May 30, 2023 14:43 Asia/Kabul
  • په سویډ کې د حمید نوري د نمایشي محاکمې عدالت

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې سویډ کې د بې عدالتۍ د فرمایشي محاکمې  او محکمې په  اړه له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

 دوستانو همدااوس  په سویډ کې د حمید نوري  د غیرقانوني نیونې څه دپاسه درې نیم کلونه تیریږي او په دغې مودې کې هغه تل په شخصي سیل کې ساتل شوی او د هغه او د ه غه  د کورنۍ په ضد ډير سخت او غیر انساني محدودیّتونه  لګول شوي دي.

د محکمې په لسمې ناستې کې چې تیره اونۍ ترسره شوه ، او  همداراز ټاکل شوې ده نن هم د هغه د اپیل  یولسمه ناسته ترسره شي. او دغه بهیر به دروان کال تر لړم یا عقرب تر میاشت پورې دوام وکړي.

حمید نوري  ددغې  محکمې  په لومړنۍ ناستې کې د عدالت په بې انصافه او فرمایشي بهیر سخت اعتراض وکړ. حمید نوري  په دغې ناستې کې  د  سویډ قاضي ته په خطاب کې ووئيل، ولې غواړې یوه فرمایشي محکمه ترسره کړې، دلته باید عدالت وشي،  زه غواړم له خپل وکیل سره خبرې وکړم ،درې کاله او دوه میاشتې کیږي، چې په شخصي سیل کې بندي یم ،ښاغلیه قاضي ؛ اجازت ورکړه ، ستا په محکمه کې عدالت ټينګ شي، زه  ددغه شان ورځې لپاره شیبې ګڼم څو له تاسو سره خپلې خبرې وکړم.یوه فرمایشي محکمه مه ترسره کوئ.

د  ایران ښاریز حمید نوري،  د ۱۳۹۸لمریز کال د لړم د میاشتې په اتلسمه نیټه د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ د غړو په چټي  ادعاګانو او ګډوډو  خبرو په اساس  دسویډ د سټاکهم هوائي  ډګر ته د ورتلو په وخت ددغه هیواد پولیسو په غیر قانوني او ځيږ  انداز سره ونیوۀ او ترڅو میاشتو پورې  ئې له خپلې کورنۍ او کنسولګرۍ سره هیڅ ډول اطلاعات نه شول شریکیدلی.

 داپه داسې حال کې دي چې د کنسولي  اړیکو د ۱۹۶۳ کنونشن په اساس ، منونکی حکومت د یوه بهرني ښاریز له نیول کیدا  وروسته باید سملاسي دغه خبر د هغه کس د هیواد سفارت یا کنسولګرئ  ته  ورکړي..

په حقیقت کې  ويئل کیدلی شي ، چې  حمید نوري  سویډ ته په سفر کې یو ډول برمته شو،لکه څنګه چې دغه پيښه  د اسد ا...اسدي لپاره هم رامینځةشوه چې څوورځې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت په دومدارو ډيپلوماټيکو  او حقوقي تعقیبونې سره  خوشی شوی  او د خپلې کورنۍ او وطن  غیږې ته ستون شوی دی.

  د حمید نوری دوسیه د حقوقي اړخونو له پلوه د نیوکو وړ ده .دغه دوسیه له حقوقي اړخونو له رانیولې تر نړیوالو کنونشنونو پورې ځينی ګډوډې لری چې  د سویډ  چارواکو ئې هیڅکله  هم توضیح نه ده و رکړې او د هغو دمنلو لپاره د منلو وړ څه دلیل هم نه لري چې ئې وړاندې کړي.

ددې په اړه په ځينو ځایونو کې  خلاف ورزۍ شوي دي،  ددغه اصل په اساس، فرض په دې دی،هغه ټول کسان بې ګناه دي تر هغه وخته چې  په چورلټ ډول  یو کس په صالحې محکمې کې ګناهګار وپيژندل شي.د محکمې فیصله ښئ چې  اصل  قانون چخڼي کړئ شوی دی  او تورونه د هغو په اساس صادر شوي دي  او دسویډ محکمې په پټو سترګو  په تورونو استناد کړی دی .

Image Caption

 

د  نوري  کورنۍ حقوقي سلاکار  ایډورډ ټولیډو په وینا،د نړیوالو حقوقو په  نسبت د سویډ د قانون جوړونې جوړښتت ، چې  دمګړئ  واکمن دی ، د ورځې په اساس نه دی  او هغه  وا کمن قوانین چې  د حمید نوري په دوسیې کې اعمال شوي دي ،له ۱۹۸۰کاله رانیولې تر ۱۹۸۸کلونو پورې د مودې دي  او د سویډ حکومت له دې وروسته وه چې د روم اساسنامه ئې تصویب کړې او خپل قوانین  ئې  په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې اپډیټ کړل. پر دې اساس نوي قوانین،په تیرو کلونوکې د ادعاوړ پيښوپه نسبت نشي اعمالیدلی.کارپيژاند ددې موضوع په سر سره  یو نظر لري ، چې  د حمید نوري  محاکمه  له دې لاریاته  چې یوه حقوقي اوقضائي  دوسیه شي، یوه سیاسی دوسیه ده .

   د حمید نوري د محاکمې په بهیر کې ډیر ضد و نقیض  اقدامات شوي دي.دسویډ په ستاکهم هوائي ډګر کې د هغه د نیونې له څرنګوالي رانیولې ، د هغه تر زنداني کیدا پړاؤ پورې  په ډيرو موردونو کې د نړیوالو اصولو او بشری حقوقو  او حتی د سویډ د داخلی قوانینو  خلاف ورزي کیږي.

 هغه لږترلږه حقوق او آزادئ چې  د  بشری حقوقو د  اعلامیې ، د سیمه ایزو آزادیو او حقوقو په باب  سیمه ایزو تړونونو  او د سیاسی او مدني حقوقو په باب  د نړیوال میثاق  په څير په نړیوالو سندونو کې  اټکل شوي دي ، باید له کومې استثناء پرته د ټولو تورنو  په نسبت په هرې  دوسیې کې  تضمین اوا اعمال شي .  په هغو کې شکنجې او نورو غیر انساني  چلندونو ته اشاره کیدلی شي  چې دسویډ حکومت ئې  هم رعایتولو ته پابنده دی ،البته د حمید نوري په باب   په دغو ټولو موردونو کې خلاف ورزي شوې ده .

دغه بهیر ته کتنه ښئ چې د حمید نوري فیصله د عدالت  له ختمیدا  مودو  مخکې   راهسې لیکل شوې وه او  دعدالت ترسره کیدا په حقیقت کې  د هغو لپاره د مستنداتو د برابرولو لپاره یوه هڅه وه،که څه هم  په نهایت کې مستندات برابر نه شول ، خو  له  مخکې لیکل شوي فیصله ولوستل شوه.

پر دې سربیره ، حمید نوري ،په سویډ کې  دزنداني کیدا پړاؤ په شخصي سیل کې تیر کړ او په شپه ورځ کې ئې  د خوراک څښاک  لپاره یوازې یو ساعت وخت درلود.

           ددې په ترڅ کې چې  دسویډ حکومت  د کرونائي بحران دخوریدا په څير په مختلفو پلمو سره  ئې  هغه ته د قرآن کریم او سجده ګاه(مُهر) په څير د لومړنیو امکاناتو  له وړاندې کولو ډډه وکړه، د هغه په اختیار کې ئې حلال خواړۀ ورنکړل، د هغه د اړتیاوړ عینکې ئې  ورته تامین نه کړې ، په کرتو  د هغه د ساتل کیدا ځاي په مختلفو امنیتي پلمو سره بدل کړئ شو، د هغه په ضد د وهلو او ټکولو  په څير ځيږ چلند  هم د  هغه  په  ایجنډا کې شامل وو. په کرتو  د حمید نوري د خپګان  له اعلانیدا سره سره د هغه د یاددښتونو په څير  دهغه شخصي شیان  مصادره شول.

 هغه  په کرونا ناروغۍ له ککړتیا  سره په یوه پړاؤ کې  چې حتی  د  هغه د محکمې  په ترسره کیدا کې ئې دوه اونۍ ځنډ راوست، په دې ادعا سره چې  ددغې ناروغۍ درملنه یوازې آرام کول دي، ډاکټر ته  له لاس رسي محرومه شو.

په حقیقت کې  د سویډ حکومت  له بهرنۍ دنیا سره د حمید نوري ارتباط غوڅ  کړ او په یووخت ئې ادعا کوله چې  هغه په ښو شرائطو کې ساتل کیږي.

حمید نوري په هغو غږیزو فایلونو کې چې  دهغه لپاره  له کورنۍ سره  دتماس په توګه په نظر کې نیول شوي ، ځیني غیر انساني  او ناسم چلندونه ئې تشریح کړي دي.

په داسې حال کې چې   د ۱۴۰۱کال په  غواي  یا ثور میاشت کې  او د هغه د محکمې سره په یووخت ، د دوسیې قاضي د حمید نوري په باب اعمال شوي ټول محدودیّتونو دلغوه کولو   حکم صادر کړ، خو  د زندان  چارواکو  هماغه شان   له کورنۍ سره دتماس  او دلیدو کتو   او یا د په شخصي  سیل کې د ساتلو پشمول   دغه محدودیټونو ته دوام ورکړی او حتی  نور ئې هم سخت او زیات کړي دي .

 سویډ والو  دحمید نوري په باب په شخصي سیل کې د ساتنې  دشکنجې  له ۴۲میاشتو  وروسته،په همداوروستیو کې د هغه په باب د  کړوَنې او  اذیت کونې نوي رودې هم اجرا کړي دي .

 دوي په تیرو اونیو کې،د اریټیریا یو ښاریز  چې له سختې نفسیاتي او روحي ګډوډیو سره مخ  شوی،دحمید نوري  سیل یا کوټې ته منتقل کړی دی، له دې پرته چې په هغه سیل کې دساتنې شرائطو تر ټولو ورکوټی بدلون راولي .

هماغه ډول چې حمید نوري خپلو وکیلانو ته وئيلي دي ،سویډن  وال معمولان  دمحکمې د غونډې ترسره کیدا په درشل کې ، یو کس د هغه سیل ته منتقلوي  او په همدې پلمه د نوری وسایل  چې په هغو کې د هغۀ هغه یاددښتونه چې د عدالت لپاره   ضروري وي ،او د هغه په اختیار کې ورکړل شوي ، هم ضبطوي.

       دغه اقدام تر دې دمه په کرتو ترسره شوی  او دې چارې یو ډول له حمید نوري څخه د  اغیزشیندونکي دفاع امکان  سلب کړی دی او هغه مدرکونه چې  د  عدالت په غونډو کې له ځانه ددفاع لپاره   ورته اړتیا لري ، هم په همدې پلمه  له غه لیرې  ساتل کیږي.

ددې په ترڅ کې چې د حمید نوري په واړۀ سیل کې له روحي او نفسیاتي مشکلاتو سره د یوه کس شتون ، پر هغه دباؤنه زیاتوي، په تیره بیا دا چې   دترلاسه شوو راپورونو په اساس ،دغه کس هیڅکله هم روغتیائي مسئلې   نه رعایتوي ،  او په شخصي سیل کې ئې د ایراني ښاریز لباره ډير سخت او نه زغمونکي شرائط  رامینځةکړي دي .

د سویډ حکومت په دغه اقدام  د حمید نوري د روحي شکنجې   هغه مصداق  ارزول کیدلی شي چې  د بشری حقوقو د نړیوالې اعلامیې پشمول  د نړیوالو قوانینو او اصولو  ښکاره  خلاف ورزي ده . د بشری حقوقو دنړیوالې اعلامیې په پنځمې مادې کې  راغلی دي؛ هیچا سره  باید سپک چلند ، یا غیر انساني  او ظالمانه چلند  او شکنجه  نه شی . د  ؛هیچا ؛ټکی باندې زور ورکول، بې شکه  یو عرفی نړیوال نه انکاریدونکی حق او پریکنده اصل  دی چې په هرډول شرائطو کې  باید  اجرا شي  او  دهغې اصولی قاعدې په معنا دی چې د درستو قضائي ادارو لپاره  د اجرا وړ دی خو ګواکې  د سویډ قضائي  ادارې پر دغه واقعیت هم سترګې پټې  کړی دي.

         دوستانو ددغه ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤ ، نو په نیاؤمن خداي مو سپارو ، بریالی او سوکاله ژوند ولرئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه