سپکاوی، د اسلام پروړاندې د لوېدیځ فکر کمزورتیا
(last modified Tue, 17 Jan 2023 11:49:37 GMT )
Jan 17, 2023 16:19 Asia/Kabul
  • شارلي ابدو
    شارلي ابدو

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د "سپکاوی، د اسلام پروړاندې د لوېدیځ فکر کمزورتیا" له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي . په دې مطلب کې مو د شارلي ابدو مجلې نوی سپکاوی څېړلی. له موږ سره و اوسئ.

څه موده وړاندې د ایران اسلامي انقلاب ستر لارښود ته د شارلي ابدو فرانسوي مجلې سپکاوی د ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو او رسنیو سرټکی وګرځېد. داسې ښکاري چې د اسلام ستر پیغمر(ص) او د مسلمانانو ارزښتونو ته له سپکاوي وروسته، په اروپا کې د سپکاوي بل پړاو پیل شوی دی. د شارلي ابدو مجله چې د الله رسول(ص) ته په کاریکاتورونو سره د ناوړه سپکاويو مخینه لري، د مذهبي ضد محتوا لرونکې مجله ده او هېڅ دین ته درناوی نه لري، خو اسلام ته په سپکاوي کې، نه یوازې د یوې ناوړه فرانسوي مجلې په توګه، بلکې د استکبار جبهې د اسلام غندنې په سترې برخې کې عمل کوي.

دا نشریه په فرانسې کې، یوه ډېر کم مخاطب لرونکې نشریه ده، چې په کراتو د مالي ستونزو له امله د بندېدو تر کچې رسېدلې، خو البته یو دوه ځلې کار یې بند شوی دی. یوازینۍ لاره چې دوی د خپل ځان ژغورلو لپاره موندلې، همدا جنجالونه دي.

شارلي ابدو

البته فرانسوي چارواکي دا د بیان د آزادۍ نښه یادوي، خو دا ادعا بیا د یوه تریخ طنز په څېر ده؛ ځکه چې هغه کسان چې ۹۰ لسیزه یې په یاد ده، د روژه ګارودي Roger Garaudy له شخصت سره آشنا دي. دا فرانسوي فلیسوف یوازې له هولوکاست سره د مخالفت په پلمه په فرانسې کې وغندل شو. دی همدارنګه د "اسطوره‌های بنیان‌گذار سیاست اسرائیل" کتاب لیکلو له امله په ۱۹۹۸ کال کې د یوې فرانسوي محکمې له لوري ۱۲۰ زره فرانسوي فرانکه چې ۴۰ زره ډالره کېږي، جریمه شو. له دې سربېره، فرانسه هغه هېواد دی چې څو کاله کېږي، د دولت له لوري امنیتي ځانګړی وضعیت یې بدلون کوي او ولسمشر یې مکرون، په ۲۰۲۱ کال کې د هغه لوحې طراح چې د هتلر له انځور سره، دی یې تشبیه کړی وو، ولسمشر ته د سپکاوي په جرم محکمه کړ، اوس څه ډول دا هېواد کولای شي د بیان د آزادۍ ادعا وکړي؟

شارلي ابدو هم نه شي کولای د بیان آزادۍ لپاره تریبیون وي. ځکه چې په څو کلونو کې له سپکاوي پرته بل هنر یې نه درلود او بېلګه یې د اسلام ستر پیغمبر(ص) ته د دې مجلې د نورو کلونو سپکاوی ده. دویم هغه هېڅ نسبت د بیان له آزادۍ سره نه لري. ځکه چې په نږدې  کلونو کې کله چې د دې مجلې کاریکارتوریست، موریس سینه Maurice Sinet, د فرانسې پخواني ولسمشر سارکوزي پر زوی نیوکه وکړه، چې ولې له یهودي نجلۍ جسیکا دارتي سره، چې له بډایې کورنۍ څخه وه او د پیسو لپاره یهودي شوې وه، واده وکړ، له هغه یې بښنه وغوښته او دی  استعفا ته اړ شو.  موریس په هېڅ صورت د یهودو دین ته سپکاوی نه وو کړی. خو یوازې یهودیت ته اشاره کافي وه، ترڅو دی له دې دین سره پر دښمنۍ تورن شي او قضايي برخو ته په سپارلو او په ایستلو سره دی وزګاره شو. په هغه مجله کې شارلي ابدو له خپله کارکوونکي څخه هېڅ دفاع ونکړه او په دروغو د بیان آزادۍ سره د هغه کار یې توجیه کړ.

په امریکا، انګلیس، فرانسې، ډنمارک، هالنډ او څو نورو اروپايي هېوادونو کې د مسلمانانو عقایدو په اړه ډېری سپکاوی دا ادعا تاییدوي چې دا ډول ګامونه، یوازې د څو ناروغو لیکوالانو او کشیشانو فکر نه دی، بلکې د سترو مسائلو د بندولو لپاره یو بهیر دی.

نن د اسلامي جمهوریت دښمنان ښه پوهېږي، چې د نظام رهبري او ولایتِ فقیه، اصلي رکن او د جمهوریت او اسلاميت ترمنځ د وصل کړۍ ده. له دې امله، په دې شرایطو کې اسلامي انقلاب د اسلامي او دیني باورونو بنسټ یې ایښی دی  او د هېواد له پولو بهر شوی دی، له بل لوري، د فرانسې د انقلاب منافقانه ارزښتونه او د لوېدیځ دروغجن بشري حقونه یې له خنډ سره مخ کړي دي. دوی د دې نظام ستنه په نښه کړې ده. د دې ناوړه او سپک کار ترسره کول په داسې وخت کې چې په ایران کې بلواوې په کورني او بهرني لاملونو سره له منځه تللي او وروستۍ سلګۍ وهي، لکه په نیمه ژوندي بدن کې د روح په څېر. دښمن غواړي د اعتراض او تاوتریخوالو دا څرخه دوام ولري او فکرونه یې تکرار او بیا تولید شي. نو ځکه، د دوی عوامل په هرډول پارونو لاس پوري کوي، ترڅو د اختلاف او بلواوو اور ژوندی وساتي. خو دا نیمه ژوندی جسد له تنفس سره نه ژوندی کېږي او یوازې خپل زحمت ډېروي. د ستر ایراني شاعر حافظ په خبره، خپلې کړنې ښکاره کوئ او موږ په زحمت اچوئ.

دې ټکي ته باید پام وکړو چې سپکاوی د کمزوري منطق له امله ترسره کېږي. په یوه متل کې راغلي، له لوښې څخه هغه راوځي چې پکې وي. د سپک او ناوړه انسان څخه هم له سپکاوي پرته نور څه نه ترسره کېږي.

هرڅوک استدلال نه لري، غیر عقلاني لارو ته مخه کوي. یا سپکاوی کوي، لکه کله چې د مکې مشرکینو، د رسول الله پر سر د اوښ لری اچوو. یا بدې او سپکې خبرې یې کولې، لکه څرنګه چې پیغمبر(ص) ته یې بدې ردې ویلې. د مکې شاعرانو په خپلو شعرونو سره دومره رسول الله وځوراوه چې د آنحضرت زړه په درد راغلو او سخت وځورول شو، نو ځکه خدای تعالی خپل رسول ته تسلي ورکړه او وې فرمایل: «إِنَّا کَفَیْنَاکَ الْمُسْتَهْزِئِینَ»: « یقینا موږ تاسو د سپکو کسانو له زیانه وساتلئ.»(95- سوره حجر)

دا سپکاوی او توهین اوس هم شتون لري. د اسلام له ظهور څخه ۱۵۰۰ کاله وروسته، په نړۍ کې د دې الهي دین د خپرېدو او د محمد(ص) د نور ځلېدو له امله، کله ناکله  رسول الله (ص) شخصیت ته د سپکاوي شاهد یو، چې البته د یهودو هڅه ده، لکه د لمر پر څېرې د خاورو او خسو شیندل. شنونکي د شارلي ابدو مجلې ناوړه او سپک کار، د نړیوال استکبار او صهیونیزم پر وړاندې ورځ تربلې د ایران اسلامي جمهوریت د نظام پرمختګونه یادوي.

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه یي په عزت او اقتدار کې شتون لري او دا ډول سپکاوی، کاریکاتور یا ناوړه کلمې او انځورونه به د هغوی پر شخصیت هېڅ اغېزه ونکړي. خو د هغوی شخصیت ته په سپکو خبرو او یا انځورنو سره سپکاوی، په حقیقت کې د اسلامي امت ترټولو زړه ور او شریف انسان ته سپکاوی دی، چې د غوره انساني اخلاقو، فکر او درایت درلودونکی دی. ښکاره ده چې دا ډول سپکاوی د ناوړه کسانو له لوري د مخورو او عزتمندو کسانو په اړه، یو حیرانوونکی کار نه دی. خو یقینا خدای تعالی د اوسني کفارو او مشرکینو مخنیوی به خپله پر غاړه واخلي او د دوی شر به بېرته دوی ته وګرځوي. قرآن کریم د بقرې سورت په ۱۵ آیت کې فرمايي: «اللَّهُ یَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَیَمُدُّهُمْ فِی طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُونَ»:« خدای دوی ته استهزا کوي او په سرغړونو کې وخت ورکوي چې حیران پاتې شي.»

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي

په همدې اړه شهید ثاني په «منیةُ‌المرید فی آداب المفید و المستفید» کتاب کې د دوو کسانو کېسه راوړې چې سره بېل، علمه مدرسې ته راځي په داسې حال کې چې د بوټو لاندې یې میخونه دي. کله چې د دوی له یوه څخه د دې کار د علت پوښتنه کوي، وايي د اسلام پیغمبر د علم او پوهې د ارزښت په اړه ویلي: د ملائیکو وزرې د طالبِ علم تر پښو لاندې فرش دي. غواړم د ملائیکو وزرې سوريِ شي! شهید ثاني زیاتوي چې دواړه له څو ورځو وروسته په عذب اخته شول.

قرآنکریم په خپلو آیتونو کې زېری ورکوي: «یریدون أَنْ یُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَیَأْبَی اللَّهُ إِلَّا أَنْ یُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ کَرِهَ الْکَافِرُونَ» دوی غواړي د خدای تعالی رڼا په خپلې خولې سره مړه کړي، خو خدای له دې پرته نور څه نه غواړي چې خپله رڼا بشپړه کړي، که څه هم کافران ناخوښ وي!(32- توبه )

له شک پرته، د یوه عمل، یوه بدعت، یوه ناوړه او بد کار پروړاندې غبرګون، اړین کار دی. د اسلام په منطق کې، د هر ناوړه عمل پرځای اړینه ده د هغه عمل د ترسره کوونکو څېرې ښکاره شي.  څرنګه چې حضرت علي(علیه السلام) د صفین په جګړې کې خپلو سرتېرو ته سپارښتنه وکړه، چې د معاویه پلویانو ته ناسزا او بدې خبرې مه کوئ، بلکې، د دوی څېرې او حالات روښانه کړئ، چې تر دښمانانو غوره دي. (نهج ‏البلاغه، کلام 206)

له بل لوري، د شارلي ابدو مجله له دې موضوع څخه ناخبره ده، چې د اسلام پیغمبر (ص) پر وړاندې په کاریکاتور سره له اسلامه د وېرونې لپاره له څو ځلو هڅو وروسته او اوس د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي پر وړاندې په کاریکاتور سره، په اسلامي نړۍ کې د اسلامي انقلاب د لارښود له مقامه هېڅ نه دي کم شوي او هغوی همدارنګه ډېر نفوذ لرونکی شخصیت دی او د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي اسلام، د حضرت رسول اکرم(ص) د غوره اسلام دوام دی.! او دا سپک او ناوړه ګامونه، د غوره اسلامي انقلاب په کړۍ کې د اسلامي نړۍ د لاډېر یووالي لامل به شي. ان شاءالله.

 ژباړه: زماني