د کویت حکومت د امریکا د الوتکي ویډیو خپرونکی خبریال ونیوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د کویت حکومت هغه خبریال چې د ایران لخوا د امریکا د پرمختللي ایف پینځه دیرش ډوله نسکورې کړې شوي الوتکې ویډیو یې خپاره کړې وه ونیوه.
د فارس خلیج په اکثرو عربو هیوادونو کښې د بیان هیڅ ازادۍ نشته او هلته بشپړه سانسور دی.
د کویت خبریال «احمد شهاب» شپږ اونۍ مخکې په کویټ ښار کښې د ایران لخوا د امریکا د نسکورې شوې الوتکې ویډیو خپره کړې وه او هغه اوس نیول شوی دی.
د ویلو ده چې امریکا او اسرائیلو په ایران اسلامي جمهوریت باندې د حملو لپاره د کویت، د قطر، د بحرین، د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او د ځینو نورو عربو هیوادونو له خاورې او هوايي حریم څخه استفاده کوله.
د کویت د خبریالانو د حفاظت کمیټۍ په یوې بیانیې کښې وویل چې په دغه خبریال باندې د دروغو د خبر د خپرولو او ملي امنیت ته د تاوان د رسولو تور لګیدلی دی.
د کویت دغه خبریال هیڅ جرم نه دی کړی او یوازې یې یو حقیقي خبر خپور کړی دی او هغه هم د ایران لخوا د امریکا د ایف پینځه دیرش ډوله پرمختللې جنګي الوتکې په هکله و.