د کال شعار ۱۴۰۲ ، د ګرانیو کنټرولېدا او د تولید وده ۴
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i133304-د_کال_شعار_۱۴۰۲_د_ګرانیو_کنټرولېدا_او_د_تولید_وده_۴
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تل په خپلو وېناو د هیواد د اقتصادي مسائلو په هکله، اقتصادي زیانونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، په راتلونکو برخو کې به د رهبری له نظره د ایران د اقتصادي کمزورتیاو په هکله تاسو ته وږغېږو.
(last modified 2023-05-23T07:13:43+00:00 )
May 23, 2023 11:39 Asia/Kabul
  • د کال شعار ۱۴۰۲ ، د ګرانیو کنټرولېدا او د تولید وده ۴

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تل په خپلو وېناو د هیواد د اقتصادي مسائلو په هکله، اقتصادي زیانونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، په راتلونکو برخو کې به د رهبری له نظره د ایران د اقتصادي کمزورتیاو په هکله تاسو ته وږغېږو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیه کې د ایران د اقتصاد په هکله وایي: اسلامي انقلاب د طاغوت د زمانې له کمزوري، پېیلی او فاسد اقتصاد څخه د نجات لاره وښوده، لیکن د کمزوري کړچار د امله، د هیواد اقتصاد له دننې څخه له ننګونو سره مخ شوی دی.

هغوی د ایران اقتصادي ننګونې په دوو برخو ویشلی دي، یوه برخه یې بهرني ننګونې او بله برخه یې داخلي ننګونې دي، هغوی وایي: د ننګونو بهرنی لامل د دښمن بندیزونه او وسوسې دي چي د کورنیو ستونزو او ننګونو د هوارېدو په صورت کې یې اثرات کمیږي او یا بیخي له مینځه ځي. داخلې ننګونې په جوړښتونو کې د ستونزو او په مدیریت کې د کمزورتیاو د امله رامینځ ته شوي دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تېر کال د غویی د میاشتې په ۱۹ نیټې بانډې له کارګرو سره په کتنه کې د بندیزونو موضوع ته اشاره وکړه او د هغه اصلي هدف یې د تولید د څانګې له مینځه وړل بللی او ویلي دي: د انقلاب له همهغه لومړیو څخه دا د استکبار سیاست پاته شوی، چي په تیرو لسو او پنځه لسو کلونو کې په ښه توګه څرګنده شوه، د هغوی سیاست د هیواد د اخلی تولید له مینځه وړل وو، دا د دښمن سیاست دی. دا بندیزونه او دا ټولې خبرې د دې لپاره وو چي په هیواد کې تولید او صنعت له کاره ولویږي، کله چي تولید له کاره ولویږي، هیواد اړمن او بې وزله کیږي او بیا بهرنیو مرستو ته یې سترګې نیولي وي، د اقتصادي فشارونو مهم او اصلی هدف د تولید له مینځه وړل وو.

د ایران اسلامي جمهوریت له ۱۹۷۹ میلادي کال نه را به دې خوا تل د امریکا د بندیزونو هدف ګرځېدلی دی، یوازې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د کاسټلوم د نړیوالې موسسې له لورې د وړاندې شویو شمېرنو له مخې، په ایران باندې ۱۶۱۶ بندیزونه لګول شوي دي، د دغو بندیزونو د پام وړ برخه د هیواد د ایټمې پروګرام په پلمې سره، لګول شوي دی، په ټول کې په ایران باندې په مختلفو پلمو سره، ۴ زره بندیزونه لګېدلي دي. به دې خاطر د ایران اقتصاد په جدی توګه د بهرنیو خطرو او بې ثبات کوونکو لاملونو سره مخ دی. د ایران په اقتصاد باندې یو تر ټولو مهم بهرنی اغېزمنوونکی لامل، بهرني بندیزونه دی چي په تېرو کلونو کې په بې مخینې توګه زیات شوي دي، د بهرنیو بندیزونو زیاتېدا، د ایران په اقتصاد باندې په لنډه مهاله او اوږدمهاله موده کې بېلابېل اثرات کوي.

د بهرنیو بندیزونو تر ټولو لومړی او اصلي هدف، د ایران د تولید بندول او د تیلو د صادراتو مخنیوی دی، په دوهم قدم کې بیا هدف د خرڅ شوی تېل د پیسو د ترلاسه کېدو په وړاندې خنډ رامینځ ته کول دی، په تېرو کلونو کې د ایران د تېلو د صادراتو د کمېدو د امله د ایران د دولت عایدات هم کم شوی دی چي د امله یې د دولت د کلني بودیجې په برابرېدا کې ستونزه رامینځ ته شوې او دا په ایران کې د ګرانیو لامل شوی دی.

د بهرنیو بندیزونو یو بل مستقیم اثر، د ایران د غیرتیلي محصولاتو د صادراتو د کچې کمېدا ده، د بانکي بندیزونو او د ایران د سوداګریزو شرکتونو سره د تجارت د ممنوعیت دامله، د ایران د صادراتو په کچه کې هم کمی راغلی دی، د ایران د صادراتو د کچې کمېدا له یوې خوا او د تیلو د صادراتو کمېدا د بلې خوا، دواړه په ایران کې د دننه د تولیداتو د تمتیا لامل ګرځي، چي په دغه صورت کې دولت بیا د تولید د لومړني توکو د وارداتو لپاره هم په کافي اندازه پیسې نه لري، ځکه چي یې صادرات نه دی کړی.

بهرني بندیزونه، په ایران کې د پانګوالو د بې باوری لامل هم شوی، د بندیزونو په نتیجه کې د رامینځ ته شویو سوداګریزو او بانکي محدودویتونو په خاطر، اقتصادي شرکتونه له بې باوری سره مخامخ دي، د یوې ډاډمنې فضا نه شتون په پانګونې او د بازار په چلند اثر کړی او د بهرنیو اسعارو او سرزرو د تقاضا یا غوښتنې د زیاتېدو لامل شوی دی. 

په ټول کې ویلایشو بهرني بندیزونه د ګرانیو په رامینځ ته کېدو او د اقتصادي ودې په کمېدو اثر کړی او د بهرني تجارت او له بهر څخه د پیسو د نه راتلو لامل شوی چي دا ټوله په پانګونې او اقتصادې ودې ناوړه اثرات کړي دي.

بندیزونه په تېرو ۲۰ کلونو کې د ثابتې پانګونې په ډګر کې ډېر شاک رامینځ ته کړی او دا بهیر یې کمزوري کړي دی، په ایران باندې د امریکې ظالمانه بندیزونه په مستقیمه توګه د ایران د خلګو ژوند هدف ګرځولی دی او د خلګو روزګار او معیشت ته یې ستونزې رامینځ ته کړي دي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ایران په اقتصاد کې د بهرنیو ننګونو په پرتله داخلي ننګونو ته زیاته پاملرنه کړې ده او په دې باور دی چي د کورنیو ننګونو په لېرې کېدو سره له بهرنیو ننګونو سره، د مقابلې امکان هم برابرېدایشی، هغوی د اسلامي انقلاب د دوهم ګام په اعلامیې کې د ایران د داخلي اقتصادي ننګونو په هکله ویلي: تر ټولو مهمه کمزورتیا په تېلو باندې د اقتصاد پېیلتیا ده، د اقتصاد د ځینو برخو دولتې پاته کېدل چي د دولت پورې تړاو نه لري، کورنیو وړتیاو ته د کتلو پر ځای له بهرنیانو تمه لرل، د هیواد د انساني ځواک له پټانشیل څخه کمه استفاده، نیمګړې او نابرابرې بودیجې او په اقتصادي سیاستونو کې د ثبات نه شتون، د لومړیتوبونو نه پلي کول او د بې ځایه لګښتونو موجودیت د کورنیو اقتصادي ننګونو څخه دي.

حضرت ایت الله خامنه ای د وری د میاشتې په لومړۍ نیټه په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام د زیارت د مینجورو او زیارتوالو په غونډه کې د ایران د مضبوطوالې او د قدرت د ټکو له بیانولو وروسته کمزورتیاو ته اشاره وکړه او وویل: د ټولو کمزورتیاو په سر کې، د اقتصاد او د اقتصادي سیاستونو مساله ده، چی یو نیم مسایل یې له انقلابه مخکې په میراث پاته شوي او یو نیم یې له انقلاب څخه وروسته رامینځ ته شوي دي،

هغوی په دغه کتنه کې د ایران په اقتصاد کې مهمې نیمګرتیاوې وارزولې او د هیواد د اقتصاد تر ټولو ستره ستونزه، د هغه دولتې کېدا او د ۱۳۶۰ لمریز کال کې په اقتصاد کې د دولت زیاته مداخله وباله او وویل: په اقتصادي چارو کې له حد نه زیات د دولت د شکېلتیا د امله، ولس له لویو اقتصادي فعالیتونو څخه پاته شوی او وینو چي نن سبا هیواد کې زیاتې ستونزې رامینځ ته شوي دي.

هغوی همدارنګه په تېلو او ډالرو باندې د هیواد د اقتصاد پېیلتیا هم یوه بله کمزورتیا وباله.

د ایران د اقتصادي ستونزو په ارزونو باندې د اسلامي انقلاب دمعظم رهبر د تمرکز اصلي لامل دا دی چي د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنانو په اقتصادي لاروچارو او شناختی جګړې سره، د ایران په ضد دسیسې کوي او د ایران د لاسته راوړنو او بریالیتوبونو په پټولو سره، غواړی په خلګو کې او بیا په ځانګړې توګه په ځوانانو کې ناهیلی توب رامینځ ته کړي او په ایران کې د اسلامي جمهوریت نظام، نا کارانده او ناکامه معرفي کړي.