د حضرت فاطمه س خطبې د جهاد تبیین ورایښت وې
(last modified Tue, 27 Dec 2022 08:10:55 GMT )
Dec 27, 2022 12:40 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمه س خطبې د جهاد تبیین ورایښت وې

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها په خپلو خطبو سره د نفاق له څیرې څخه پرده پورته کړه وویل د فاطمه س خطبې د جهاد تبیین ورایښت وې.

په تهران او ټول اسلامي ایران کښې د حضرت زهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره په یووخت د سپیڅلي دفاع د څلور سوه ګمنامو شهیدانو د جنازې لمانځونه د ترسره کیدا په حال کښې دي.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کښې د سپیڅلي دفاع د ګمنامو شهیدانو د جنازو په مراسمو کښې د  حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په مناسبت تسلیت ویلو سره په دې خبرې سره چې فاطمه الزهرا سلام الله علیها د یوه مقتدا په توګه چې غواړي ټولنه وساتي او د پیغمبر د میراث ساتنه وکړي او هم د رسول رسالت او هم ولایت ولي وساتي میدان ته راووتله چې په خپلو مهمو خطبو سره چې  د تبیین لړۍ ده د نفاق له څيرې پرده پورته کړي.

ولسمشر رئیسي دغه راز په ایران کښې وروستیو بلواو ته په اشارې سره وویل په وروستیو پیښو کښې ټول استکبارې بهیرونه په ټول توان سره میدان ته راووتل او هغه کسان چې په میدان کښې نه وو د اوازو رامینځته کونکي او د اوازو جوړونکي وو او غوښتل یې چې له خلکو هیله واخلي او اسلامي ټولنه منحرفه کړي.

هغه په دې خبرې سره چې اسلامي ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په مشرئ د پراختیا او د پرمختګ په لاره کښې حرکت کوي ټینګار وکړ د دښمن د غصه کیدا دلیل دغه پرمختګونه دي او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د دښمانانو ټولې هڅې ناکامه شوي دي.

د ایران ولسمشر رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د هغو کسانو لپاره چې دوکه یې خوړلي ده د ملت غیږه خلاصه ده خو په دښمانانو به رحم ونکړي وویل دښمن خپل ټول توان وکاروه چې د ایران د پرمختګ خنډ شي خو نن اعتراف کوي چې د دوې ټول دباونه له ماتي سره مخ شوي دي.