د لمر په حضور کې(د پارلمان له غړو سره لیدنه)
(last modified Mon, 29 May 2023 05:32:01 GMT )
May 29, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې(د پارلمان له غړو سره لیدنه)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د اسلامي شورا له غړو سره د حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د لیدنې مهمې برخې رااخلو، له موږ سره واوسئ.

هر کال د یوه دود له مخې، په ایران کې د اسلامي شورا استازي، د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت آیت الله العمظی سیدعلي خامنه يي سره کتنه کوي. د ایران د اسلامي جمهوریت په نظام کې، اسلامي شورا د ډېرو پرېکړو، قوانینو او پلانونو مرکز دی.

په هرو څلورو کلونو کې خلک د خپلو استازو د ټاکلو لپاره ټاکنو ته ځي او د بهارستان ودانۍ ته یې لېږي، ترڅو په غیر مستقیم ډول په ملي پرېکړو کې برخه واخلي. په دې توګه، کولای شو پارلمان ته د ملي ارادې د څرګندولو په توګه وګورو.

تېره چهارشنبه (۰۳/۰۳/۱۴۰۲) د امام خمیني (ره) حسینیه د اسلامي شورا د استازو د حضور شاهده وه. دا لیدنه، د عراق د بعث رژیم د ځواکونو له دوه کلن نیواک وروسته، د ۱۳۶۱ کال د غبرګولې په درېیمه نېټه، د خرمشهر ښار د آزادۍ له کلیزې سره برابره وه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغې سترې ورځې په مناسبت وفرمایل: د خرمشهر د فتحې د حماسې یادونه ضروري ګڼم. یو لوی او بې سارې کار، په رښتیا او عادلانه توګه؛ یعنی د وري میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د فتح المبین په نوم هغه ستر عملیات ترسره شول، چې په دې عملیاتو کې د دښمن له پنځلسو زرو څخه زیات ځواکونه اسیران شول. ښه، اوس دا فکر نه کېده چې زموږ وسله وال ځواکونه به دومره ژر  د نورو عملیاتو په فکر کې وي، څه دا چې یوازې دا ووایو چې دوی د فتح المبین په دوه یا څو چنده سترو (عملیاتو) په اړه فکر وکړي. خو دا پېښه رامنځته شوه.

کله چې موږ د خرمشهر فتحې ته ګورو، نو وینو چې دا یوه معجزه وه. دا واقعا معجزه وه. د خرمشهر له فتحې وروسته دغه منځګړي، ځينې ولسمشران او داسې نور ( ايران ته ) راغلل . ښاغلی سکوتوره (هغه وخت د ګیني ولسمشر) چې په افریقا کې یو مهم شخصیت وو، راغی او ماته یې وویل، چې نن ستاسو وضعیت د خرمشهر د فتحې له امله له پرون سره توپیر لري. دا په دې مانا ده چې د خبرو اترو شرایط یو بشپړ توپیر لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دې په بیان سره چې هغه عملیات چې د خرمشهر د فتحې سبب شول او د خرمشهر له فتحې ډېر مهم وو، دغو استازو ته په خطاب کې وفرمایل:

هغه قربانۍ، نوښتونه او د جګړې پلانونه چې زما په اند باید د جګړې په پوهنتونونو کې تدریس شي، د منځنۍ لارې موندل، د دښمن ځپل، د دښمن محاصره کول، مقاومت کول او د بشري او وسلو د کمښت پر وړاندې درېدل او هغه لوړ رتبه شهیدان چې موږ په دې عملیاتو کې له لاسه ورکړل، خورا ارزښت لري ...

که تاسو فرصت پیدا کوئ په خپلو ښارونو کې ټاکنیز کمپاینونه وکړئ، په ډاډه زړه ولاړ شئ، د خکلو په منځ کې خبرې وکړئ، بیا خلک په ډاډه زړه ولاړ شي د صندوقونو خواته او ستاسو نوم په صندقونو کې واچوي، او بیا راشئ په پارلمان کې د څلورو کلونو لپاره و اوسئ، که دا کارونه ترسره کېږي، د هغه سرښندونو، شهادتونو، له ځانه تېرېدنو له امله دي.

هغه وخت چې د کنډکونو قوماندان د جګړې پرمهال دا احساس کوي، چې پوځیان وړتیا نه لري، امکانات نشته، دستګاه نه لري، دښمن په د دوی په لور له دوه سوه ټانکونو سره راځي او د دې لپاره چې خپلو پوځیانو ته ډاډ ورکړي، خپله ځي د پوستې پر سر درېږي، د سرتېرو لپاره خبرې کوي، دا په ژبې سره آسانه دي، دا ستر کارونه، دا حرکتونه په انصاف سره له بشر دودیز توان او عظمته ډېر لوړ دي.

اجازه مه ورکوئ چې دا سترې پېښې او دا ستر ویاړونه له منځه ولاړ شي، کم رنګه شي، هېر شي. ښه نو ان شاءالله د غبرګولې درېیمه دې د ایران ټول ملت ته مبارک وي.

د اساسي قانون له مخې، د اسلامي شورا له دندو څخه، د قانون جوړونه او څارنه ده. حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي وفرمایل، قانون جوړونه د څارنې له موضوع څخه ډېره لوړه ده. ځکه چې ثبات په ژوند کې مهم دی. که ثبات نه وي، ټولنه د اټکل وړ نه ده. له قانون سره سم، د ټولنیز ذهن پر بنسټ، پلان جوړونه د راتلونکي لپاره ترلاسه کېږي.

دا قانون دی چې په ټولو چارو کې؛ اقتصادي، سیاسي، کلتوري او داسې نورو کې، قوانین وضع کوي او ټولو خلکو، ډلو او مختلفو کلتوري او اقتصادي بنسټونو، د هېواد چارواکو او حکومتونو ته دا فرصت ورکوي چې د ځان لپاره پلان جوړ کړي.

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي وفرمایل: که قانون نه وي، ژوند به ګډوډ شي. په نړۍ کې ښکاره ده، چې بد قانون تر بې قانونۍ ښه دی. ... بد قانون یو لوی آفت دی، خو وايي چې دا د بې قانونۍ څخه غوره دی. د قانون جوړولو مسله ډېره مهمه ده. ... (قانون جوړونه) د سړک جوړول دي. ... دا د لارې مشخص کول دي ... دا د عمومي پالیسیو سره اړیکه لري ... عمومي پالیسۍ لاره ټاکي، قانون هغه لارې او برخې پېژني چې په دې لوري حرکت کولای شي؛ توپیر  یې دا دی.

د بېلګې په توګه په عامو پالیسیو کې ویل کېږي، چې باید د شمال په لور ولاړ شو؛ خو د شمال په لور ډېرې لارې دي؛ ... عمومي پالیسي د ټولو ذوقونو او ټولو مدیریت میتودونو لپاره ظرفیت لري. دا پارلمان وايي، زه دا قانون د همدې (قضيې) لپاره غوره کوم، بل پارلمان ښايي بل قانون غوره کړي. توپیر یې دا دی. دا ډېره مهمه ده چې جهت یې باید هېر نشي. قانون باید له دې "لارښوونې" څخه سرغړونه ونه کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د یوه ښه قانون ځانګړتياوې د نظام د عمومي تګلارو له مخې، هغه قانون وګڼلو چې نه تفسیرېدونکی او روښانه وي، په هراړخيز تخصص باندې تکيه وکړي، ثبات ولري او بې تعارضه وي.

هغوی وفرمایل: "د ښه قانون یوه ځانګړتیا دا ده چې د تطبیق وړ وي؛ که یو قانون د مالي منابعو ... (او) د هېواد د ظرفیتونو له مخې د تطبیق وړ نه وي، دا قانون ښه قانون نه دی. انسانان ډېری هیلې لري، خو باید وګورو چې آیا موږ کولای شو دا هیلي پوره کړو ... دا مهمه ده ... کله چې موږ قانون جوړوو، د قانون تطبیق باید معلوم وي. »

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د قانون جوړونې خطرونه د خلکو او ډلو پر ګټو څارنه او د تبلیغاتي فضا او د ګوندي افکارو تر اغېزې لاندې راتلل د قانون جوړونې خطرونه وبلل او وفرمایل: قانون باید په سلامتۍ، د خدای په نوم په پاکۍ او د خدای لپاره، قانون باید په داسې ډول ولیکل شي چې که داسې وشي ... او په ښه نیت ولیکل شي او تصویب شي، نو دا به واقعا برکت پیدا کړي. نور حکومتونه هم اړ کېږي چې عمل وکړي. »

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، اسلامي شورا يوه انقلابي، لوستي، ځوانه، فعاله او ګټوره جرګه وبلله چې د هېواد په ستونزو باندې پوهه او د ستونزو له مخې يې قوانين وضع کړي دي: له فساد سره د مبارزې په برخه کې څرګند او واضح قوانين، د تبعیض او انحصار له منځه وړل او د کسب او کار د ځای ښه کول.

هغوی وفرمایل:"د دغو قوانینو ځینې چې تاسو تصویب کړي، ستراتیژیک قوانین دي؛ یعني دا چې دا موضعي او لنډمهاله قوانین نه دي، دا د هېواد لپاره ستراتیژیک قوانین دي، چې واقعا د درناوي او ستاینې وړ دي، دواړه په اقتصادي او غیر اقتصادي برخو کې. (د بېلګې په توګه) د "ستراتیژیک اقدام" قانون، هېواد یې د اټومي مسئلې له سرګردانۍ څخه وژغوره؛ يعنې هغه حالت، حيرانتيا او د نه پوهېږم حالت [ ليرې کړ ] .

کله چې ناپوهي او حیرانتیا وي، سړی د هر ګام له مخې پریکړه کوي، او ځینې وختونه متضاد پریکړې کوي! دې قانون په بشپړه توګه روښانه کړ چې باید څه وکړو، اوس هم په نړۍ کې د هغې نښې وینو. یا "د کورنیو او ځوانانو د نفوسو د ملاتړ" قانون، چې په حقیقت کې یو له هغو حیاتي قوانینو څخه دی... یا د "پوه بنسټه تولید رامنځته کولو" قانون؛ دا ستراتیژیک قوانین دي. »

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د اکثرو استازو ساده ژوند د اوسني پارلمان له امتیازاتو څخه ګڼلی، چې له خلکو سره په کړنو کې د اشرافو په څېر چلند نه کوي او د هغوی په تړاو بې تفاوته نه دي. له خلکو سره ناسته ولاړه، د خلکو پروړاندې تواضع، د خلکو دخبرو اورېدل او له خلکو سره په ورین تندي مخامخ کېدل د استازو له ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.

هغوی د اسرا د سورت ۸۰ آیت ته په اشارې سره چې له خدایه غواړو «ما (په هر کار کې) په ایماندارۍ سره داخل کړه او په ایماندارۍ سره مې وباسه» وفرمایل، هغه څه چې د انسان له کار څخه پاتې کېږي، هغه دا دی چې تر دې دمه مو کوم کارونه کړي دي، هغه دې خدای تعالی قبول کړي. اصلي قضیه دا ده.

د رهبري د خبرو بل محور، د پارلمان غړو ته د هغه مشوره وه چې د نورو دوو قدرتونو په ځانګړې توګه اجرایه قوې سره نږدې اړیکې ولري. د هغوی په ​​وينا، ټول سيسټم ته بايد د يوه وجود په سترګه وکتل شي، چې بايد له يو بل سره کار وکړي، که د یو بل بشپړوونکي نه وي، ګټور نه دي.

هغوی وفرمایل:"زما لومړۍ او تر ټولو مهمه مشوره دا ده چې... باید دهمکارۍ او همغږۍ لید لوری وي... بله مشوره دا ده چې د دې پارلمان آزادي او صراحت ښه دی. د دې آزادۍ او صراحت سره په کافي اندازه تقوا او ایمانداري حتما یوځای کړئ... د خلکو عزت ته زیان رسول روا نه دي. د خلکو عزت، دیني او انقلابي هویت ته زیان رسوي. البته، دا ستاسو لپاره نه دی.

دا د ټول هېواد، د پورته او لاندې ټولو خلکو لپاره دی، مګر زما او ستاسو په څېر خلک چې په لوړو منبرونو کې ناست دي، چې هرڅوک زموږ غږ اوري، زموږ په اړه دا پام باید ډېر شي ... وروستۍ مشوره هم دا ده. ... ستاسو په مخ کې ستر کارونه پراته دي: اوومه برنامه (پرمختګ)، د کال شعار (یعنې) د انفلاسیون د مخنیوي او د تولید د زیاتوالي موضوع...

ځینې ​​برخې یا پلانونه تر اوسه تصویب شوي نه دي؛ (باید) یو ځای ته ورسېږي ... وروستی کال یو فرصت دی، چې انسان خپل شاته وګوري. که په تېرو دوو یا درېیو کلونو کې کومه تېروتنه شوې وي، نو هغه په دې وروستي کال کې ان شاءالله اصلاح کړئ، څرنګه چې په ویاړ سره پارلمان ته ننوتئ، ان شاءالله په ویاړ سره له پارلمان څخه بهر شئ.»

ژباړه: زماني

 

ټیګونه