د ایران بچی(جاني بت اوشانا)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i132504-د_ایران_بچی(جاني_بت_اوشانا)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې (د ایران بچی) له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. شهید آشوري جاني بت اوشانا چې له ۳۸ کلونو وروسته وپېژندل شو، د توکم، مذهب، ژبې او مختلفو ذوقونو له توپیر پرته، د ایرانیانو د سپېڅلي یووالي ثبوت دی.
(last modified 2023-05-07T05:45:52+00:00 )
May 07, 2023 09:50 Asia/Kabul
  • شهید جاني بت اوشانا
    شهید جاني بت اوشانا

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې (د ایران بچی) له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. شهید آشوري جاني بت اوشانا چې له ۳۸ کلونو وروسته وپېژندل شو، د توکم، مذهب، ژبې او مختلفو ذوقونو له توپیر پرته، د ایرانیانو د سپېڅلي یووالي ثبوت دی.

د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې په پای کې د ایران د آشوریانو ټولنې، د «جاني بت اوشانا» په نوم د یوه آشوري شهید انځور خپور کړ او د ایران له آشوریانو څخه یې وغوښتل چې د دغه شهید د انځور او نوم په خپرولو سره، د هغه د کورنۍ په موندلو کې مرسته وکړي. دا خبر داسې وو لکه څوک چې ورته په تمه نه وي.

همداسې وه. تقریبا هېڅوک د جاني بت اوشانا په کیسه خبر نه وو او ډېری وخت، دوی ساده معلومات درلودل لکه د هغه د ښوونیزې څانګې لوستل او د زیږون کال. تر دې چې اعلان وشو چې د جاني مور، پلار او وروڼه مړه شوي دي. شېبه په شېبه د دغه آشوري شهيد غربت، له سترګو اوښکې بهولې او د هغه عجيبه حالت يې نور هم ډېر کړ.

خو ډېر وخت تېر نه شو چې دغه غربت، په يو ستر او شانداره خواخوږۍ بدل شو. هرچا ځان د جاني کورنۍ ګڼله.

احسان منصوري په یوه ټوېټ کې لیکلي: سبا یو ملي اتل جاني بت اوشانا د شهیدانو په معراج کې خاورو ته سپارل کېږي. یو له هغو سلګونو زرو ایرانیانو څخه چې د دین، جنس او ​​توکم له اړخه پرته، خپل ژوند یې د وطن، ستاسو او زما د هوساینې او سولې لپاره قربان کړ. هڅه کوو چې د ملي اتل جنازه په شانداره توګه ترسره کړو او د هغه ګران یاد دې تلپاتې وي.

امیر سالار لیکي: دا غلطه ده چې هغه ته یوازې د مذهب له امله اقلیت وویل شي. دا به ښه وي چې هغه ته خپله ایران ووایو، هغه د دې خاورې لپاره مړ شوی. د خپل ژوند د دوام لپاره، د خپل ملت لپاره، د خپلې خاورې لپاره. هغه پخپله ایران دی. هغومره زړه ور، د شمشاد دا ونه، شهید جاني بت اوشانا.

محمد صرفي هم وویل: شهید آشوري جاني بت اوشانا چې له ۳۸ کلونو وروسته وپېژندل شو، د توکم، مذهب، ژبې او مختلفو ذوقونو له توپیر پرته، د ایرانیانو د سپېڅلي یووالي ثبوت دی. دښمنانو دا یووالی په نښه کړی دی.

شهید جاني بت اوشانا

جاني بت اوشانا، د مذهبي لږکیو یو له ګرانو شهیدانو څخه وو، چې په ۱۳۶۳ (۱۹۸۴) کال کې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو او د اسلامي ایران پر اوبو او خاورې باندې د تېري د مخنیوي په خاطر، د بدر په عملیاتو کې شهید شو او د «هېواد د شهید» لقب ورکړل شو. هغه یو له هغو زرګونو کسانو څخه وو، چې د ایران د سپېڅلي دفاع په وخت کې، یوبل ته په لاس ورکولو سره د هېواد ساتنه وکړه.

دغو زړورو ځوانانو پرته له دې چې کوم قوم او توکم په نظر کې ونیسي، یوازې د خدای پر ذات باندې په توکل او د یووالي له لارې د باطل پر وړاندې د حق د مبارزې په ډګر کې، سره یو ځای ودرېدل او په وسله واله مبارزه کې یې دښمن له سپیڅلې خاورې څخه وایستلو. په حقیقت کې د سپېڅلي دفاع اته کلنه دوره، زموږ په ګران هېواد ایران کې د آسماني دینونو ترمنځ د پیوستون څرګندونه وه.

مسلمان، عیسویان، کلیمي او زرتشتیان، د یو داسې بهرني دښمن په مقابل کې چې نړۍ یې ملاتړ وکړ، سره یو ځای شول، خو د ایراني مبارزینو د یووالي او ملي انسجام ځواک، یو ځل بیا د دوی چل له منځه یوړ او د ایران ملت یې بریا ته ورساوه.

حقیقت دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت د توحیدي مذهبونو د پیروانو ترمنځ د پیوستون او همغږۍ یوه ښکاره بېلګه ده. د توحیدي مذهبونو له پیروانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام صادقانه چلند، د بشري ټولنې لپاره د سوله ایز ژوند، یوه غوره بېلګه وړاندې کړې ده.

د انقلاب د رهبرانو فکرونو او آندونو، د توحيدي مذهبونو د پيروانو او د ايران د اسلامي جمهوريت د نظام ترمنځ د پيوستون او همپالنې لامل شوی دی، د شهيدانو له کورنيو، د مذهبي لږکیو او د آزادو شويو کسانو له کورنيو سره، د حضرت آيت الله العظمی سیدعلي خامنه يي بې شمېره ليدنې، د ایران د اسلامي جمهوریت په نظام کې د توحیدي مذهبونو پیروانو ته د درناوي نښه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په یوه پرلپسې پروګرام کې، د حضرت مسیح(ع) د زوکړې د ورځې په مناسبت، د آشوري او مسیحي شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کې، د هغوی درناوی وکړ.

هغوی د ۱۳۶۵ کال د مرغومي په ۱۱ مه د شهید جاني بت اوشانا کور ته ورغی. په هغه لیدنه کې د شهید مور د خپل زوی جاني په اړه په زړه پورې خبرې وکړې او وویل: "کله چې وایم جاني غوره وو، دوی وايي چې دا د هغه د مور د احساس له امله دی؛ خو ټولو ته وایم چې دا زما د موروالې سره هېڅ تړاو نه لري. زما جاني په ټوله کورنۍ کې په ټولو برخو کې ځانګړی وو، د ایمان له اړخه، د اخلاقو له اړخه، د زده کړو له اړخه؛ د هغه ټولو ملګرو او دوستانو ته معلوم وو. هغه خپله کلیسا نه پرېښوده او هره اونۍ په کلیسا کې عبادت ته پابند وو.

جاني په خپل وروستي لیک کې، خپلې مور ته لیکلي وو: "مورې! کاشکې ته همدا شېبه دلته وای، چې ستا د مينې لاسونه مې نيولي وای او ډېر مې ښکل کړي وای.»

حضرت آيت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د شهید جاني بت اوشانا د مور په کور کې

جاني په دې لیک کې ټینګار وکړ چې په تپل شوې جګړه کې یې شتون او قربانۍ، د خپلو حقونو د دفاع او له وطن سره د مینې او لېوالتیا له امله دی، دوی وویل: زما عزیزانو، کله چې دا کاغذونه په لاسونو کې لرئ، هیله من یم چې ستاسو وضعیت ښه وي او د یو واحد خدای، حضرت عیسی مسیح او حضرت مریم له نعمتونو څخه برخمن شئ، چې د عیسویانو په ځانګړې توګه زموږ د کورنۍ یوازیني ساتونکي دي.

زه دا کرښې تاسو ته په داسې شېبو کې لیکم، چې د یرغلګر دښمن په لور، د حق بیرته ترلاسه کولو او د خپل هېواد له خاورې څخه د دفاع لپاره روان یو او دا چې زما لیکل ښه نه دي، د دې لپاره دي چې زه له یوه بل کس سره په یوه کوچني ځای کې ناست یم، او ځانونه مو د عراقي جنګي الوتکو له بریدونو څخه خوندي ساتلي دي.

د جاني مور تل په تمه وه او تل به یې ویل چې زه ډاډه یمه، چې زما جاني به بېرته راشي.

خبریاله زینب مزروقي دغه هېله په لاندې ډول انځوروي: "موږ د جګړې نه لیدلو ځوانانو، د سپېڅلي دفاع د ورکو شهیدانو له میندو څخه زموږ تلپاتې انځور، یوه بوډۍ ښځه چې ګل لرونکی پړونی یې پر سر دی، چې یو اړخ یې په خولې سره نیولی او په لاس کې یې هم د یوه ځوان انځور اخیستی او تل په دوامداره توګه د هغه چا قربان او صدقه کېږي، چې معلوم نه دی او په خاوره کې دی یا په اوبو او یا هم په سپیڅلو ایرو تبدیل شو دی.

کېدای شي زموږ ډېری کسانو د دې میندو په قدمونو پل ایښی وي او د خپل ښار د نامعلومو شهیدانو په جنازو کې یې ژړلي وي. د شهیدانو د ابدیت لپاره نه، بلکې د دوی د میندو د شېبو د انتظار لپاره.

شهید اوشانا هېواد ته راستون شو، سره له دې چې مور او کورنۍ یې هلته نه وه، خو د نورو شهیدانو میندو او خویندو او د ایران د ټولو مذهبونو او دینونو بېلابېلو پرګنو، له مسیحي او آشوري هېوادوالو سره یو ځای شول او د هېواد د شهید پاک جسد یې خاورو ته وسپاره.

د حرم د مدافع شهید"مجید قربان‌خواني" مور د شهید جسد په غیږ کې نیولو سره، وویل: نن زه د هغه د مور پرځای یم، هغه ورځ چې له سوریې څخه زما د زوی د جسد له راوړلو سره سمون خوري. "یوازې یوه مور پوهېږي چې د یوه اولاد د هډوکو په غیږ کې نیول څومره سخت دي."

 د حضرت یوسف په کلیسا کې د شهید اوشانا جنازه

د آشوریانو د خلافت شورا مشر اسقف وانيا هم په دې مراسمو کې په ګډون سره،  شهيدان يې د عزت او دوستۍ سمبول وګڼل او د خلکو پراخ شتون ته يې په اشارې سره وويل: نن د دې شهید د کورنۍ د څلورو غړو پر ځاى ، سلګونه کسان راټول شول، ترڅو د دې یادونه وکړي چې موږ ټول ایرانیان، هېوادوال او له یوې وینې څخه یو او د خپل ګران هېواد لپاره به ځانونه ورکوو.

په اسلامي شورا کې د آشوریانو استازي، «شارلي انویه تکیه» په دې مراسمو کې د ګډون له امله له خلکو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: موږ د شهيدانو د وينې پوروړي يو، چې خپل ځانونه یې قرباني کړل او د هغو ميندو د اوښکو پوروړي يو، چې د خپلو اولادونو په تمه وو، چې جګړې ته ولاړل او بېرته راستانه نه شول.

د سپاه پاسدارانو د سپېڅلو دفاعي ارزښتونو د ساتنې او خپراوي د ادارې مشر، بريد جنرال امير فولادي هم په دې مراسمو کې، د هېواد امنيت، د هېواد د دفاع لپاره د ايران د ټولو خلکو د همکارۍ پایله وبلله او وويل: شهيدان زموږ لپاره توپیر نه لري. دغه سرتېري وياړي چې تل يې د دين او امنيت د تامين لپاره، د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

 شهیدان زموږ د عزت او امنیت ویاړونه دي.

د ایران د قدرمنو خلکو له خوا د شهید جاني بت اوشانا د جنازې مراسم

په تهران کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته، د شهید "جاني بت اوشانا" مړی د خلکو په جوش او جذبې سره د مسیحیانو د حضرت یوسف کلیسا ته ولېږدول شو او د مختلفو مذهبي ډلو او چارواکو په شتون او د مذهبي لږکیو لپاره د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره، په اسلام شهر کې د آشوریانو هدیرې ته ولېږدول شو او له خپلې کورنۍ او وطن څخه له ۳۸ کاله لېرې والې وورسته، په ابدي قبر کې د خپل مور او پلار قبرونو ته نږدې ښخ شو.

ژباړه: زماني