د ایران په میلیونونو خلکو په لاریونونو کښې ګډون وکړ
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ځوانانو د ښځو د ماشومانو او د بوډاګانو په شمول د ایران په میلیونونو خلکو نن د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په پرتمینه جشنونونو او لاریونونو کښې حماسي ګډون وکړ.
د ایران زلمیو او زده کونکو چې په هیواد کښې د اویایمې او د اتیایمې لسیزې په نسل مشهور دي د نن ورځې په لاریونونو کښې پراخ ګډون وکړ.
د ایران بوډاګانو هم له بوډاتوب سره سره د اسلامي ایران د سرلوړو سربازانو په څنګ کښې په امصا او ويلچیرونو سره د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې په ننیو لاریونونو کښې ګډون وکړ چې یوځل بیا د اسلامي انقلاب دوښمانانو ته ثابته کړي چې دوې له اسلامي انقلاب سره ولاړ دي.
د ایران ډیرو حکومتي چارواکو او سیاسي شخصیتونو او پوځي او حکومتي مقاماتو او هنري او ورزشي کسانو هم د نن ورځې په لاریونونو کښې ګډون وکړ.
د کردانو د بلوچانو د اذریانو د عربو او د شیعه او د سني وغیره په شمول د ایران د خلکو بیلابیلو پرګنو د هیواد د درې رنګه بیرغونو په لاسونو کښې نیولو سره په لاریونونو کښې ګډون وکړ او یوځل بیا یې د اسلامي انقلاب دوښمانانو ته خپل اتحاد وروښود.
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت شیعه او سني خلکو هم یوځل بیا په ملي او انقلابي ډګر کښې د نورو ایرانیانو په څنګ کښې د بلې حماسې د رامیځته کولو لپاره واټونو ته راووتل چې په دغه سړې هوا کښې د اسلامي انقلاب په ساتلو کښې په خپلې ځلانده کارنامې کښې یوه بله د سرو زرو پاڼي ورزیاته کړي.