ځلانده یون، د ګرانیو کنټرولول او د تولید وده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر چي هر ځلې نوي کال ته شعار ټاکي، د (ګرانیو کنټرولول او د تولید وده ) یې د ۱۴۰۲ لمریز کال د شعار په توګه ټاکلی دی.
دا عنوان ښودنه کوي چي اقتصاد د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له مهمو اندېښنو څخه دی، په دې خاطر هغوی سږ کال هم د تیرو کلونو په څېر د کال لپاره یې اقتصادي شعار وټاکل.
۲۵ کاله کیږي چي هر کال په ایران کې یو شعار د چورلیز په توګه ټاکل کیږي، د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۸ کال کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په رسمي توګه د کال لپاره شعار وټاکه او له هغه وروسته دغه طریقه دوام پیدا کړه، دغه کار د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې په مختلفو نومونو سره تر سره کیږي، د کال د شعار هدف دا دی چي د کال لپاره د چارواکو او مسئولینو سیاستونو ته موخه ورکول شي او بیا عامه افکار هم ورته پاملرنه وکړي. له شکه پرته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لورې د کال نوموونه هر کال د هیواد اړتیاو ته د چارواکو پام ور اړوي.
د ۱۳۷۰ لمریز کال په دوو وروستیو کلونو کې د کال لپاره فرهنګي او مذهبي شعارونه ټاکل شوي وه، ۱۳۷۸ لمریز کال د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی ره د زوکړې له سلمې کلیزې سره د سمون خوړلو د امله د امام خمینی ره په نامه ونومول شو.
۱۳۷۹ لمریز کال بیا د غدیر د دوو اخترونو د درلودلو د امه د حضرت امام علی علیه السلام په نامه ونومول شو، له هغه وروسته بیا د کال شعارونه له فرهنګي او ټولنیزو څخه اقتصادي چارو ته ځانګړي شول.
په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په لوېدیځه اسیا کې د امریکې او د هغه د ملګرو غلیمانه اقداماتو او بیا په دننه ایران کې د کسب او کار د رامینځ ته کولو ضرورت ته په کتو سره، کال یې د ملی اقتدار او کسب او روزګار د رامینځ ته کولو کال ونومول.
۱۳۸۱ لمریز کال چي د حضرت امام حسین ع د شهادت او د محرم په لسیزي سره پیل شو، د حسینی افتخار او عزت کال په توګه ونومول شو، ۱۳۸۲ لمریز کال بیا د خدمت کولو د کال په توګه ونومول شو، ۱۳۸۳ لمریز کال کې بیا دې ته په کتو سره چي د اتم دولت د کاري مودې وروستۍ کال وو، دولتي ارګانونو خپل کاري راپورونه خلګو ته وړاندې کړ، د انقلاب معظم رهبر دغه کال یې خلګو ته د مسئولینو د ځواب ویلو کال ونومول. ۱۳۸۴ لمریز کال هم چي د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې وو، په ټاکنو کې د ګډون د نه کولو لپاره د دښمنو رسنیو تبلیغاتو ته په کتو سره، د اسلامي انقلاب معظم رهبر (همپالنه او په ټاکنو کې ګډون) د کال د شعار په توګه وټاکل.
۱۳۸۵ لمریز کال کې هم د نبی اکرم ص سپېڅلي ساحت ته د غربي نشراتو سپکاوی او په نړۍ کې د مسلمانانو د کرکو او احساساتو راپارېدو ته په کتو سره، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غربي رسنیو په غندلو سره، ۱۳۸۵ لمریز کال یې د نبی اکرم ص کال په توګه ونومول. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې هم په ایران کې د اسلامي امت په مینځ کې د نفاق د اچولو لپاره د امریکایانو او غربي هیوادونو دسیسو ته په کتو سره، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کال باندې د ملی یووالی او اسلامي انسجام نوم کېښوده، ۱۳۸۷ لمریز کال هم د نوښتونو او پنځونې د کال په توګه ونومول شول.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم له ۱۳۸۸ لمریز کال نه وروسته، په اقتصادي چارو په پاملرنې سره، د کال شعارونه یې اقتصادي محور وټاکل، په ۱۳۹۰ لسیزه کې د کلونو شعارونه ټول اقتصادي موخې لرلې، په یاده لسیزه کې اقتصادي شعارونه د حکومت په سیاست کې بنیادي رول لرل یعني د سیاست برخه ګرځېدل. په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په ایران کې د انرژیو زیات استعمال ته په کتو سره، دغه کال د انرژیو د استعمال د اصلاح د کال په توګه ونومول شو. بیا ۱۳۸۹ لمریز کال د زیات کار او زیاتې هڅې د کال په توګه ونومول شو.
۱۳۹۰ کال هم د اقتصادي جهاد د کال په توګه ونومول شو، ملی تولید او له ایراني پانګو څخه ملاتړ بیا د ۱۳۹۱ لمریز کال لپاره د شعار په توګه انتخاب شو، په ۱۳۹۲ لمریز کال د ولسمشریو د یوولسم پړاو ټاکنو او اقتصادي ننګونو ته په کتو سره د سیاسي او اقتصادي حماسې د کال نوم خپل کړ او ۱۳۹۳ لمریز کال بیا له ملي ادارې او جهادي مدیریت سره د اقتصاد او فرهنګ د کال په توګه ونومول شو.
یوازنی کال چي ۱۳۹۰ لسیزه کې اقتصادي شعار نه درلوده،۱۳۹۴ لمریز کال وو چي د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کال باندې د دولت او د ولس د یو زړه توب د کال نوم کښېښوده، له ۱۳۹۵ لمریز کال نه نیولې بیا تر اوسه پورې هر کال ته اقتصادي شعارونه په نظر کې نیول شوي دي، حضرت ایت الله خامنه ای په ۱۳۹۵ لمریز کال باندې د مقاومتي اقتصاد او د اقدام او عمل نوم کښېودل، ۱۳۹۶ یې هم د مقاومتي اقتصاد، تولید او کسب او روزګار کال وباله ، ۱۳۹۷ لمریز کال یې بیا د ایراني تولیداتو د کال په توګه ونومول.
۱۳۹۸ لمریز کال د تولید د ودې کال په توګه ونومول شو، او ۱۳۹۹ لمریز کال بیا د تولید د ګړندیتوب کال ونومول شو، ۱۴۰۰ لمریز کال هم ورته شعار لرل، دغه له تولید څخه د ملاتړ او د خنډونو د لیري کولو کال ونومول شو.
۱۴۰۱ لمریز کال بیا د پوه بنسټ تولید او کسبونو د رامینځ ته کولو د کال په توګه ونومول شو او روان کال چي ۱۴۰۲ لمریز جوړیږي د ګرانیو د کنټرولولو او د تولید د ودې کال نومول شوی دی.
هغه اقتصادي شعارونه چي د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټاکي څو وتلې ځانګړتیاوې لري.
اول دا چي، دا شعارونه حمایوي یا ملاتړي بڼه لري، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد داخلي ظرفیتونو څخه د پوهې په بنیاد، په هیواد کې دننه تولید ته زیات اهمیت ورکوي، دا ملاتړ کولایشي هم د بند شویو صنایعو د بیا فعاله کېدو او هم د فعاله صنایعو د پیاوړي کېدو لامل شي او په ترڅ کې نوی صنعتي ظرفیتونه فعاله کړي، د هیواد په مختلو څانګو کې یو شمېر ظرفیتونو ته د بې پامی په خاطر د حکومت له لورې د حمایتي دریځ غوره کېدا خورا زیات اهمیت لري.
دوهمه دا چي دا شعارونه د مقابلې له ماهیت څخه برخمن دي او د بهرنیو فشارونو د ښنډولو او د ظالمانه بندیزونو سره د مقابلې په لړ کې مطرح کیږي، په وروستۍ یوه لسیزه کې د هیواد یوه تر ټولو مهمه ننګونه، هغه دوامداره او پراخ بندیزونه دي چي د امریکې او غربي هیوادونو له لورې په ایران تپل شوي دي،
که څه هم د بندیزونو د لیري کېدو په لړ کې خبرې اترې تل دوام موندلي لیکن د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ټینګار په دې باندې دی چي باید بندیزونه شنډ کړای شي، یعني د اقتصاد د ډول ډول والې سیاست په داسي ډول عملي شي چي د اقتصاد په پیاوړي کولو سره، دښمن نه وکړای شي چي په یوې برخې باندې د بندیز په لګولو سره، د ټول هیواد اقتصاد له ننګونې سره مخامخ کړي. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د اقتصادي شعارونو یوه موخه همدغه موضوع ده.
دریم بیا دا چي دغه مطرح شوي شعارونه پراختیایي بڼه هم لري، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد د پرمختګ او د ودې لاره کورنیو ظرفیتونو ته په پاملرنې سره ممکنه بولي، که څه هم هغوی ټولو هیوادونو سره د اقتصادي ملګرتیا په ضرورت باندې ټینګار کوي، لیکن په دې باور دی چي له نورو هیوادونو سره اقتصادي ملګرتیا هغه وخت رغنده کېدایشي، چي د داخلي کمزورتیا له امله نه وي بلکې په ډک لاس سره، مقابل لورې سره ملګرتیا وشي، په داسي ډول چي یوازې واردات نه وکړو بلکې صادرات هم وکړای شو.
څلورمه مساله دا چی د ۱۴۰۲ لمریز کال دشعار او د تیرو کلونو د شعار تر مینځ توپیر دا دی چي د سږ کال د شعار اثرات د خلګو په ژوندانه کې ښکاره شوي دي، شاید خلګ د پوه بنسټو شرکتونو د زیاتوالې احساس نه وکړي او یوازې په خبرونو کې واوري، لیکن د ګرانیو سره مقابله دا ټولو خلګو غوښتنه ده، داسي مساله چي د کال په پای کې د هغه په بنیاد باندې د حکومت د کړچار په هکله فیصله کېدایشي، د مخکنیو کلونو شعارونه د خلګو له ژوندانه او روزګار سره غیر مستقیمي اړیکې درلودې، لیکن د سږ کال شعار نیغ په نیغه د خلګو له روزګار سره تړاو لري.
له تولید څخه ملاتړ، د تولید په وړاندې د خنډونو له مینځه وړل، پوه بنسټ تولید او له ایراني محصولاتو څخه ملاتړ ټول هغه مسالې دي چي په غیر مستقیم ډول د خلګو له ژوندانه سره تړاو درلودلې، لیکن د کال د شعار په توګه د ګرانی د عنوان ټاکنه د خلګو په ژوند باندې په مستقیمه توګه اثر کوي.