د سباون لسیزه (۷)
اروپایی هیوادونه په تیره بیا امریکا له ایرانه ویرونې ، تبلیغاتو ترسره کولو او رسندوی یرغل سره ډیره هڅه کوی په مرکزی اسیا او قفقاز کې د ال سعودو او وهابیت سره د قفقاز او مرکزی اسیا سیمو کې د اورپکو او مذهبی افراط پالو ډلو اړوندوالی پټ وساتي او په خپلو رسندوی تبلیغاتو کې دغه جالی لانجې ایران پورې وتړی .
د ایران اسلامي انقلاب چې د خلکو د غوښتنو او د اسلام پر بنسټ دی، په تېرو ۴۴ کلونو کې نه یوازې په ایران کې بلکې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو پیل وو او د استعمار لاندې له ډېرو کمزورو ملتونو سره یې مرسته کړې ده. په حقیقت کې د امام خمیني(ره) د استکبار غندنې فکرونه د ایران اسلامي انقلاب له بریا سربېره، په سیمې او نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو د اسلامي وېښتیا لامل شوی دی.
په حقیقت کې د امام خمیني(ره) فکر چې د اسلام پر چورلیز وو، په یوې عملي او ټاکونکی پروگرام بدل شو ، چې له مخې یې د لوېدیځ د سلطې نفي کول، له استعمار سره مبارزه، د مسلمانانو نړیوال یووالی او یو نړیوال حکومت رامنځته شو. په حقیقت کې د نړۍ له نورو انقلابونو سره په پرتله کې د ایران اسلامي انقلاب یوه ځانګړنه، د اسلامي او انساني بنسټ درلودل دي. دا موضوع د دې لامل شوه چې د نړۍ ډېرهېوادونه له هغه څخه بیلگه واخلي او د خپلې ټولنې په بېلابېلو برخو کې یې پلي کړي.
په دې سریزې سره سره باید د سیمې او نړۍ په هیوادونو د ایران د اسلامي انقلاب له رغنده اغیزو غافل نشو . د هغو ډیرو کلتوري ، دیني او تاریخي ګډولو په دلیل چی د ایران او مرکزی اسیا او قفقاز جمهوریتونو ترمنیځ موجودې دي ، اسلامی انقلاب هم توانیدلې دې په هویتي ، دیني او تمدنی حوزو کې په دغو سیمو پام وړ اغیزې ولرلې شي .
ایران په تیرو څو لسیزو کې توانیدلې دې د یوه سیمې وراخوا قدرت په توګه ظاهر شی او په خپل بهرنی سیاست کې تل توانیدلې دې له سیمې وراخوا او حتی نړیوالو لوبغاړو سره پنجه واچوی او د خپل شاوخوا سیمو په بدلونونو کې یې مهم رول درلودلې دې .
د ایران اسلامي جمهوریت تل کوشش کړی دی چی خپل ګیر چاپیره سیمو په تیره بیا اذربایجان جمهوریت او مرکزی اسیا جمهوریتونو کې چی د ایران تاریخی او تمدنی حوزې هم بلل کیږی ،. د ثبات او سولې په انځورولو سره د سیمې په هر اړخیزې ودې او پراختیا او همدارنګه په دغو سیمو کې له امنیت او ثبات رامینځته کولو سره مرسته وکړي .
له دې سره سره د اسلامی ایران ځینې سیمه ایزاو له سیمې وراخوا سیالان نوروسیمو په تیره بیا مرکزی اسیا او قفقاز ته د ایران د د نفوذ او نرم قدرت د دریدا غوښتونکی دي . په سیمه کې د ایران سیالان تل په مختلفو رودو سره په لټه کې دي چی اسلامی ایران له دغو سیمو جلا کړي . د بیلګې په توګه اروپایی هیوادونه په تیره بیا امریکا له ایرانه ویرونې ، تبلیغاتو ترسره کولو او رسندوی یرغل سره ډیره هڅه کوی په مرکزی اسیا او قفقاز کې د ال سعودو او وهابیت سره د قفقاز او مرکزی اسیا سیمو کې د اورپکو او مذهبی افراط پالو ډلو اړوندوالی پټ وساتي او په خپلو رسندوی تبلیغاتو کې دغه جالی لانجې ایران پورې وتړی .
دغه ډول فرصت غواړي رژیمونه همداراز هڅه کوی چی د سیمې دولتونه د اسلامی ایران او همداراز د ایران د اسلامي انقلاب په نسبت بدبینه کړی او دا وښی چی کوندې ایران د سیمې په دیکتاتوری رژیمونو کې د بدلونونو په لټه کې دې . اذربایجان جمهوریت د سیمې هغه یو هیواد دې چی د ایران د اسلامي انقلاب تر اغیزو لاندې رغنده خوځښتونه درلودلی دي .
په همدې ارتباط د ګنجه ولسوالۍ د دیني علومو یوکارپیژاندې رامیز ساریوف ویلی دی د شوروی په وخت کې اذربایجان جمهوریت جوماتونه یا سټورونه جوړ کړی وو یا تړل شوی وو . یوازې یو جومات یې په یوه ښار کې خلاص پریښوده هغه هم د ملایانو لپاره . دغو ملایانو هم یوازې د کفن و دفن کارونه ترسره کول ، له دې پرته چا حق نه درلوده اصلا په جوملاتونو کې د اسلام نوم واخلي .
د اذربایجان جمهوریت د اسلام پالو پخوانی مشر مرحوم حاج علی اکرام علی اف د اذربایجان جمهوریت له خپلواکۍ مخکې د ایران له مبارزانو او انقلابیانو سره د ارتباط مخینه درلودلی ده . د اذربایجان جمهوریت دغه دغه ستر اواصیل انسان د ۲۰۱۱ میلادی کال په مارچ میاشت کې وفات شو . حاجی علی اکرام علی اف د ایران د اسلامي انقلاب او اذربایجان جمهوریت د اسلام ګوند د جوړولو په ارتباط ډیرې جالبې او لوستونکی خاطرې لري .
هغه د خپلو خاطرو په کتاب کې چی د اسلامی انقلاب د اسنادو د مرکز په وسیله خپور شوی دی ، د ارس د شمال د مسلمانو خلکو په ویښتیا کې د ایران د اسلامي انقلاب له رول پرده اوچته کړی ده . د اذربایجان جمهوریت دغه خدای بخښلی سیاستوال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی دی د دغه مسلمان هیواد خلکو په تیره بیا د نارداران سیمې دینداراومومن خلک د حضرت امام خمینی رح په مشرۍ له اسلامی انقلاب د بیلګه اخیستلو په ترڅ کې تل له واقعی او سوچه اسلام سره د بلدتیا په لټه کې دي .
که څه هم د اذر بایجان جمهوریت د وفات شوی ولسمشر حیدر علی اف زوی الهام علی اف د واک په پړاوکې هغه پردیو ته د اذربایجان جمهوریت له خپلواکه هیواده د بی شمیره اختیاراتو په ورسپارلوسره توانیدلې دې د دغه مسلمان او شیعه هیواد ډیرې سیمې ستنې کړي ، خو شک نشته چی د نړیوال صیهونیزم ، انګلستان ، امریکا او ترک پالنې په شان له هغو سره اړونده ډلو په لاس د اذربایجان جمهوریت د ټاټوبی نیول د ارمنیانو په لاس د دغه مسلمان او شیعه ټاټوبی له نیواکه ډیر خطرناک بلل کیږی .
له دې سره سره د الهام علی اف دولت کوشش کوی د پردیو په مرسته د اذربایجان جمهوریت د ځینو برخو د ازادولو په پلمه د ارس د شمال له مسلمانو خلکو کلنګ او غچ واخلی . دا په داسې حال کی ده چی د اذربایجان جمهوریت مسلمان او شیعه خلک د ایران د اسلامي انقلاب تر اغیز لاندې توانیدلی دی خپل نیول شوی ټاټوبی بیرته واخلی .
په دغه موده کې بی شکه د الهام علی اف دولت او د باکو په حکومت کې پردی نفوذی سیاستوالانو د اذربایجان جمهوریت د ټاټوبی د ازادولو مسله کلونه کلونه ځنډولی ده . ځکه چی د باکو چارواکو کلکه عقیده درلوده چی د پردیو قدرتونو له اجازې پرته د خپل سلطنت تخت نشی ساتلې . دا په داسې حال کی دی چی پردی یوازې په خپلو ګټو فکر کوی او هغه سیاستوالان چی خپل واقعی ولسی ملاتړ له لاسه ورکړي ، نو د پردیو ملاتړونه به هم له لاسه ورکړي .
د اذربایجان جمهوریت روان وضعیت ته پام سره دا حقیقت ښکاره کیږی چی د الهام علی اف دولت هم د خپل پلار په شان په زور سره خلک چوپتیا ته مجبوره کړی دي . د ارس د شمال مسلمان خلک حتی د خپلو غوښتنو لپاره د څه ویلو اجازه هم له لاسه ورکړی ده .
په هر حال حاج علی اکرام علی اف د خپلو خاطراتو په کتاب کې د نارداران د خلکو د استعماری ضد مبارزانو په اړه ویلی دی د ارس په شمال کې د حیدر علی اف د حاکمیت پړاو د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته زمونږ په سیاسی او اجتماعی تاریخ کې ډیر سپیره پړاو بلل کیږی . د اذربایجان جمهوریت نیول شوی ټاټوبی د دښمن په لاس کې پاتې شو او د قره باع شخړه نه یوازې اواره نشوه بلکې د خلکود بی وزلي او بدبختی ورځ په ورځ زیاته شوه . د لویدیځ غیر اخلاقی کلتور د ارس د شمال په مسلمانو ځوانانو او هیواد غلبه وکړه . په دې ډول چی نن هر کس چی باکو ورځی نه پوهیږي چی یوه بشپړه لویدیځ ښار ته ورغلی دی یا ختیځ او مسلمان میشته ، فسق و فجور ورځ په ورځ زیاتیږي .
حاجی اکرام علی اف په عین حال کی جوتوی په دغو شرایطو کې د اذربایجان جمهوریت خلکو لیدل چی د هیواد د تیلو ، ګازو او نورو معدنو میلیاردي عایدات د ولسمشر ، د هغه د کورنۍ او خپلوانو لاس ته ورځی او ملت ته پکې څه نه رسیږي .
د هر ډول پوښتنې کولو غږ غلی کیږی ، د اروپا په شورا کی په غړیتوب ویاړ ، په دولتی ، علمي ، کلتوری او رسندوی مرکزونو او مطبوعاتو کې اخلاقی فساد د ملی ویاړونو ، نجابت او دیني ارزښتونو ځای ډکوي ، په ټولو ځایونو کې فحشا او منکرات وجود لری او بی عزتی خپل اوج ته رسي .بی وزلۍ ، لوږې او بیکاری د خلکو ستوتزې زیاتې کړي او د اکثریت د خلکو ژوند تریخ شوی دی او څوک د اعتراض جرات هم نلری . په هودې دلیل د نارداران خلکو پاڅون وکړ . د خلکو له پاڅونه وروسته حاکمیت هم بی کاره نه وو ناست . د اذربایجان جمهوریت د مسلمانو خلکو مشر په همدې زمینه کې جوتوی چی د حیدر علی اف په وخت کې د باکو حاکمیت په لومړنی غبرګون کې لمړې د نارداران د خلکو د کورونو بریښنا غوڅه کړه . لږ وروسته یې اوبه هم غوڅه بنده شوه او لمبر د خلکو د کورونو ګازو ته ورسید .
د حاجي علي اکرام علي اف په وینا، د حیدل علي اف د خپل دولت په وخت له هرې لارې د خلکو د غږ غلې کولو هڅه کوله تر دې چې یوه ورځ د تعلیم کم عقل وزیر مصیر مردان اف چې په رښتیا هم د حیدر علی اف د دربار پست او پرېوتی کس و، نارداران ته راغی او په یوې شرموونکې وینا کې یې په ډېر زور سره اعلان وکړ« ستاسو لوڼې باید له دې وروسته په ښوونځیو کې د اذربایجان د ترقۍ او ازادۍ بېلګه وي، او دا دودیزې لوپټې او حجاب مو وغورځوئ، دا زمونږ په هیواد کې د تعلیم او تربیې قانون دی.
هغه په دې اړه نورې هم ډېرې چټي او احمقانه خبرې وکړې په داسې حال کې چې تاسو پوهېږئ او د ایران او سیمې ټول اذري ژبې او د اذربایجان خلک هم ښه پوهیږي چې په تاریخ کې په نارداران کې د حجاب او ستر ساتنه، که هغه د شوروري له زمانې مخکې وه او که د کمیونسټانو د واکمنۍ په زمانه کې او یا یې له پاشل کېدو وروسته، د نارداران د خلکو ویاړ دی او د هغوي د غیرت، عزت ، ناموس او دیندارۍ نښه ګڼل کیږي.
په هر حال د مصیر مردان اوف له شرموونکو خبرو وروسته د نارداران خلک خپه او غصه شول او دا یوه پلمه شوه چې خپله څو کلنه غصه په تېره بیا د وروستیو څو میاشتو قهر د یو اورشیندنکي په شان وچوي، په دې ډول له هغه ورځې د حیدر علي اف د حکومت د ظلم او زیاتي په خلاف د خلکو اعتراضونه او غونډې له هغه ورځې پیل شوې او په دې سیمه کې خونړۍ پېښې رامینځته شوې.
خو د لویدیځ د بشري حقوقو تش په نامه مدافعو ټولنو چې په هر ډول اقدام اعتراض کوي، په دې اړه او د نارداران سیمې په وینه بهیدلو خوله پټه کړه او په دې کار سره یې د اذربایجان د حکومت مرسته وکړه.
د اسلامي انقلاب د اثراتو په یوې کلي پایله کې باید ووایو: ایران په خپل بهرني سیاست کې تر پخوا زیات د نړۍ د ختیځې سیمې لپاره د اهمیت قایل دی. د ایران د مشرانو په جیو پولټیک نظر کې، ختیځ ډېر اهمیت لري. بې له شکه، د ایران مشران به په سیمه او نړۍ کې خپلې موخې پلې کړي او لرې ښکاري چې صهیونسټ رژیم او نړیوال استکبار یا په پردیو پورې تړلې بهیرونه د اسلامي ایران د غوښتنو د پلي کېدو مخه ونیوی شي.
خدای په اماني.