May 06, 2023 10:35 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د ایران د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو، پیښو او حالاتو د څیړنې اونیزه لیکنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه ای د تیرې اونۍ په شنبې، د عراق د ولسمشر عبداللطیف رشید او ورسره پلاوي په کتنه کښې د ایران او عراق د ملګرتیا د پراختیا لازمه د شویو موافقو په تیره بیا د وروستیو امنیتي او اقتصادي موافقو جدي تعقیبونه وبلله او زیاته یې کړه: د ایران او عراق ترمینځ د اړیکو پراختیا او ژورتیا ډیر پياوړي دښمنان لري او که د دواړو هیوادونو ترمینځ مضبوط تاریخي او اعتقادي پیوندونه نه وی نو د اړیکو حالت شاید د صدام د پړاؤ حالاتو ته ګرځیدلی و.

معظم رهبر د ایران او عراق ترمینځ د شوي اته کلن جنګ سره سره د اربعین په ورځو کښې او ټول کال له ایراني زیارتوالو د عراق د خلکو میلمستیا ته په اشارې سره وویل: د داسې ډیرې مهمې ښکارندې معنا دا ده چې د دواړو ولسونو او هیوادونو ترمینځ د یووالي داسې عوامل موجود دي چې بهرني سیاسي عوامل پرې اغیزه نه شي کولې، په دې وجه له دې فرصته باید د اړیکو د لاژورتیا په لړ کښې کار واخیستی شي او د دوام لپاره یې هم جدي احتیاط او هوښیاري شتون ولري.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په عراق کښې د حکومت له موجوده حالته د رضایت په څرګندولو سره، هغه د عراق د خلکو او ډلو د یووالي نتیجه وبلله.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې تاکید سره چې امریکایان د عراق ملګري نه دي، زیاته کړه: امریکایان له هیڅ­چا سره ملګرتیا نه لري او حتی له خپلو اروپايي ملګرو سره هم وفاداري نه کوي او په عراق کښې حتی د یو امریکايي شتون هم اضافي دی.

په دغه ملاقات کښې د عراق ولسمشر هم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره له کتنې د ډیرې خوشالۍ په څرګندولو سره وویل: د بغداد او تهران اړیکې دوامدارې او مظبوطې او په ګڼو برخو او اړخونو کښې دي.

*/*/*/موزیک*/*/*/*/

 

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د تیرې شنبې په ورځ هم داشان د څه باندې زرو تنو کارګرانو، د کارګري تشکلونو د غړو او د کار او ټولنیزې سوکالتیا د چارو د وزارت له مسئولانو سره په کتنه کښې څرګنده کړه: کارګرې ټولنې په ټولو اعتراضي پیښو کښې په حد بندۍ او له دښمن سره د سرحد ټاکلو په اعلان او له نظام سره په ملګرتیا او یووالي باندې په ټینګار سره نه دي پریښې چې چې بدغواړي له اعتراض او تجمع څخه ناوړه استفاده وکړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د پردیو په لسمه کښې د کارګرانو نه راتلل او د هغوي هوښیاري د کارګر ټولنې ستر جهاد وباله او ټینګار یې وکړ: تراوسه نه دي توانیدلي او د خدای تعالی په مرسته به له دې وروسته هم ونه توانیږي چې کارګره ټولنه د نظام

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر تیره جمعه سوریې ته د خپل دوه ورځني کوټلي رسمي سفر د پایلو او بریاؤ په هکله وویل: د دښمنانو د دسیسو او فتنو په وړاندې د سوریې د خلکو او حکومت د دولسو کلونو له مقاومت او له دغه مقاومت او اودریدنې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړونو وروسته، دې سفر د دواړو هیوادونو او هم د سیمې لپاره ډیر اهمیت درلود.

"سید ابراهیم رئیسي" دغه سفر د ایران او سوریې د اقتصاديو سوداګري، سیاسي او امنیتي اړیکو په پراختیا کښې د بدلانه یو پيچومی وباله او څرګنده یې کړه: د انرجۍ د تولید او ویش په لړ کښې د ملګرتیا موضوع، د ګډ بانک او بیمې په جوړولو سره د اقتصادي او سودارګي ملګرتیاؤ اسانول، د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري ټیرفونو بیخي ختمول، د ایران، عراق او سوریې ترمینځ د ټرانزټ پیاوړتیا او پراختیا، له جنګ وروسته د سوریې د کرهڼیزو، صنعتي او د انرجۍ د وړتیاؤ د راژوندي کولو لپاره د سوري او ایراني لورو کوششونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د زیارتي سفرونو اسانلو د ملګرتیا د هغو ۱۵ سندونو له چورلیزونو څخه وو چې د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوي دي.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د مقاومت له مختلفو ډلو سره کتنې ته په اشارې سره وویل: نن سبا د سوریې او سیمې خلک باور لري چې د ایران اسلامي جمهوریت یوه مضبوطه ستنه او په ځمکې کښې د ژورو جرړو او په اسمان کښې د لوړو څانګو لرونکې هغه غټه ونه ده چې ورباندې تکیه او باور کیدې شي.

د اسلامي ایران ولسمشر ټیګار وکړ: د مقاومت جبهه په داسې پياوړي او نه ماتیدونکي بهیر بدله شوې ده د سیمې او نړۍ معادلات یې بدل کړي دي.

سوریې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د رسمي سفر په پاې کښې دواړو هیوادونو د یوې ګډې بیانیې په صادرولو سره وویل: د ترهګرو د بیخي ختمولو لپاره ملګرتیاوې دوام لري.

په دغې بیانیې کښې راغلي دي: ایران او سوریه د ګډ لوړ کمیشن په شان د موجودو لاروچارو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په موخه د هر ډول اقدام ترسره کولوته خپل چمتووالی او ګروهنه اعلانوي.

/*/*/*/*

په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دائمي استازي «امیر سعید ایروانی» د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش او د دغه سازمان د عمومي ټولنې مشر چابا کروشي ته د یو لیک په لیږلو سره، د ایران د خلکو په ژوند، سوکالتیا او سلامتیا او د ژواک چاپیریال په برخې باندې د امریکې د یواړخیزه قهري اقداماتو د منفي اثراتو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت اعتراض اعلان کړ.

ایرواني د امریکې بندیزونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور خلاف او د ایران د خلکو د سلامتیا او سوکالتیا او د ژواک چاپیریال د طرحو د اجرا کولو خنډ یې وبلل او زیاته یې کړه: امریکې د ژواک چاپیریال له نړیوالو ترتیباتو او له مالي لاروچارو څخه د ایران د خلکو د لرې ساتلو په موخه د پراخو او پیچلو غیرقانوني او ناعادلانه مالي، اقتصادي او سوداګریزو بندیزونو یوه پراخه او پيچلې شبکه جوړه کړې ده.

ایروان د دغه لیک په یوه بله برخه کښې، د ایران د ژواک چاپیریال د برخې ننګونو ته په اشارې سره، د یوشمیر ایرانیانو د مړینې د ژواک چاپیریالي عواملو په هکله د روغتیا د نړیوال سازمان د رپورټ یادونه وکړه او ټینګار یې وکړه: امریکا باید د ایران د خلکو خلاف د ژواک چاپیریال د اثراتو لرونکو ټول غیرقانوني یواړخیزه بندیزونه لرې کړي.

*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کورنۍ خبرې اترې او تفاهم، په سوډان کښې له کړکیچه د وتلو لپاره ترټولو غوره لاره وبلله.

«حسین امیرعبداللهیان» په یو ټویټ کښې ولیکل: د سوډان حالت ډیر اندیښمنونکی دی او که مناسبې تابیاوې ونه شي نو لمن به یې د ټول سوډان پر ګواښلو سربیره، سیمې ته هم وغزیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: په خواشینۍ سره د سوډان پّ کړکیچ کښې ځینې بهرنۍ لاسوهنې او راپارونې لیدل کیږي په داسې حال کښې چې کورنۍ خبرې اترې او تفاهم له دغه کړکیچ د وتلو لپاره ډیر غوره انتخاب دی.

*/*/*/*/*

سید ابراهیم رئیسي تیره دوشنبه په تهران کښې د هند د ملي امنیت د صلاحکار اجیت دوآل په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو اوږدې مخینې ته په اشارې سره وویل: نن سبا د ایران او هند د مشرانو اراده د اړیکو په تیره بیا په اقتصادي ډګر کښې د اړیکو پراختیا ده.

ولسمشر رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران او هندوستان د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ پیاوړتیا د متقابلو ګټو پر تامینولو سربیره د افغانستان د مسئلې په شمول د سیمې د مسائلو په هوارولو کښې رغنده اغیزې لرلې شي، څرګنده کړه: ایران او هندوستان په سیمه کښې د دوو اغیزناکو هیوادونو په توګه یوې نوې سویې ته د خپلو ملګرتیاؤ په لوړورلو سره، د نوي نړیوال نظم له امله په رامینځته شویو بدلونونو کښې له مخکښې نه زیاته اغیزه کولې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د هندوستان د ملي امنیت د صلاحکار په کتنه کښې هم داشان وویل: ایران او هند په سیمه کښې د دوو اغیزشیندونکو هیوادونو په توګه یوې نوې سویې ته د خپلو ملګرتیاؤ په رسولو سره، د نوي نړیوال نظم د براقریدو له امله رامنیځته شویو بدلونونو کښې له مخکښې نه زیات اثر لرلی شي.

د هندوستان د ملي امنیت صلاحکار هم په دې خبرې سره چې په نړۍ کښې ستر بدلونونه راروان دي او نوې ټیکنالوجیو د هیوادونو اقتصاد له مخکښې نه زیات په یو بل پورې تړلی دی، وویل: هندوستان باور لري چې په دغو بدلونونو باندې د مثبتې اغیزې لپاره له خپلو ګاونډیانو په تیره بیا ایران سره د اړیکو پراخولو او ژورولو ته ضرورت لري.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه