د ایران هوايي ځواک به نوي جنګي الوتکې ولري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پوځ قومندان سید عبدالرحیم موسوي د هوايي ځواک د عقاب څلورڅلویښتم د تاکتیکي هوايي اډې د کتنې په وخت وویل ځینې تاکتیکي اډې به په راتلونکي کښې د نویو جنګي الوتکو کوربه وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ هوايي ځواک پرون د عقاب څلورڅلویښت په نوم د ځمکې لاندې د خپلې لومړنۍ اډې مخ کتنه وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان عبدالرحیم موسوي د وسله والو ځواکونو د قومندانانو او کارکونکو په ټول کښې وویل د ایران وسله وال ځواکونه توانیدلي دي د ایران د ملت د مقاومت د جبهې او د هغو ټولو کسانو چې د اسلامي انقلاب مینه وال دي زړونه خوشحاله کړي او د ایران او د اسلامي دښمانان خپه کړي.
هغه د عقاب څلورڅلویښت په نوم د تاکتیکي اډې د ځانګړتیاو په هکله وویل دغه اډه د ایران د پوځ د هوايي ځواک یوه ترکیبه اډه ده په دې مفهوم چې په دغه اډې کښې هم جنګي الوتکې او هم بې پایلوټه الوتکې ماموریتونه اجرا کوي.
موسوي وویل دغو اډو د ایران په بیلابیلو سیمو کښې د دوښمانانو له هیلې لیرې د ضروري عمل او د عکس العملونو امکان رامینځته کړی دی.