Jan 30, 2023 16:11 Asia/Kabul
  • عضلاتی او سکلیټي تاوانونه،د رنګون مشکلات او دردونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دروغتیا مجلې نومې لړۍ له ننني یوسل څوارلسم مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضر شوي  یوو،په دغې لړۍ کې د مختلفو  ناروغیو او د  هغو د درملنې او مخه نیونې د رودو په اړه درسره غږیږو،البته باید ووایو،هغه اطلاعات  چې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي،ستاسو خوږو دوستانو د پوهیداد رامینځةکیدا وزیاتیدا لپاره دي او هیڅکله هم  دا نه ده ټاکل شوې چې د متخصص ډاکټر  د تشخیص او درملنې ځاي ونیسي،باید له خپلو ډاکټرانو سره هم مشوره وکړئ.نو هیله ده دغه مطلب هم ستاسو د خوښې وړ وګرځ

   خوږو دوستانو په تیر مطلب کې مو د زنګون د ځينو ناروغیو په باب  ارزونې کړي،په دغه ننني مطلب کې هم د زنګون دنورو ناروغیو لکه  د زنګون د وَژو شلیدل یا پارګي  یا د منیسکس  اوښکې یا اوبه (Knee meniscus tear and cyst) په څیر ستونزې راسپړو،نو له مونږ سره ووسئ.

زمونږ په هر یوه زنګون  کې دوه مینیسک وي . یو مینیسک  چې د زنګون په داخلی برخې وي ، چې ورته داخلی مینسک وائي او بله  مینیسک  هم چې په بهرنۍ برخې کې یا د رنګون اړخ کې وي  او  بهرنی مینیسک ورته وائي. مینیسک په حقیقت کې د میاشتې په شکل یو غضروفی(cartilaginous) جوړښت دی چې د زنګون په  وژې کې یعني د هډوکي او پنډئ په مینځ کې وي.په زنګون باندې د وارد شوو دباؤنو جذبیدا،د مینیسک اصلی کړنه ده او په ورپسې مرحلې کې،د مینیسک په وسیله د زنګون د وژې د ثبات ساتل دي .

اکثرا،د زنګون د حرکت په وخت  د پَنډئ او د پَتون  د دوو هډوکو ترمینځ د مینیسک  یا وَژې  ښخیدل،د مینیسک د شلیدا  سبب کیږي، او د مینیسک زیاتره شلیدل ،د زنګون په داخلی برخې کې رامینځةکیږي،ځکه دغه برخهزیاتره د زنګون د وژې د متحرکو دوو هډوکوترمینځ ګیریږي.  د مینیسک دغه داخلی شلیدل او دغه راز د مینیسک په بهرنۍ برخې کې زیاتې شلیدا، د ښه کولو  ډير کم چانش لری. دمینیسک  شلیدل په هر عمر کې رامینځةکیدلی شي .البته په مختلفو عمرونو کې ددغې پيښې  علت  مختلف وي .په ځوانانو کې د مینیسک  جوړښت ډير پیاوړی  او مضبوط وي .پر دې اساس په ځوانانو کې  د مینیسک شلیدا معمولا په سپورټس کې د ګوزار خوړلو یا بې ځایه لویدلو له امله  رامینځةکیږي. دغه پيښه  له دیرشو کلونو په کم عمره ځوانانو کې  معمولا د په ډير زیا دباؤ او دباؤ له امله د زنګون دڅرخیدا   په علت رامینځةکیږي .

Image Caption

 

زیات عمر لرونکو ناروغانو کې ، د زنګون د مینیسک یا وژې شلیدا یا بل ډول تاوان رامینځةکیدا هم په مختلفو شکلونو سره وي . دعمر په زیاتیدا سره  دمینیسک جوړښت  هم سوکه سوکه کمزوری کیږی او د زنګون مینیسک یا وژه زیاتره د خرابیدو او کمزوری کیدا له امله شلیږي. پر دې اساس دغه کسان معمولا  د تلو راتلو په وخت  په ټيټيډا او یا اوچتیدا  او په لوړو ژورو کې د تګ راتګ په دلیل د مینیسک د شلیدا له پیښې سره مخ کیږي. په زیاتره موردونو کې سخت ګوزار یا دباؤ د مینیسک ورستیدا  او شلیدا لامل نه کیږي .په دغو کسانو کې دمینیسک ورستیدا یا خرابیدا، زیاتره  د عمر د زیاتیدا په خاطر دز نګون  په آرتروزککړتیا او د هغوی د زنګون د عمومی وضعیّت په خاطر وي.د مینیسک ورستیدایا کمزوریکیدا،معمولاسبب کیږي چې مینیسک سوکه سوکه  ختم(worn out)شي او په مختلفو اړخونو کې وشلیږي.

ددې لپاره چې مشخصه شي، دزنګون مینیسک شلیدلی دی او که نه ،باید  یوه هغه نښه نښانه چې  په دوام کې ورته اشاره کوو، موجوده وي. په زنګون کې ډیر زیات درد احساسول،په زنګون کې د غیژ غیژغږ  آوریدل،یا په زنګون کې د یوه شي شلیدل احساسیدل په دغو نښو نښانو کې شامل دي.د زنګون کلک ښخیدل یا لاک کیدل یا قفل کیدلد زنګون د درد په خاطر  په لار په تلو کې مشکل درلودل یا په زنګون کې د څۀ شي د ښخیدا احساس او د زنګون په اوږدولو کې مشکل ، نوره هغه نښې دي چې  تاسو ته خبرداری درکوي  له دغه مشکل سره مخ شوي یاست. د زنګون په څنګ کې د تاوان له رسیدو ۲۴ساعته وروسته پړسوب  هم   ممکنه ده ډ  زنګون د مینیسک د شلیدا دلیل  وي.

ددې تشخیص لپاره چې  آیا مینیسک شلیدلی دی او که نه ،په پیل کې متخصص ډاکټر  د ناروغ  حال احوال پوښتي او له فیزیکی معاینې وروسته هڅه کوي، د زنګون د سخت درد علت مشخص کړي.ایم آر ائي،عکس اخستل، د زنګون د مینیسک د شلیدا دقطعي تشخیص  او تائيد لپاره ترټولو ښه لاره ده.د ناروغۍ له معلومیدا وروسته،ډاکټرد تاوان رسیدا یا د مینیسک د شلیدا  د  اندازې او ډول ته په پام سره،درملنه پیلوي. د تاوان له مشخص کیدا سملاسي وروسته په درملنې  کې یو لومړنی ګام، د رایس(Rice) روده ده، (Rice) د  آرامښت یا ریسټ(Rest) مخفف دی، او ice   د یخ کیښودو په معنا دی. Compression   ددباؤ راوړلو په معنا(مثلا ددباؤاچولو په پټئ سره ) او  Elevation د تاوانی شوي برخې د لوړولو په معنا دی. ددغو کارونو ترسره کیدا د مینیسک له شلیدا وروسته د التهاب یا ډير زیات درد یا سوځيدا(inflammation)  د کمیدا سبب کیږی.

ممکنه ده ډاکټر دزنګون د  درد دښه کیدا او آرامښت  او ددرد د کمیدا لباره ، ددرد ضد یا  اسټراؤئيډ درمل وړاندیز کړي . د طبی زانو بند یا پټئ څخه استفاده، د زنګون په شاوخو اکې د عضلاتو یا وَژو الیکټریکي درملنه یا فیزیو تراپی ترسره کیدا، د کورټیزون پیچکاری، اوزون تراپي ، د پي آر پی پیچکاری یا بډای  پلازمه  کارول  او د کمزوری شوي  مینیسک  د آرامښت  د مخصوصو تمریناتو او مشقونو ترسره کیدا  په څير له اپریشن پرته  درملنې تر کافی حده ځواب ویونکي دی اوناروغ ته تر یوه حده آرامښت ډالۍ کوي او البته دا بشبړ درملنه شاید نه وي او  احتمالا د آپریشن  اړتیا ولرل شي.

            تل وئیل شوي دي چې مخه نیونه یا پرهیز کول ، له درملنې څخه لاښه  دي. د زنګون د عضلاتو د بياوړتیا لپاره  د منظم ورزش کول او له سپورټ څخه مخکې د بدن د چمتوو کولولپاره د فیزیکي فعالیت ترسره کیدا او  له دباؤ څخه  ډکو فعالیتونو ترسره کیدا،مخه نیونکي لارې چارې دي .همداراز هڅه پکار ده چې په ډيرې چټکتیاسره د زنګون له تاؤوَلو څخه په داسې حال کې چې پښه مو پر مځکه کیښودلي دي ډډه وشي.

Image Caption

 

د زنګون د مینیسک یوه بله ناروغي د؛زنګون  مینیسک سیست ("Knee Meniscus Cyst")دی.داسې سیسټ چې د زنګون په شاوخوا کې په مختلفو فرمونو اوشکلونو سره  رامینځةکیږي.سیسټونه تر یوه حده اوبه  یا جامد ګلینډز لري،دا عادي او یا غیرعادی وي  او په نرمو جوړښتونو کې او  یا په هډوکو کې رامینځة کیږی. د زنګون د سیسټونو دمختلفو ډولونو پيژندګلوي تر ډيره حدهد زنګون د آناټومي په باب د بشبړپوهې له درلودلو سره اړه لری ،چې یو ډير زیات متحرک جوړښت دی .

د مینیسک سیسټ که څه هم د سیسټ په توګه پيژندل کیږي،خو په حیقیت کې سیسټ نه دی او یوازې له اوبو یوه ډکه کڅوړه یا غلاف دی. همداراز یوه غیر طبیعي زیږنده یا ټيومر هم نه دی ،بلکې یوازې یو شمیر طبعیی مائع  یعني ګلینډ ز لري  چې په یوه غیر عادي ځاي کې یو ځاي شوي دي .ددغې   عارضې د  جوړیدا دلیل  دا دی چې د مینیسک د وَژې غضروفی شلیدا طبیعي عضلاتي اوبو ته  اجازت ورکوي ، چې له خپل ځایه  او سیسټ څخه بهر وڅاڅي .بدن په دوامدار ډول  د  وَژو او سیسټ د اوبو یا ګلینډزتولیدوي او دهغو اضافي اندازه جذبوي.خو کله چې مائع یا اوبه له هغه ځایه بهر وځي، نو یوه کیسه جوړوي چې هغې ته د  مینیسک سیسټ وئیل کيږيد سیست دباقي پاتیکیدا دلیل د ا دی چې شلیدا د  یوطرفه نالئ به شکل عمل کوي داسې چې مایع یا ګلینډزله سیسټ څخه بهر ته واردیږي ،البته له سیسټ څخه  بیا خپل لومړني ځاي ته بیرته نشي ستنیدلی او ضائع کیږي او ناروغ ناروغۍ نوره هم زیاتوي.ځکه په هغه  کڅوړې یا کیسې کې دغه اوبه یا ګلینډز کمیږي.

Image Caption

 

ددغه ډول ناروغۍ لپاره  ډيرې درملیزې رودې  استعمالیږي، د آرام کولو ، فیزیوتراپی  او د مالش کونې په څير  له ساده رودو څڅه استفاده کیږي  او همداراز د فعالیتونو له اصلاح سره یو ځاي آرامښت، له یخو استفاده کول ،د غیر اسټراؤئيډي درملو  او د دردضده  او آرام بخښونکو درملوڅخه استفاده، او دغه راز له مختلفو  سپَکو سپورټي  مشقونو رانیولې تر لاسختو سپورټي فعالیتونو پورې  د رودو  استعمال هم پکې شاملیږي. په یوې بلې رودې کې  په کلینک کې په ستنې سره د بې ځایه شوو اوبو یا ګلینډ  خالی کول هم دي چې تر یوه حده دردونه کموي البته له هغو زیاتره اوبه یا ګلینډز بیرته پیداکیږي. او پکار ده چې د سیسټ د جوړیدا دعامل   د شلیدا هم درملنه وشي ،معموملا تر هغه وخته چې د شلیدا دزمینې درملنه ونشي ، نو دغه مشکل او درد به بیا رامینځةشي.

په ځینو موردونو کې اپریشن ترسره کیږی  او هغه داسې موردونه وي چې  درد  د  انسان د  ورځې د فعالیتونو دترسره کیدا مخه نیسي  او دزغملو نه وي  او اپریشن  ددغه شان عارضې یو دایمی درملنه هم کیدلی شي.

  دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،خپل  او دخپلې کورنۍ او خپلوانو خیال ساتئ  او نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

 

 

 

 

 

ټیګونه