تهران کښې د کتاب نړیوال نندارتون پرانستل شو
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i132676-تهران_کښې_د_کتاب_نړیوال_نندارتون_پرانستل_شو
د تهران د کتاب د نړیوال نندارتون څلور دیرشم پړاؤ نن په حضوري توګه په امام خمیني مصلی کښې او په آنلاین توګه په ketab.ir ویب سایټ کښې کار پيل کړی دی.
(last modified 2023-05-10T10:53:24+00:00 )
May 10, 2023 15:15 Asia/Kabul

د تهران د کتاب د نړیوال نندارتون څلور دیرشم پړاؤ نن په حضوري توګه په امام خمیني مصلی کښې او په آنلاین توګه په ketab.ir ویب سایټ کښې کار پيل کړی دی.

د تهران د کتاب د نړیوال نندارتون څلور دیرشم پړاؤ نن په حضوري توګه په امام خمیني مصلی کښې او په آنلاین توګه په ketab.ir ویب سایټ کښې کار پيل کړی دی.

د کتاب د نندارتون د دې پړاؤ شعار «راتلونکی لوستونکی دی» غوره شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د نندارتون په دې پړاؤ کښې د کتابونو ۲۰۰ پلورونکي، ۱۰۰ بهرني ناشران او ۲ زره ۷۰۰ کورني ناشران په دواړو حضوري او آنلاین برخو کښې برخه اخلي.

د تهران د کتاب په نړیوال نندارتون کښې له مختلفو هیوادونو څخه ۳۰ میلمانه او په نړیواله برخه کښې ۲۷ هیوادونه شتون لري او د سږ کال په نندارتون کښې به په کلي توګه تقریباً ۴۰ هیوادونه ګډون ولري.