ایران د اونۍ په هینداره کښې
د تهران راډیو ډیرو خوږو او قدرمنو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ. ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یو او نن هم د ایران د تیرې اونۍ مهمې خبري پيښې جاجوو
د ایران د اسلامي جمهوریت میلیونونو خلکو تیره جمعه د قدس د ورځې په لاریون کښې په ګډون سره، د فلسطین له مظلومو خلکو د ملاتړ په ترڅ کښې د قدس د نیواکګر رژیم او د هغه د انډیوالانو له جنایتونو خپله کرکه څرګنده کړه.
دغه لاریون د روژتي خلکو او د هیواد د پوځي او حکومتي چارواکو په زوږناک شتون او د «فلسطین د اسلامي نړۍ د وحدت چورلیز، قدس د آزادۍ په درشل کښې» شعار سره، په یو وخت د تهران په شمول د ایران په څه باندې زرو ښارونو او کلیو کښې ترسره شو.
د ایران روژتي خلکو په دغو دستورو کښې د «مړ دې وي اسرائیل» او «مړه دې وي امریکا» په شان شعارونو په ورکولو سره، له دغه جنایتکار رژيمه خپله کرکه او نفرت څرګند کړ او د فلسطین د خلکو د مظلومیت چغه یې د نړیوالو غوږونو ته ورسوله.
په ټول ایران کښې د قدس د نړیوالې ورځې دستورو ته د څه باندې ۴ زرو خبریالانو، عکاسانو او فلمبردارانو له خوا چې له ۱۵۰ زیات په کښې د بهرنیو رسنیو کسان وو، خبري او رسندوي کوریج ورکړی شو.
*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون د ترسره کیدو ترڅنګ، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د قدس آزادۍ ډیره نزدې ده، وویل: د قدس د ورځې په لاریون کښې د شتون پیغام، د اسلامي امت د پیوستون اعلان دی او دا چې د سیمې له حکومتونو سره د صهیونیسټي رژيم د اړیکو د ښه کولو هلوځلو یې امنیت برابر نه کړ او نه به یې برابر کړي.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف هم په تهران کښې د قدس د ورځې په دستورو کښې په خپله وینا کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د قدس ورځې له جنایتکارې صهیونیسټي څیرې څخه نقاب لرې کړ، وویل: نن سبا فلسطین له اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره په یو مرکز بدل شوی دی.
د دغو دستورو د لاریون د پاې په پریکړه لیک کښې راغلي دي: مونږ د ایران غیرتي ولس د اسلامي نړۍ وحدت او یووالی په نړیوال استکبار او د هغوي په دسیسدو باندې د فتحې او برلاسي کِلي ګڼو او د خدای په فضل اوس چې د مقاومت جبهې د عمل نوښت د صهیونیسټانو له واک نه بهر کړی او د نتانیاهو ډیکټاټور او دیوالیه شوی حکومت یې له استیصال سره مخامخ کړی دی او د ماشومانو وژونکی رژیم یې د تدریجي زوال په لور ټیل وهلی او په جعلي رژیم کښې سخت سیاسي زوال او دوه قطبي توب، د نیواکي ځمکو د پولو دننه بدلونونه او اعتراضات زیات کړي او هم داشان یې د صهیونیسټي رژيم د نیواکي ښارونو د اوسیدونکو تیښته ډیره کړې ده، باوري یوو چې د لنډمهاله صهیونیسټي رژیم په زوال او ټوټې کیدو کښې چټکتیا او یو نه ستنیدونکي ټکي ته یې رسیدل، د اسلامي نړۍ او د اسلامي هیوادونو اولنې وړومبیتوب دی.
*/*/*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: په یوکرین کښې د امریکې بایالوجیک پوځي فعالیت د نړیوالو ژمنو خلاف دی او بې پلوه نړیوال تحقیق ته اړتیا لري.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني تیره پنجشنبه په خپل ټویټر ولیکل: په یوکرین او د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کښې د امریکې د بایالوجیکو پوځي لیبارټریو په هکله خپاره شوي خبرونه سخت اندیښمنونکي دي او دا موضوع بې پلوله نړیوالو تحقیقات ته ضرورت لري.
د روسیې د پارلیمان کمیشن په یوکرین کښې د امریکې د بایالوجیکو لیبارټریو په هکله د تحقیق لپاره یو رپورټ کښې وویل: واشنګټن په ټولې نړۍ کښې د انسان د «ژنوم» Genome په بنیاد (چې د هر ژوندي مخلوق د DNA بشپړه ټولګه ده) د بایالوجیکو وسلو په جوړولو لګیا دی کومې چې دښمن ته د «ایټمي ژمي» په شان تاوانونه ورسوي.
*/*/*/
تیره اونۍ د ایران او آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د تهران او باکو په دوه اړخیزو اړیکو کښې د موجودو بدلونونو او د ځینو سیمه ایزو موضوعاتو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
«حسین امیرعبداللهیان» او «جیحون بایرامف» دوه ځلې په ټیلیفوني خبرو کښې، د موجودو ستونزو او غلط فهمیو او له روان حالته د وتلو د لاروچارو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه. دواړو لورو په دغو خبرواترو کښې د یو بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او هم داشان د ښه ګاونډیتوب په متقابل احترام باندې ټینګار وکړ.
امیر عبداللهیان د سیمې د هیوادونو د پیوستون، امنیت او پرمختګ خلاف د صهیونیسټي رژیم دسیسو ته په اشارې سره وویل: د سیمې د هیوادونو ترمینځ د اختلاف له شتون څخه یوازې دښمنان ګټه پورته کوي.
تیره اونۍ هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سوریې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د مقاومت د بهیر لپاره راتلونکی روښانه او هیله مندونکی دی.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره یکشنبه د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د رمضان د میاشتې په مبارکۍ او په دې خبرې سره چې نړیوال نظام د مقاومت د چورلیز په ګټه او د استکبار د نظام او صهیونیسټي رژیم په تاوان په بدلیدو دی، وویل: د دغه رژیم جنایتونه د هغه د کمزورۍ او استیصال نښه او د دې خبرې ګواه دي چې راتلونکی وخت، د مقاومت د بهیر لپاره روښانه او هیله مندوونکی دی.
*/*/*/
د ایران د فرنګي غیږنیونکې ملي ټیم د آسیا اتل شو.
د ایران د فرنګي کُشتۍ ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۳ کال د آسیا د اتلولۍ د سیالیو په وړومبنیو ۵ وزنونو کښې د سرو زرو د څلورو او د سپینو زرو د یو میډل په ګټلو او هم داشان په دویمو پنځو وزنونو کښې فاینل ته د دوو پهلوانانو په رسیدو او هم داشان یې د څلورم مقام د ترلاسه کولو د رده بندۍ په سیالیو کښې د دوو غیږنیونکو په شتون سره، د قزاقستان په آستانه ښار کښې د آسیايي سیالیو د اتلولۍ مقام وګټه.
*/*/
او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تیرې اونۍ په سه شنبې، د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې، د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د اسلامي ملګرتیا سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه ته په خطاب کښې د جلاجلا پیغامونو په لیږلو سره د صهیونیسټي رژيم د جنایتکارو اقداماتو په پایله کښې په فلسطین کښې له روانو حالاتو څخه ژوره اندیښنه وښودله.
امیر عبداللهیان په دغو پیغامونو کښې د فلسطین د خلکو د وژلو او نیولو او د هغوي د مال حال د خرابولو په شمول د دغه ولس خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتکار اقدامات د نړیوالو حقوقو او د بشري حقوقو د اصولو او معیارونو خلاف وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د ولس خلاف د اسرائیلو د رژیم لیون ډوله او له تشدده ډک اقدامات او د هغوي د ذاتي حقوقو سلبول غندي.
د ایران د ډیپلماسۍ د ادارې مشر د دغو لیکونو په یوه بله برخه کښې، د یوکرین په جنګ باندې د نړۍ د عامه اذهانو له بوښتیا څخه د صهیونیسټي رژیم ناوړه استفادې ته په اشارې او د فلسطین د ولس خلاف د دغه رژيم د انساني ضده اقداماتو د زیاتیدو په وړاندې د بشري حقوقو د ارګانونو او هم د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو په چپتیا او بې عملۍ باندې په نیوکې سره، د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د نړیوالې ټولنې او د اسلامي حکومتونو د سمدستي او اغیزناک اقدام په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی