نوښتونه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i126574-نوښتونه
د دې اونۍ پروګرام په علمي حوزه کې په مطلب سره پیلوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2023 13:00 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د دې اونۍ پروګرام په علمي حوزه کې په مطلب سره پیلوو

د علومو ، تحقیقاتو او ټیکنالوجۍ وزارت مرستیال ډاکټر پیمان صالحی په وینا د نړۍ یو فیصد برتره زیات استناد لرونکیو څیړاندو لیسټ په تلې میاشت کې دisc موسسې په وسیله شننه وشوه . په دغه لیسټ کې  له ۱۳۹۸ کال راهیسې د ایراني څیړاندو شمیر پام وړ وده کړی ده . د دغه لیسټ د ایراني پوهانو شمیر له ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۱ پورې په ترتیب سره ۲۴۹ ، ۳۶۱ ، ۶۸۵ ، ۵۱۲ او ۸۴۱ کسان دی . په دې ډول په یوه څلور کلن پړاو کې یې کابو ۳۴۰ فیصده وده درلودلی د ه .

په دغه اونۍ کې د ایراني څیړاندو یوه بله بریا له طبي حوزه سره اړونده ده . د سینې کینسر په میرمنو کې یو ډیر دود کینسر بلل کیږی . له متنوع درملو او درمانونو سره سره چی د دغې ناروغۍ لپاره استفاده کیږی ، نورو غړیو په تیره بیا سګو ته د سرطانی حجرو متاساز کیدا یا خپریدا د سینې کینسر باندې اخته کسانو د مړینې اصلی علت دی . د سینې د کینسر د درملنې لپاره یو دود درمل تاموکسیفین دی چی یو استروجن ضده درمل حسابیږي .  ، د تهران د طبی علوم پوهنتون ، د هند د راجیو ګاندی سلامتیا پوهنتون  او د رویان څیړن کور  څیړاندو ، د دغو درملو د کړچار د څرنګوالی د جاج په هدف تحقیقات ترسره کړي دي .

په دغه څیړنه کې د دغې ناروغۍ په اړه د موجودو معلوماتو  بایو انفورماتیک جاج اخیستل شوی دی . همداراز د حجرو د پیغام وړونکیو لارو ، د جینونونو انتالوجۍ ، د بیان جین طبقه بندۍ او له هغو سره اړونده پروټینونو جاج اخیستل شوی دی . په نهایت کې ۲۵۳ جینونه چی له تاموکسیفن له استفادې وروسته  زیات شوی ، له ایپټی تلیال څخه مزانشیمال حالت ته د بدلون سبب شول او ۳۰۲ جینونه چی د درملو په مصرف سره کم شوی دی .

د دغې څیړنې نتیجو وښودله چی د حجرود مړینې په مختلفو لاروکې د لومړی ډلې جینونه د حجرو اتصالات او حجرو عمر ښکیل دي . په داسې حال کې چی د دوهمې ډلې جینونه د حجرو د څرخې له مختلفو مرحلو سره اړونده کیږي . د دغې څیړنې نتیجې د سینې په سرطان یا کینسر د تاموکسیفن درملو د کار کولو د بهتر درک سبب شول  ، خو د زیاتو جزیاتو د موندلو او د یوه یوه جین رول پیژندل د څیړنو دوام ته اړتیا لري .

د دغې څیړنې نتیجې په  journal of ,edicine and life  نړیوالې کجلې کې چاپ شوي دي .

په بله بریا کې د ایران د صنایع خوړو او علومو څیړنې موسسې د مشر په وینا د دغې موسسې څیړاندي د تایواني څیړاندو په ملګرتیا سره وتوانیدل په سمندری خوړو کې د ککړتیاو د تشخیص لپاره په بریالیتوب سره سینسورونه جوړ کړی . په تیرو کلونو کې د ژوند د معیارونو په لوړتیا او د شیلاتو صنعت په چټکې پراختیا سره په درسته نړۍ کې د سمندری خوړو استعمال زیات شوی دی . له بل پلوه حاضر دمه د چاپیریال د ککړتیاو په زیاتیدا سره په سمندری خوړو سره د مسمومیت خطر د سمندری خوړو د صنعت او ټولنې په سلامتیا منفی اغیزې شیندي ، په دې ډول چی د سمندری خوړو ککړتیا د خوړو په ایمنی اوهغه له امله اقتصادي پایلې د مهم خطر په توګه مطرح دي .

د دغې موسسې د مشر په وینا فیکوتوکسین او درنده فلزات د سمندری خوړو د ککړتیا دوې پیژندل شوی سرچینې دي . د اسیا په ختیځو هیوادونو کې د موضوع اهمیت ته په پام سره د تایوان د تامکانک پوهنتون یوشمیر څیړاندو او د خوړو صنایعو او علومو څیړنې موسسې په ملګرتیا سره د دغو دو ککړتیاو د چټک جاج لپاره ګډه څیړنیزه طرحه مطرح او اجرا شوه . په دغه ګډه څیړنه کې د سمندر خوړو د ککړتیاو د اندازې د معلومولو په لړ کې ډیر زیات حساس کیټونه په ایجنډه کې شامل شول او د مایع کریسټل ټیکنالوجۍ په اساس د درندو فلزاتو او د فیکوتوکسین سنجولو لپاره ډیر زیات حساس حسګر جوړ شول .

د ډاکټری اسماوردیان  په وینا د مایع کریسټل ټیکنالوجۍ په فوټونیک او لیزر ټیکنالوجۍ کې په پراخه توګه  استفاده کیږی او په ایل سی ډي سکرینونو کې هم ډیر زیات کارندوالې لري .

په دغه څیړنیزه طرحه کې د درندو فلزاتو اوفیکوتوکسین د تشخیص کیټ د کارندوالی وړتیا دکب او خوراکی هدف په نمونوکې په بریالیتوب سره وارزول شو .

په نړۍ کی تر نیم میلون څخه زیات د څوارلس کاله کم ماشومان او زلمیان د شکرې د مرض په اول ډول باندې اخته دي او هم داسې څلور سوه پنځه لس میلیون نه زیات لویان چی عمرونه یې د شلو کلونو بیا تر نهه اویا کلونو پوری دي هم په دې مرض باندې اخته دي.

د شکری د مرض ټوټل کلنی لګښت شپږ سوه درو اویا میلیارد ډالره دي، یعنی د نړۍ د هېوادونو د سلامتیا د بجټ دولس فیصده د شکرې د مریضۍ د علاج لپاره مصرف کیږي . شکره داسې یو مرض دی چی په بدن کی د ګلوکوز د مصرف پر څرنګوالې اغېز پرېباسي، ګلوکوز د بدن د انرجۍ د پوره کېدو او د سلامتۍ لپاره مهم دي ځکه چی په بدن کی د حجرو د انرجۍ منبع ده. ګلوکوز د ماغزه اصلی سونګ دي، د شکرې د ناروغۍ علت د هغې په څرنګوالۍ پورې اړوند مختلفه دي.

د شوګر د ناروغی نښې د هغې د ډول په څرنګوالي او د ناروغ د جنسیت پورې اړوند فرق کوی، خو د څرنګوالي پرته دې ناروغی په وینه کی د شکرو د کچې لوړېدو سبب وشي چی په وینه کی د شکري زیاتوالی بیا د انسان روغتیا له جدی ګواښ سره مخامخ کولې شی .

د شوګر اې ټایپ یوه مټابولیکه ناروغۍ ده چی د بټا حجرو چی انسولین جوړوی له مینځه وړی او په دې سره د وګړی ایمیون سیسټم تخریبوی . تراوسه د شوګر ټایپ اې لپاره محدودې درملنې موجودې دي چی دانسولینو بچکارۍ په دوامداره توګه لګولو ته محدودیږي . انسولین داسی یو هورمون دی چی په وینه کی د شکرې کچه تنظیموی، انسولین له وینې څخه شکره حجرو ته انتقالوي څو ذخیره شی او یا هم د انرجۍ د تر لاسه کولو لپاره کار ورڅخه اخیستل کیږی، په شوګر د اخته کس بدن په کافی اندازه انسولین نه تولیدوي او یا هم د انسولین څخه درسته استفاده نه شي کولای، په وینه کی د شکرې زیاتوالې کولای شي اعصابو، سترګو، پښتورګو او د بدن نورو اندامونو ته  ضرر ورسوي، د شکرې مرض مختلف ډولونه لري  .د شکرې اول ډول داسی  مرض دی چی له کبله یې د بدن د ساتنې سیسټم د پانکراس حجرې د یو بهرني عنصر  په توګه تشخیص ورکوي او برید پر  کوي او د انسولین د تولید حجرې له مینځه وړي. تر اوسه نه ده معلومه شوې چی د دغو بریدونو عامل څه دی، تقریبا لس فیصده په شکرو باندې اخته کسان د شکرې په دې ډول ناروغۍ باندې اخته دي.

په همدې دلیل د تهران د طبی علوم پوهنتون ، د ایران طبی علومو پوهنتون او رویان څیړونکی مرکز څیړونکي بریالی شول د حجرو له سلولونو په استفادی سره درملیزه روده کشف کړي .

په دغو ارزونوکې ښودل شوی ده چی دغه حجرې د ایمیون سیسټم د غبرګون په تعدیل او د تاوانی حجرو په بیا رغاونه کې اغیزمن دی او د وینې ګردش سیسټم ته له ورداخلیدا وروسته تاوانی ځای ته ځان رسوی او د ځان درملنې رول ترسره کوی . دغه روده په ناروغانو هم ازمویل شوی ده او یو کال یې په دوامداره توګه څارنه شوی ده چی نتیجه یې ډیر ګټه وره وه ځکه چی په نتیجه کې یې په دغې ناروغۍ اخته کسانو د ژوند کیفیت ښه شوی دی .

د دغې څیړنې نتیجې د stem cells research and therapy  په نړیواله مجله کې چاپ شوی دي .

عزیزانو مناسبه ده پوهه شئ چی په وروستیو کې د لنډر سنج د ارتعاش په مرسته د لومړی ځل لپاره له مریخ سره د شهاب سنګ د تکړې غږ واوریدل شو . دا په داسې حال کې ده چی تراوسه هیڅ کس یوې بلې سیارې سره د شهاب سنګ د جنګیدا غږ ندې اوریدلې . د ناسا اینسایټ لنډر  له مریخ سره د فضایی کاڼی د ټکر اواز ثبت کړې دې .

پای