Dec 24, 2022 18:15 Asia/Kabul
  • د شهید سردار سلیماني درېیم تلین دویمه او وروستۍ برخه

د سردار سلیماني د شهادت درېیم تلین ځانګړې برنامې په دویمه برخه کې، په سیمه کې د امریکا د توطئو ماتې، د مقاومت په کمزوري کولو کې د دې هېواد پاتې راتللو او همدارنګه د خلکو په فکرونو کې د دې ستر شهید تلپاتي والي ته کتنه لرو.

په سیمه کې د امریکا د توطئو شنډول

هغه مهال چې امریکا سیمې ته د خپلو سرتېرو په لېږلو او په خپلو موخو کې د ماتې او د کورني او نړیوالو فشارونو له امله اړ شو له سیمې ووځي، دې هېواد د ترهګریزو ډلو په رامنځته کولو او ملاتړ سره هڅه وکړه، ترڅو د دې ډلو له لارې په لوېدیځه آسیا له هغې ډلې په سوریې او عراق کې، خپلې موخې وڅاري. دا د داعش د رامنځته کېدو یو اصلي لامل وو او په دې برخه کې سیمه ایز رژیمونه لکه: امارات او عربستان هم په خپلو مالي مرستو سره له داعش څخه ملاتړ وکړ. ډونالډ ټرامپ هم د ۲۰۱۶م کال په آګسټ میاشتې کې په یوې ټاکنیزې وینا کې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پرمهال، دی او په ټاکنو کې د ډموکراتانو نومانده او د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، هیلاري کلینټون  د داعش بنسټګره معرفي کړه.

د اسلامي هېوادونو لکه: د عراق او سوریې په اړه د امریکا او د هغه د ملګرو توطئې، د دې هېوادونو تجزیه وه، ځکه چې د مسلمانو هېوادونو لکه: د عراق او سوریې تجزیه د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د دوی د کمروزي کېدو لامل ګرځي.

په دې شرایطو کې، سردار سلیماني د امریکا له توطئو سره د مقابلې لپاره، د مقاومت رامنځته کولو هوډ یې وکړ او دې ته په کتو چې د صهیونیستي رژیم پر ضد د سیمې غورځنګونه په لبنان، فلسطین او نورو سیمو کې پر ده باور او  د هغه پر ریښتینولۍ یې ایمان درلود، دی ډېر ژر وتوانید د مقاومت محور د حزب الله له سرتېرو چې پخوا هم موجود وو او له فلسطیني سرتېرو لکه: د حماس او اسلامي جهاد او همدارنګه د سوریې، عراق،افغانستان او یمن له کورني سرتېرو څخه رامنځته کړي.

د سیمې هېوادونو له تجزیې څخه د مخنیوي په برخه کې د شهید سلیماني له نورو ګامونو څخه، د داعش د ترهګریز ماشین ماته وه. د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلاري کلینټون د  ګزینه های سخت کتاب له مخې، داعش له مقاومت سره د مقابلې لپاره، د عربي او لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ سره رامنځته شو. شهید سلماني بیا د سیمه ایزو سرتېرو په رامنځته کولو او له داعش سره په مبارزې سره وتوانید، د دې ترهګریزې ډلې د شتون ځای له منځه یوسي.

 

د سردار سلیماني د ترور پرېکړه

امریکایانو د مقاومت جبهې ته د زیان رسولو لپاره، د مقاومت جبهې د قوماندانانو د حذفولو پرېکړه وکړه، ځکه چې په مستقیمه توګه د جګړې وړتیا یې نه درلوده. د امریکا د ولسمشرۍ د ملي امنیت سلاکار برژینسکي، د جیمي کارتر پرمهال د جګړې په لاره اچولو لپاره د امریکا د کمزورتیا بحث په اړه په خبرو کې وايي: باید اسرائیلیانو ته دا پیغام ورکړو چې موږ له ایران سره د جګړې هوډ نه لرو؛ ځکه د دې جګړې لګښت زموږ لپاره په ټوله سیمه کې ګواښوونکی دی. له دې امله، واشنګټن د سردار سلیماني د حذفولو پرېکړه وکړه، ځکه د دوی له آنده دا ترور کولای شي د سیمې معادلات د دوی په ګټه واړوي او د مقاومت جبهې د کمزوري کېدو پیل دی. دا په داسې حال کې ده چې د سردار شهید سلیماني له ترور وروسته، نه یوازې د مقاومت جبهه کمزوري نشوه، بلکې په ځینو برخو کې د مقاومت د فعالیت سیمه پراخه شوه. د ډېرو نړیوالو پوهانو له آنده، د امریکا دولت د شهید سلیماني له ترور وروسته، ونتوانید په سیمه کې خپل نفوذ ډېر کړي، بلکې له عراق څخه د امریکايي پوځیانو وتلو وښوده، چې د امریکا د سیمه ایزې کمروزتیا بهیر پیل شوی دی.

د استانبول پوهنتون د څېړنیزې مؤسسې مسئول، محمت پرینچک په دې اړه ویلي: سردار سلیماني په سیمه کې د امریکا د برنامو لپاره ترټولو مهم خنډ وو. د دې لپاره د امریکا لومړنۍ موخه د سردار سلیماني له منځه وړل وو. همدارنګه، شهید سلیماني یوازې په پوځي برخه کې فعال نه وو، بلکې د نړیوالې ډیپلوماسۍ په برخه کې هم مهم رول لوبولی دی. د امریکا پر وړاندې د سیمې هېوادونو د همکاریو لپاره د شرایطو رامنځته کول، د هغه یو مهم ګام وو. د روسیې دومای مجلس د نړیوالې کمېټې مشر، لئونیداسلوتسکي هم په دې اړه ویلي: د شهید سلیماني نوم د مقاومت د رمز نوم دی، ځکه دا ستر شهید د امریکا د هژموني پر وړاندې په درېدو سره نړۍ ته وښوده چې د امریکا ځواک نمایشي دی.

 

د صهیونیستي رژیم رول

د ایران له بدلې اخیستو څخه د صهیونیستي جنایتکاره رژیم د تېښتې لپاره امریکايي چارواکو هڅه کړې، په دې جنایت کې د هغه رژیم هرډول رول پټ وساتي. خو د صهیونیستي رژیم د پوځ یوه پخواني چارواکي په دې اعتراف کړی، چې تل ابیب د سردار قاسم سلیماني په ترور کې رول درلود.

د صهیونیستي رژیم د پوځي اطلاعاتي برخې پخواني مشر، تامیر همین تېر کال په ښکاره توګه اعلان وکړ، چې تل ابیب په دې عملیاتو کې چې د امریکا په مشرۍ ترسره شول، لاس درلود. ده د خپل ماموریت پر مهال د سردار سلیماني تررو یو له دوو مهمو ترورونو له ډلې یاد کړ، چې بل مهم ترور، د اسلامي جهاد غورځنګ د مشر بها ابوالعطا تررو وو.

 

د خلکو په فکر کې ملي اتل

د سردار سلیماني د شهادت ترهګریز برید چې دایران په ملي اتل مشهور وو، که څه هم شونې ده د امریکایانو له آنده د یوې لومړنۍ موضوع په توګه مطرح نه وي، خو په یقین سره چې د ایران خلکو په ذهن کې د ۲۰۲۰م کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې، د ټرامپ په شرموونکې ماتې سره، هېر شوی نه دی.

د ډېرو ایرانیانو لپاره، دی یو ملي اتل وو، چې د داعش له لوري د عراق او سوریې له نیولو او د ایران لپاره د دوی له ناوړه نقشو څخه یې مخنیوی وکړ. د مریلند امنیتي او نړیوالو څېړنو د مرکز، آند پوښتنې له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې د سلیماني محبوبیت له ۷۳ سلنې څخه په ۲۰۱۹م کال کې ۸۲ سلنو ته ورسېد، چې په ایران کې په یوې محبوبې څېرې بدل شو.

له دې جنایت وروسته، د ۱۳۹۹ کال د مرغومې میاشتې په ۱۹مه د ایران اسلامي جمهوریت په بالستیک توغندیو سره، د عراق په عین الاسد کې د امریکا مهمه ستراتېژیکه اډه موخه وګرځوله، چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په خبره، یوازې د امریکا پر مخ یوه څپېړه وه.

د اسلامي انقلاب ستر رهبر حضرت آیت الله خامنه یي، د شهید سلیماني په اړه په خپلو خبرو کې فرمايي: زه  د هغه(شهید سلماني) یاد هېڅکله نه هېروم، او همدارنګه شهید ابو مهدي مهندس(رضوان ‌الله‌ تعالی ‌علیهما) غواړم ووایم، داچې د سلیماني شهادت یوه تاریخي پېښه ده، یوه عادي پېښه نه ده، چې تاریخ یې هېر کړي؛ دا په تاریخ کې د ځلانده ټکي په توګه ثبت شوه. او شیهد(سلماني) هم د ایران ملت اتل او هم د اسلامي امت اتل شو؛ دا اساسي ټکی دی.

ایرانیان هم پر خپل ځان وویاړي، چې د دوی له منځه له لېري پراته کلي څخه یوڅوک راپورته کېږي، هڅه کوي، زیار باسي، ځان جوړونه کوي، د اسلامي امت په اتل او ځلانده څېرې اوړي.

ژباړه: زماني

 

 

ټیګونه