایرانی ماهر په وېڼا، د یادو واکسنونو کلینکل ازموینې به د راتلونکي کال په لومړیو کې پیل شي، اکثره په ایران کې د کرونا ضد کارول شوي واکسنونه، غیر فعال واکسنونه دي، دا په دې معنا ده چي په راتلونکو کلونو کې خلګ د واکسن نوې ډوزونو ته ضرورت پیدا کوي، زمونږ نوي واکسنونه د تقویتي ډوز په توګه استعمالېدایشي. یوه ترکیبي دریځ ممکنه ده خلګو ته د کرونا په وړاندې لا زیات معافیت ورکړي. دغه ټکنالوژی همدارنګه کولایشي په اسانۍ سره، د وایروس د نوي ډولونو په وړاندې کارنده واکسن تولید کړي، اوس مهال مو د کرونا دلټا ډول لپاره د ځانګړی واکسن په جوړولو لګیا یو.

همدارنګه د Clinical Microbiology and Infection په نړیواله نشریه کې چی د عفوني ناروغیو په زمینه کې د نړۍ له وتلیو نشریو څخه بلل کیږي، د ایرانی اسپایکوژن واکسن په هکله مقاله خپره شوې ده.

مقاله کې ویل شوی چي اسپایکوژن ایرانی واکسن د کرونا او په ځانګړې توګه د دلتا په وړاندې ۷۷ سلنه معافیت رامینځ کوي او د سخت کوویډ مخنیوی کوي.

په تیره اوونۍ کې په یوه بله لاسته راوړنه کې ایراني ماهرینو د آسم لپاره ګیاهي یا سنتي درمل جوړ کړی دی.

په ایران کې د یوه پوه بنسټ شرکت ماهرینو په ماشومانو کې د آسم یا ساډوبۍ د درملنې لپاره ګیاهي درملې جوړې کړي چي د کیمیکل درملو عوارض نه رامینځ ته کوي، دغه درمل زد-کاف نومول شوی دی او له اووکلنو بره د ماشومانو لپاره یوازنی جوړ شوی درمل دی چي آسم سره مرسته کولایشي.

د سږو فعاله کېدا، د ټوخي کمېدا، د ساډوبۍ ښه کېدا او د بدن د معافیت پیاوړي کېدا د یاد درمل له ځانګړنو دي.

د دغه پوه بنسټ شرکت د مدیر عامل په وېنا، د دغه ترکیبي شربت د تولید لپاره د آسم په زمینه کې د ایران د سنتي طب او د نړیوالو سرچینو څخه کال اخیستل شوی دی، په دغه شربت کې د بیرې، شیرین بیان، ختمي ګل، سرخار ګل او ورته شان نورو درملیزو بوټو څخه کار اخیستل شوی دی، چي د دې ټولو درملیزو بوټو کارندوالې ازمویل شوې او ثابته شوې ده.

دغه شربت د ماشومانو ټوخی او سږو د عفونت له ښه کېدو سره مرسته کوي، د جوړوونکو په وېنا دغه درمل بهرنی بېلګه نه لري او د اختراع حق یې یوازې دغه شرکت ته خوندي دی.

د اپرېشن چړې یوازې ۶۰ نانومېټر پلنوالې لري او له حد نه زیات نازک او تېره دي، د دغو چړو تولید یوې ځانګړې ټکنالوژۍ ته ضرورت لري، او یوازې د محدودو هیوادونو له لورې تولیدیږي. اوس ایران هم د دغو چړو د جوړولو ټکنالوژی ته لاسرسي موندلې ده.

د یادو چړو د جوړونکی پوه بنسټ شرکت د عامل مدیر په وېنا، د اپرېشن ځانګړې چړې که څه هم ظاهر کې ساده ښکاري لیکن د پېچلي ټکنولوژی په مټ جوړیږي، د دغو چړو د تولید لپاره څلورو تکنولوجیکل پړاوونو ته ضرورت لري، چي له دې جملې نه د اسټیل د ګرمولو بهیر ته اشاره کولایشو، CNC دستګاوې د یو میلي ميټر تر سلمې برخې پورې نازکې چړې جوړولایشي، خو د اپرېشن د چړو په جوړولو کې بې وسه دي، ځکه چي دغه چړې ۶۰ نانو میټر نازکوالې لري او حتی په معمولي مایکروسکوپ سره هم د لیدلو وړ نه دي، د اپرېشن د مخصوصو چړو د نازکوالي د کتلو لپاره باید د الکټرونیکل مایکروسکوپ څخه کار واخیستل شي.

اوسمهال په نړۍ کې یوازې ۶ شرکتونه د یادو چړو د جوړولو وړتیا لري، خو اوس ایران هم په کښې ورزیات شوی دی او د اپریشن د چړو د جوړولو ټکنالوژۍ ته رسېدلی دی.

په یوه بله لاسته راوړنه کې، د څېړونکو یوه ډله د امریکې د میشیګان په پوهنتون کې د ایرانی ماهر مسعود آتشبار په ملګرتیا د بوټونو د هوشمند یا سمارټ تلیو په جوړولو بریالۍ شوې ده، دغه تلۍ په شکرې باندې د اخته ناروغانو په پښو کې د (SpO2) د وینو د رګ له لارې د اکسیجن کچه مانیټور کوي.

په شکره باندې د اخته ناروغانو د شریاني اکسیژن څېړل د پښو د ټپونو په هکله ډاکټر او ناروغ ته مهم معلومات ورکولایشي، دغه معلومات د انډروید د یو اپلیکېشن له لارې انټرنیت ته اپلوډ کیږي او په موبایل او کمپیوټر باندې ښکاره کیږي.

د بوټونو دغه تله په ۱۵ روغو کسانو ازمویل شوې ده او په بریالیتوب سره د هغوی د SpO2 کچه معلومه کړې ده، د بوټونو دغه سمارټ تله د هغو ناروغانو سره مرسته کولایشي چي د شکرې د امله د پښو له زخمونو  ځوریږي، ځکه چي پښو ته د کافي اکسیجن رسېدل د ټپونو د جوړېدو لپاره زیات اهمیت لري.