د اسلام ویرونې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i129354-د_اسلام_ویرونې_سره_د_مبارزې_د_نړیوالې_ورځې_په_مناسبت
د مارچ د میاشتې ۱۵ نیټه په نیوزیلند کې په یوه جومات باندې د ترهګریز برید او د لسګونو لمونځ کوونکو د وژلې یادونه کوي، دغه ورځ اسلام ویرونې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
(last modified 2023-03-12T06:16:48+00:00 )
Mar 12, 2023 10:45 Asia/Kabul
  • د اسلام ویرونې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت

د مارچ د میاشتې ۱۵ نیټه په نیوزیلند کې په یوه جومات باندې د ترهګریز برید او د لسګونو لمونځ کوونکو د وژلې یادونه کوي، دغه ورځ اسلام ویرونې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

د مسلمانانو او په تېره بیا په نیوزلنډ کې د مارچ د میاشتې پنځلسمه نېټه یوه نه هیرېدونکې او غمجنه ورځ ده، د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ نیټه یو برید ګر چي په وسلو باندې سمبال وو د نیوزیلڼد په کرایست چرچ ښار کې په یوه جومات باندې برد وکړ او ۵۱ تنه لمونځ کوونکې یې په شهادت ورساوه، داسي برید چي په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل کیږي، دغه برید په لوېدیځو هیوادونو کې چي تش په نامه د ازادی ادعا کوي د مسلمانانو په ضد تر ټولو لوی ترهګریز اقدام پاته شوی دی، که دغه شان مرګوني برید په عیسویانو او یا هم یهودیانو شوې وای، نو داسي ورځ نه وه چي د نړیوالې ټولنې له لورې یې یادونه شوې نه وای او ګڼ شمېر مستند او فیلمونه به یې په اړه جوړ کړي واي، خو لوېدیځوال حتي په خپلو هیوادونو کې د مسلمانانو په ضد د کرکې په شتون هم اعتراف نه کوي او د اسلام ضد اقداماتو ته د بیان د ازادی تر عنوان لاندې جواز ورکوي، په لوېدیځو هیوادونو کې د اسلام ضد بهیرونه په عامه موضوع باندې بدله شوې ده، تندلارې ښي پالې ډلې چي اسلام سره دښمني کوي، نن سبا په اکثره لوېدیځو هیوادونو کې واکمن شوي او حکومتونه یې په لاس کې نیولي دي، له اسلام او له کډوالی سره دښمني یو بل سره غوټه خوړلې ده، د اروپایي هیوادونو اکثره مسلمانان کډوال دي او له افریقا او لوېدیځي اسیا څخه اروپا ته تللي دي، په دې خاطر د مهاجرو ضد ډلې د اسلام ضد له ډلو سره یوموټی شوي دي، د فرانسې د علمي څېړنو د ملي مرکز څېړاند او اندیال فرانسوا بورګا وایي: په اروپا او په فرانسې کې د اسلام ویرونې ښکارنده یوې خطرناکې کچې ته رسېدلې ده، که له دې مخکې مسلمانانو سره دښمني ښې پالو ډلو ته ځانګړې وه، خو اوس دولتونه یې تر شا درېدلي او ورځ تر بلې هغه ته وده ورکوي او اسلام سره، ضدیت په یوه دولتي ښکارنده بدله شوې ده.

په همدې لړ کې د تیر کال په جون میاشته کې په اروپا کې د مدني ټولنو پورې اړوندو ۴۱ موسسو په اروپایي اتحادیې باندې اسلام ویرونې سره، د مبارزې په ضرورت باندې د سترګو د پټولو تور ولګول،  هغوی په یوه لیک کې له اروپایي اتحادیې څخه غوښتنه وکړه چي اسلام ویرونې سره د مبارزې لپاره یوه څانګه رامینځ ته کړي، دغو موسسو د لیکونو په خپرولو سره، په دې زمینه کې د اروپایي اتحادیې په سوستی باندې خپلې اندېښنې څرګندې کړلې.

په یوه امن هیواد کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې د ‍پنځلمسې نیټې ترهګریز برید دومره ظالمانه وو چي رسنیو او سیاسي محفلونو سترګې پرې پټولای نه شوای، نیوزلند له ټوله نړۍ څخه جلا سیمه کې پروت دی او له هیڅ یو هیواد سره دښمني نه لري او تل د امنیت په نړیوالو ځانګړنو کې تر ټولو پرامن هیواد بلل شوی دی، په نیوزیلنډ کې اکثره کورونه قفل نه لري، د کورونو کړکۍ او کلکینانو باندې حفاظ نه دی لګول شوي، د کورونو د غولې چارچاپېر حصارونه دومره لنډ دي چي په اسانۍ باندې پښه پرې اړول کیږي، د نیوزیلند په ښآرونو کې عمومي فضا ډېر بر امنه ده او حتی غلا او ورته نور جرمونه هم پکښې ډېر کم دي، لیکن په داسي یو برامنه هیواد کې هم مسلمانانو لپاره امنیت نه شته، وتلې بیلګه یې هم هغه د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې ترهګریزه پېښه ده چي په کښې ۵۱ لمونځ کوونکي په خپلو کې وینو کې ډوب شول، د اسلام ضد دغه ترهګر له بریده مخکې په عامه په ټولنیزو رسنیو کې ویلې وه چي ځکه یې نیوزیلنډ د دې کار لپاره ټاکلي دی، چي دغه هیواد کې امنیتي تابیاوې کلکې نه دي او په اسانی سره خپل هدف په نښه کولایشي، د برید پر مهال د لمونځ کوونکو د وژلې انځورونه د ترهګر له لورې ټولنیزو رسنیو کې نندارې ته کښېښودل شول، برید ګر ۲۸ کلن ځوان وو او د اسټرالیا ښاریز وو چي د بنتون هریسون تارنت په نامه د اسټرالیا د ښي پال ګونډ غړیتوب یې لرل، هغه په بې رحمی سره، په دوو جوماتونو باندې برید وکړ او په لمونځ کوونکو باندې ډزې وکړې،

د نیویورک ټایمز خبریال ریچارد پرز پنا د مارچ د میاشتې په ۱۵ په خپل راپور کې ولیکل: ټپیانو هڅه کول چي په پروت حالت کې ځان یو امن ځای ته ورسوي، یو شمېر هم د تېښتې هڅه کاوه، او حتي ځینو د مړو شاته پټېدل خو بریدګر په هیچا باندې رحم نه وکړ او یو په یو یې په نښه کول، او پوره پوره شاجور به یې په مړو او زخمیانو باندې خالې کولې. هغه په ښځو او انجوڼو باندې هم رحم نه وکړ او په هغوی باندې هم ډزې کولې او حتي په مړو باندې به یې شاجور خالې کول. دغه ترهګر له دغو ټول بوږنوونکو جنایاتونو څخه ویډیو ډکول او په انلاین توګه یې په سوښل میډیا کې یې نندارې ته اېښې وو، دغه ویډیو چي په فیسبوک کې خپرېدل په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوو کې تر ټولو زړه پوږنوونکې وېډیو بلل کیږي.

د نیویورک ټایمز راپورټر لیکي: دغه وحشت د توکم پالنې او د ټولنیزو رسنیو تر مینځ د پیوستون پایله ده، داسم عام وژنه چي په ظاهر کې د سپین پوستو د توکم پالنې او د نفرت په انګیزې سره تر سره شو او په ژوندي توګه په فیسبوک کې خپور شو او د ویروس په څېر ټولنیزې شبکې یې په بر کې ونیولي. راپورټر زیاتوي: دغه برید د نړۍ تر ټولو د برامنه هیواد امنیتي مخینه ورانه کړه، د دې راپور سره سم، یو مسلمان چي د جومات په دروازه کې ولاړ وو د بریدګر په لیدلو سره، هغه ته د ورور په ویلو سره، سلام کوي، لیکن سمدستي د بریدګر له لورې ویشتل کیږي او په ځمکې باندې د غځېدو په حالت کې دی چي بریدګر یې په سر باندې ډزې کوي.

د پاکستان په غوښتنې سره، د اسلامي همکاریو د سازمان د دریو کلونو له هلو ځلو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په خپله کال هینداره کې د مارچ ۱۵ اسلام ویرونې سره د نړیوالې ورځې په توګه اعلانوي، لیکن د امریکې په شمول لوېدیځو هیوادونو د ملګرو ملتونو له دغه پریکړه لیک څخه د ښکاره ملاتړ لپاره چمتو نه شول، په ملګرو ملتونو کې د فرانسي دائمي استازی نیکولاس دو ریویر دغه پریکړه لیک ستونزې رامینځ ته کوونکی بللی او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په اعتراض کولو سره ویلي: د اسلام ویرونې لفظ د بیان د ازادی او د مذهبی ازادی سره په ټکر کې دی او په نړیوال حقوقو کې هیڅ ځانګړی تعریف نه لری، دا یوه داسي آزادی ده چي فرانسه ورڅخه دفاع کوي لکه له نورو ازادیو څخه، لکه د بیان ازادي.... د فرانسې د دولت د استازی دغه دریځ په ښکاره توګه د اسلام ضد له ترهګرو څخه د دې هیواد د ملاتړ ښودنه کوي، له ملګرو ملتونو کې د اروپایي اتحادیې استازی هم د فرانسې د استازی له دریځه ملاتړ وکړ او ورته اندېښنې یې څرګندې کړي، په لویدیځو هیوادونو کې په مسلمانانو باندې د مذهبي بندیزونو او محدودیتونو په لګولو کې تر ټولو مخکښ دی، په حقیقت کې اسلام سره دښمني په لوېدیځو هیوادونو کې جړه موندلې او د بیان ازادی یوه داسي سرپوښ دی چي د مسلمانانو په ضد د تاوتریخجنو او ترهګریزو اقداماتو او د اسلام ویرونې څخه د ملاتړ لپاره د لوېدیځو هیوادونو له لورې کارول کیږي.

د اسلام انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای څو کاله مخکې د لوېدیځو هیوادونو ځوانانو ته په یو لیک کې د پاریس د ترهګریزې پېښې وروسته، د لوېدیځ فرهنګ له خطرې څخه یادونه وکړه او وویل، دغه فرهنګ په دوو ځانګړنو یعني ابتذال او تاوتریخوالې سره، جنایت پنځوي او د هغو ترهګرو پنځوونکي دی چي په لمنه کې یې روزل شوي او نړیوال امنیت له خطرې سره مخامخوي، نن سبا د لوېدیځو سیاستوالانو د غوصې او د کینې اور په هغو توپکونو کې ښکاره کیږي چي بې ګناه مسلمانان په نښه کوي، په نیوزیلند کې په جومات باندې برید او د ۵۱ لمونځ کوونکو عام وژنه د لویدیځو هیوادونو د اسلام ضد او کډوال ضد سیاستونو مستقیمې پایلې دې.