د رهیرۍ لیدتوګې (د خبرګانو شورا له غړو سره لیده کاتۀ)
(last modified Mon, 27 Feb 2023 08:59:45 GMT )
Feb 27, 2023 13:29 Asia/Kabul

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې  نومې لړۍ له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغې نننئ برخې کې د رهبرۍ  دخبرګانو دشورا له غړو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د وینا په اړه درسره غږیږو،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د کب دمیاشتې په څلورمه نیټه د رهبرۍ د خبرګانو شورا  له مشر او غړو سره لیده کاته وکړل. د خبرګانو شورا د ایران د اسلامی جمهوریت یو داسې حکومتي اورګان دی چې د ایران د اسلامی انقلاب په هماغو لومړنیو کلونو کې(۱۹۸۳کال )تاسیس شوی دی . ددغه اورګان اصلي دندهد ایران د اسلامی جمهوریت د رهبر ټاکل او دهغه پر کړچار څارنه ده .د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په وینا،خبرګانو شورا،هم د رهبرۍ ټاکونکې  او هم پخپلو خیال ساتنو سره ، د رهبرۍ د شرائطو د دوام او وجود تضمینونکې  ده چې دغه شان لوي ځائيګی ، دخبرګانو غړو ته درندې دندې متوجه کوي او هیڅکله  ددغو دندو په ترسره کولو کې لټي ،د پروردګار په درګاه کې  دمنلو وړ نه ده. د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  له نظره، حضرت آیت ا... العظمی سید  علی خامنه اي،د رهبرۍ ترټولو مهمه دنده د انقلاب په لور نیونې کې د اسلامی نظام د کلي او  مهمو برخو  حرکت څارنه او ساتل  وبلل څو له اصلي  لارې زاویه او کوم اړخ غوره نه کړي او اسلامی انقلاب د  نړۍ د نورو  انقلابونو په څير   منحرف نشي.

            حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د خبرګانو شورا  د  ؛جمهوریت؛ او ؛اسلامیّت؛په نغښتنې کې بیلګه  وبلله چې د ځائيګي له پلوه،د ایران د اسلامی  جمهوری نظام  کې له هریوه مرکز او ټولګې څخه  له لالوړ حساسیت  او اهیمّت لري. دوي په دې باب  ووئيل؛ددغې شورا په باب یو ټکی، چې د مونږ په نظر یو مهم او اساسی ټکی دی، دغه شورا د اسلامیّت او جمهوریّت په نغښتنې او سره یو ځاي کونې کې بیلګه  دی.مونږ  ددغې شورا په دغه صفت او خضوصیّت ستاینه او قدرونه کوو.دا بیانوو،دا  نورو ته هم ورښايوو. اولا دغه شورا د ولس ټاکلي شورا ده او په دې کې  دکلمې په حقیقي  معنا ولسواکئ په بشپړ اسلامیّت سره تحقق پيداکړی،دوهم  ددین له هغو عالمانو جوړه ده چې د اسلامی نظام دیني جوهره نندارې ته وړانډې کوي،پردې اساس، په اسلامی نظام کې جوړښت او ترکیب او بلکې په حقیقت کې د  اسلامیت او جمهوریت  اتحاد بیانوي.

د ایران په اسلامی  جمهوری نظام کې دخبرګانو شورا حساس او مهم ځائيګي ته په پام سره،یو هغه رسمي او حکومتي اورګان چې تل د اسلامی انقلاب د دښمنانو د یرغلونو په شیشت کې دی،د رهبرۍ دخبرګانو شورا ده. حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي ددغې دښمنۍ علت، داسلامی جمهوری نظام  له اصل سره د دښمنۍ جنس  وباله او وې وئيل؛له اسلامی جمهوری نظام سره  ځیني دښمنۍ سیاسی دښمنئ دي.مثلا د فلسطین په موضوع کې د ایران اسلامی جمهوریت یو دریځ لري،قدرتونه یو بل دریځ لري،دښمني  ایجادیږي ...ځیني شته چې باؤري دي،په درستو واړو او سترو مسئلو کې باید د لویدیځ په نسخې عمل وشي،پخپله د لیبرل ډيموکراسۍ سرغنو د لیبرالیزم  او ډيموکراسۍ په بیرغ سره پر دنیا د سلطې نقشه انځور کړې ده.اسلامی جمهوریت کله راځي،نو جمهوریت راډالۍ کوي،آزادي هم ډالۍ  کوي،البته د دوی ترڅنګ دین هم ډالۍ کوي، نو ځکه  د هغوی نقشه  سره ګډوډوي . پخپله د ولسوالۍ ترڅنګ د دین یوځاي کیدا  دښمني راولاړوي . دلیل ئې هم  همدا دی چې  د دوي نقشې باطلوي .  

            د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا،حقیقي ایران په اسلامی جمهوریت  کې  دی  چې هیڅوک ورڅخه انکار نشي کولی او  دا د  اسلامی جمهوری نظام  د ولسی بنیاد پیاوړتیا ده . ایت ا...  العظمی سید علی خامنه اي  دغه راز ووئيل، اسلامی جمهوری نظام  د ولسی بنیاد له پلوه    انصافا په دنیا کې بې ساری او کم ساری دی. لکه څنګه چې  نظام  خدماتو ته ضرورت لري ، د طبیعي  پیښو یا د کرونائي بحران په څير ښکارندې ،د ولس لپاره د کار، فعالیت او خدماتو صحنې  رابرسیره کوي  چې انسان واقعا حیرانوي . د اسلامی انقلاب ستر لارښود په سیاسي مسئلو کې  د سږکال دسلواغې د  دوه ویشتمې نیټې یو م ا...  میلیوني لاریون  ته اشاره وکړه  او وې وئيل ؛سږکال د سلواغې د ۲۲نیټې د یوم ا... ولسی  میلیوني لاریون  چې ټولو ئېننداره کړې ،ددنیاپه کوم  ځاي کې داسې شی شته؟ د یوې  حماسې لپاره  ولس په دوامدار ډول له څو څلویښت کلونو راهسې غالبا د سړې هوا او د ژمي د ډیرې یخې فضا او یا د تودوخې د  ډیرې ګرمې فضا په سختو شرائطو کې،البته کله کله د سختې واورې د وریدا په وخت هم  خلک دغه شان میلیوني ګډون کوي،هر کال او په پرله پسې کلونو کې.دا ډير عجیبه شی دی.مونږ په حقیقت کې له دغه شان حماسو پنځولو سره عادي شوو.د نفوسو یا آبادۍ د زیاتوالی او د نفوسود ډولوالي او مختلفو نسلونو  له پلوه او بوډاګان حتی په په ملاکړوپ کسانو،ځوانانو،زلمیانو،او له هرډول سلیقو او ډولونو سره ټول خلک پکې ګډون کوي.دا ولس دی،ولسی پشتوانه او ملاتړ،یعني دغه شان حماسه.ولسی اساس یعني همدا شی.هو! دا یوه ملی پانګه ده،دا پانګه اسلامی جمهوری نظام لري.دا یوه ملي شتمنۍ ده.نو باید په ملی شتمۍ  ویاړ ونه کړو،،،د ملی شتمنۍ په وړاندې ځیني دندې هم شته او هغه دودې ساتل (Maintain growth) دي.

               د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا،د ایران په تاریخ کې  دین او عالمانو د ملی او انقلابی  خوځښتونو په رامینځةکیدا کې بې بدیله او مهم رول درلودلی دی . دوي په اسلامی انقلاب کې د تقلید دمرجع او د یوه دیني عالم په توه د حضرت امام خمینی  رول لوبونې ته اشاره وکړه  چې وتوانید ددین دعالمانو د زر کلن میراث پشتوانې او ملاتړ او  هغه اعتماد او اعتقاد ته چې  ولس پر هغوي درلود، ملت  ئې  د هیواد په مختلفو  سیمو کې  له ښارونو او کلو په یکي یوۀ شعار سره وخوځول . یو داسې کار چې  هیڅ یوه بل سیاسی شخصيّت او ګوند  په لاس شونی نه ؤ. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د نظام لپاهر  ولسی بنیاد او  او ګواښ له مینځه وړونکی شتون  او لویه شتمني   حیاتي وبلله او وې وئيلو  عالمان ، د حکومتی مسئولیتونو له درلودلو اویا نه درلودلو چې ورتیر شو،، ددغې لوئې پانګې دساتلو لپاره درندې دندې لري  چې  ترټولو مهمه ئې بیانونکی جهاد دی.  د اسلامی انقلاب ستر لارښود له ولس سره د ارتباط د لارو چارو په بیانولو کې  ووئیل،تقوا، صداقت ، پاک لمني ، له شک راپنځونکو  موردونو څخه ډډه کول، خداي انګیزه  درلودنې او یوازې په ژبه نه ،بلکې په عمل سره خلک ډاډمن او  حوصله مند کوي.همدغه شان عالمان ئې  له ځوانانو او محصیلینو سره  ارتباط او دمحصیلینو په مرکزونو کې  شتون ته وبلل او وې وئيلو په نوو خبرو سره،په نوي منطق سره  له ځوانانو سره خبرې  وکړئ او د  هغوي ذهني غوټې خلاصې کړئ.

               د اسلامی انقلاب ستر لارښود، د خبرګانو د شورا د لویو عالمانو او غړو په چورلیزتوب سره په مختلفو ښارونو کې  د فکر د ډيرو زیاتو خاوندانو  او ځوانو فاضلانو د معرفتي کړئ جوړول،له ځوانانو سره د اغیزشیندونکي ارتباط لپاره یو بل ګام وبالۀ او وې فرمائيل؛باید له شبهاتو  خپه او ناراضه نه شوو، اندیښمن نه شوو، بلاخره شبهات او شکونه  هم موجود وي خو ورڅخه  اندیښمن  کیدا پکار نه ده .  خداي بخښلي استاد مطهري ، پخپله شکونه اوشبهات  کشف کول ، نو بیا ډیر زر پوهید او بیا ئې  ورباندې فکر او غور کاوۀ.  له شکونو او شبهاتو سره  په مخامخیدنې  کې باید بشپړ تیار ووسو.  زه غواړم دا عرض وکړم،حتی دغه شکونه او شبهات ددغو بندیزونو او بایکاټونو په څیر دي،دغه بندیزونه که نه وائ،نو ډاډمن ووسئ مونږ  به دغه تخنیکي او صنعتي  پرمختګونه نه وائ کړي.نه ئې راباندې پرُزې خرڅولې  او نه ئې هم علم راباندې خرڅوۀ،نه ئې رابااندې ټيکنالوجي خرڅوله ، نو مجبوره شوو ،پخپله  اقدام وکړوو.شک او شهبات هم همداسې دي  شبهات مونږ مجبوروي څو لازیات فکر وکړو،لازیاته مطالعه وکړو،لازیاته مراجعه وکړو، لازیاته مشوره وکړو ،لازیات له هغه چا چې  له مونږه زیات پوهیږي ، ورڅخه پوښتنه وکړو ، شک او شبهات هم همداشان دي .

 حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دخپلې وینا په پاي کې د هیله مندئ   په ضرورت په ټینګار سره ، د ناامیدئ او نهیلیتوب  په القاء کولو کې د دښمن دوامدار سیاست ته اشاره وکړه او وې وئيل،هغه کسان چې پخبله  ، شخصیت ئې،هویت ئې  د نابودۍ تر ګړنګه رسیدلی وي، دوي  هرچا ته همداسې فکر کوي  چې دغه شان دي ، دهغو کسانو په اپوټه چې  ذهن ئې ، زړونه ئې  له امیده ډک وي،هرڅه ته د  امید او هیلې  په توګه ګوري ، مسئلو اوبدلونونو ته دهیله مندئ په سترګه ګوري،چې  هیله مند یوو خداوندمتعال  مونږ ټول بریالي کړي  چې  په دغه شان نظر  او الهی مهربانۍ  اومرستې او ولسی شتون سره ، پخپلو دندو په  جدیّت او له ستړیا او لټۍ پرته  عمل وکړو.......

(سیماب)

**************************************************************************************************************************************************************