Jan 22, 2023 04:09 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو خوږو او قدرمنو لوستونکو السلام  علیکم!   ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو جاج اخلو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په هغه نوملړ کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د نوم شاملول چې «ترهګر سازمانونه» یې بللي دي، د استیصال له مخې یو حرکت وباله.

سید ابراهیم رئیسي تیره پنجشنبه د ترګرو ډلو په لسټ کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د نوم د شاملولو او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د بندیزونو په پراخولو کښې د اروپايي پارلیمان د اقدام په هکله وویل: دا حرکت د استیصال له مخې او د ایران د خلکو د تاواني کولو لپاره په سړکونو د هغوي د ناکامو هلوځلو وروسته ترسره شو ترڅو په خپل ګمان وتوانیږي چې د ایران د ولس مخه ونیسي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران یو رسمي ځواک او د هیواد د پوځي سازمان یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه: دا کار د نړیوال قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور خلاف دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم له خپل سویډني همرتبه توبیاس بیلسټروم سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په دې خبرې سره چې اروپايان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د مجاهدتونو پامته داره دي، وویل: سپاه پاسدارانو اروپايي پلازمینې د داعش د حملې له شره وژغورلې.

حسین امیر عبداللهیان په دغو خبرواترو کښې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په وړاندې د اروپايي پارلیمان په نارغنده دریځ باندې په سختې نیوکې سره هیله وښودله چې په اروپايي اتحادیې باندې د سویډن د مشرۍ په پړاؤ کښې د دغې اتحادیې او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ اړیکې په رغنده لاره روانې شي.

هغه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په وړاندې د اروپايي پارلیمان خرابونکي اقدامات د ملګرو ملتو د منشور اپوټه وبلل او زیاته یې کړه: سپاهِ پاسداران په عراق او سوریې او په لویدیځې آسیا کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزه کښې رغنده رول درلود او د داعش په له مینځه وړلو سره یې د اروپايي هیوادونو پایتختونه د دغې ترهګرې ډلې له بریدونو وژغورل.

*/*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې نه دي پکار ښځه په ټولنه کښې څنګته او یوازې پرېښودې شي، وویل: ښځې ته پخوانی متحجرانه نظر او او ورته د لویدیځو قدرتونو او سیاستوالانو اوزاري نظر، دواړه په ماتې محکوم او مردود دي.

سید ابراهیم رئیسي تیره پنجشه په تهران کښې د اغیزناکو میرمنو د نړیوالې کنګرې د جګ پوړو ګډونوالو په غونډې کښې، د مختلفو هیوادونو له اغیزشیندونکو میرمنو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت له کوربه توبه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: هیله ده چې په دې غونډه کښې موجودې میرمنې وتوانیږي په همفکرۍ، همګرایۍ او هم اندیشۍ سره په نړۍ کښې د ښځو د حقو حقوقو د ترلاسه کیدو په لړ کښې یو ګام پورته کړي.

د ایران ولسمشر هم داشان هیله وښودله چې په یادې غونډې کښې موجودې میرمنې وکړې شي له هغو ارزښتناکو تجربو څخه چې د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو د حقوقو او په ټولنه کښې میرمنو ته د توجه په لړ کښې له اسلامي انقلاب وروسته ترلاسه کړې دي، استفاده وکړي او په دې غونډه کښې یوه ګټه وره ملګرتیا ولري.

د نړۍ د اغیزشیندونکو میرمنو وړومبنۍ کنګره تیره جمعه یعنې د جنورۍ په شلمه نیټه پّ تهران کښې د مختلفو هیوادونو د حکومتونو د مشرانو له میرمنو څخه د ایران د ولسمشر د ښځو او کورنۍ د چارو مرستیالې انسیه خزعلي په رسمي هرکلي سره پیل شوه. په دغې غونډې کښې د ګډون لپاره د مختلفو هیوادونو د مرستیال ولسمشرانو، د پارلیمان د استازو او وزیرانو په شمول د مختلفو برخو د ۷۰ ښځینه چارواکو او فعالانو په شمول ۳۰۰ بهرنۍ میلمنې ایران ته راغلې دي.

*/*/*/*/

د ایران د روغتیا د وزیر مرستیال وویل: ایران د علم د تولید په برخه کښې په سیمې کښې وړومبۍ او په دنیا کښې پنځلسمه رتبه لري.

د ایران د روغتیا وزارت د تحقیقاتو او ټیکنالوجۍ د برخې مرستیال یونس پناهي په هیواد کښې د علم د تولید په مهم بللو سره زیاته کړه: اسلامي ایران په وروستیو کلونو کښې د علم د تولید په برخه کښې توانیدلی چې په نړۍ کښې خپل مقام څرګند کړي او دا بهیر باید دوام ولري.

ښاغلي پناهي دې ټکي ته په اشارې سره چې په ایران کښې د کرونا له امله د ورځنۍ مړینې اندازه یو رقمي شوې ده، څرګنده کړه: ایران د امریکې او فرانسې په شمول د نړۍ د مدعي هیوادونو په پرتله د کوویډ۱۹ ناروغۍ په کنټرولو کښې کامیاب عمل کړی دی.

*/*/*/*/*

د ترکیې ولسمشر د ایران د خارجه وزیر په کتنه کښې د تهران او انقرې اړیکې مهمې او غوره وبللې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تیره سه شنبه د ترکیې له جګ پوړو چارواکو سره د کتنې په موخه د یو سیاسي پلاوي په مشرۍ د ترکیې پلازمینې انقره ته تلی دی.

د ترکیې ولسمشر د ایران د خارجه وزیر په کتنه کښې له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د لوړتیا لپاره د چمتووالي په اعلان سره هیله وښودله چې په نزدې راتلونکي کښې د ایران د ولسمشر کوربه توب وکړي.

امیر عبداللهیان هم په دغه ملاقات کښې د ایران او ترکیې د تجارت د هدف ټاکلي حد ته د رسیدو په لړ کښې هلوځلو ته د تهران چمتووالی اعلان کړ.

اردوغان او امیر عبداللهیان په دغه ملاقات کښې هم داشان د ایران او ترکیې د اړیکو د لوړ کمیشن د اتمې غونډې د ترسره کیدو او د قفقاز د مسائئلو په هکله د ۳+۳ غونډې، د ایران، عراق او ترکیې د درې اړخیزې غونډې او هم داشان د ایران، ترکیې او آذربایجان جمهوریت د درې اړخیزې غونډې په ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ.

*//*/*

د تیلو د صادروونکو هیوادونو سازمان (اوپک) په ۲۰۲۲ کال کښې د ایران د تیلو په تولید کښې د ۷ فیصده زیاتوالي خبر ورکړ.

اوپک په ۲۰۲۳ کال کښې په خپل وړومبني میاشتني رپورټ کښې وویل: په ۲۰۲۲ کال کښې د ایران د تیلو اوسط تولیدپه ورځ کښې ۲ میلیون، ۵ لاکه او ۵۴ زره بیرله و چې د تیر کال په پرتله یې د ۱ لاک ۶۲ زره بیرلو په اندازه کابو اووه فیصده زیاتوالی لرلی دی.

دا رپورټ زیاتوي، د تیر میلادي کال په وروستۍ میاشتې کښې د ایران د تیلو ورځنې تولید له هغې نه د مخکښې میاشتې په نسبت ۹ زره بیرله زیاتوالی درلود او ۲ میلیون، ۵ لکه او ۷۴ زره بیرلو ته رسیدلی دی.

د دغه رپورټ مطابق، ایران په ۲۰۲۲ کال کښې د اوپک پنځم ستر تولیدونکی هیواد و.

د اوپک د رپورټ په دوام کښې لولو: په ۲۰۲۲ کال کښې د ایران د تیلو بیې هم ۴۳ فیصده وده وکړه او د درنو تیلو د هر بیرل اوس قیمت یې هم تیر کال په ۳۰.۱۲ فیصده زیاتوالي سره د وړم کال په پرتله ۹۹.۹۲ ډالرو ته ورسید.

*/*/*

تهران کښې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ استازي ناصر ابوشریف تیره سه شنبه په (غزه د مقاومت سمبول) نومې یوولسمې غونډه کښې د مقاومت د سید الشهدا سردار قاسم سلیماني په لمانځغونډه کښې، په دې خبرې سره چې په ۲۰۲۱ کال په جنګ کښې د اسرائیلو ماتې د دغه نیواکګر رژيم حقیقتونه نړیوالو ته معرفي کړل، زیاته کړه: د ۲۰۰۸ کال جنګ هم په حقیقت کښې د صهیونیسټي رژيم د څیرې د ترمیم لپاره یو کوشش و ځکه چې په ۲۰۰۶ کال کښې یې په لبنان کښې سخته ماتې خوړلې وه.

د ایران اسلامي شورا (پارلیمان) د ۲۰۰۸ کال په ۲۲ ورځني جنګ کښې د غزې د خلکو د مقاومت د درنښت پ موخه د جنورۍ د میاشتې نولسمه نیټه د غزې ورځ نومولې ده.

او

د ایران ګمرک وویل چې په تیرو لسو میاشتو کښې د ګاونډیانو په شمول ۱۹ هیوادونو ته د ایران په صادراتو کښې د تیر کال په پرتله ۲۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د سږ کال له پیل څخه عراق، ترکیې، متحده عرب اماراتو، افغانستان، پاکستان، عمان، روسیې، آذربایجان جمهوریت، آرمینیا، ترکمنستان، شام، کویت، قزاقستان، قطر، قرقیزستان، لبنان، بیلاروس، چین او هندوستان هیوادونو ته د ایران صادرات د ۳۸ میلیارډه او ۴ سوه ۵۹ میلیون ډالرو په ارزښت، ۸۹ میلیونه، ۶ لاکه او ۹۱ زره ټنه شیان وو چې د ارزښت او قیمت له نظره یې ۲۳ فیصده او د وزن له نظره یې ۴ فیصده وده کړې ده.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه